اشعیا Chapter 42

For English

Read اشعیا Chapter 42 Online

Read اشعیا Chapter 42 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 42

فصل 42

1. دا زما خادِم دے چا ته چې ما طاقت ورکړے دے او څوک چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. ما خپل روح په هغۀ سورے کړے دے، او هغه به غېرو قومونو ته اِنصاف رسوى.

2. هغه به نۀ جنګ کوى، نۀ شور، او نۀ به په کوڅو کښې د هغۀ آواز اورېدے شى.

3. هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى. هغه به په وفادارۍ سره اِنصاف قائم ساتى.

4. هغه به نۀ بې‌حوصلې کيږى او نۀ به نااُميده کيږى، هغه به په زمکه اِنصاف قائم کړى. لرې لرې مُلکونه به د هغۀ د تعليماتو په انتظار وى.

5. خُدائ پاک آسمانونه پېدا کړل او خوارۀ يې کړل، هغۀ زمکه او چې په دې کښې هر څۀ اوسيږى هغه يې پېدا کړل، هغۀ د زمکې ټولو خلقو له ساه او ژوند ورکړو. او اوس خُدائ پاک خپل خِدمت کوونکى ته وائى،

6. ”ما، مالِک خُدائ صداقت سره راوغوښتې، زۀ به تا د لاس نه ونيسم او محفوظ به دې ساتم. ستا په ذريعه به زۀ د ټولو خلقو سره يو لوظ وکړم، او ستا په ذريعه به زۀ قومونو له رڼا راوړم.

7. تۀ به د ړندو سترګې وغړوې او هغه خلق به آزاد کړې چې کوم د قېدخانې په تيارۀ کښې پراتۀ دى.

8. زۀ مالِک خُدائ يم. او هم دا زما نوم دے. زۀ به خپل جلال بل هيچا ته نۀ ورکوم، او زما په ثناء صِفت کښې به بُتانو ته هيڅ برخه نۀ ملاويږى.

9. ما چې د کومو خبرو پېشګوئې کړې وه هغه رښتيا شوې دى. او اوس زۀ تاسو ته د نوؤ واقعو اعلان کوم. اوس به زۀ تاسو ته نوى څيزونه وښايم چې دا لا شوى هم نۀ وى.“

10. مالِک خُدائ ته يو نوے حمد ووايئ، اے ټولې دُنيا، د هغۀ ثناء صِفت بيان کړئ. اے په سمندر کښې مسافرانو او د سمندر ټول مخلوقه، د هغۀ ثناء صِفت کوئ. اے لرې مُلکونو او په هغې کښې اوسېدونکو خلقو، د هغۀ حمد ووايئ.

11. صحرا او د دې ښارونه دې د خُدائ پاک ثناء صِفت کوى، د قيدار د کلو خلق دې د هغۀ ثناء صِفت کوى. او څوک چې د سلع په ښار کښې اوسيږى هغوئ دې د غرونو د سرونو نه د خوشحالۍ چغې ووهى.

12. کوم خلق چې په لرې مُلکونو کښې اوسيږى هغوئ دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت او جلال بيان کړى.

13. مالِک خُدائ د يو جنګيالى په شان جنګ له ځى، هغه به لکه د فوجى په شان جذبه کښې راشى او د جنګ نعرې به وهى او د خپلو دشمنانو خِلاف به خپل طاقت ښائى.

14. خُدائ پاک فرمائى، ”زۀ د ډېر وخت نه خاموش وم، زۀ د ډېر وخت نه چپ وم نو غږ مې نۀ کولو. خو اوس زۀ د داسې ښځې په شان يم چې فرياد کوى او چغې وهى لکه چې ماشوم يې پېدا کيږى او ساه ساه يم.

15. زۀ به غرونه او د غرونو غونډۍ تباه کړم او واښۀ او ونې به اوچې کړم. زۀ به د سيندونو نه اوچې زمکې جوړې کړم او د اوبو تالابونه به يې اوچ کړم.

16. زۀ به خپل ړاندۀ خلق روان کړم په هغه لار به يې بوځم چې هغوئ پرې هيڅکله سفر نۀ وى کړے. زۀ به د هغوئ وړاندې تيارۀ په رڼا بدله کړم او د هغوئ مخې ته هغه کندې کَپرې زمکه به هواره کړم. دا زما وعدې دى، او دا وعدې به زۀ پوره کړم.

17. خو هر څوک چې په بُتانو ايمان لرى، او ورته وائى چې تاسو زمونږ خُدايان يئ، نو هغوئ به سخت وشرميږى او رد به کړے شى.“

18. اے کڼو خلقو، واورئ. اے ړندو خلقو، ښۀ وګورئ.

19. زما د خِدمت کوونکى په شان ړوند څوک دے؟ زما د پېغمبر په شان کُوڼ څوک دے څوک چې زۀ درلېږم؟ اګر چې ما هغۀ سره لوظ کړے دے خو بيا هم د مالِک خُدائ د خادِم په شان ړوند څوک نشته.

20. اګر چې تاسو ډېر څۀ ليدلى دى، خو تاسو څۀ توجو نۀ ده ورکړې، اګر چې ستاسو غوږونه خبره واورى، خو تاسو يې نه اورئ.

21. مالِک خُدائ د خپل صداقت د خاطره خوشحاله وو، چې خپل شريعت لوئ کړى او جلال ورکړى.

22. خو اوس د هغۀ خلق لوټ کړے شوى او شوکېدلى دى، هغوئ ټول په کندو کښې ګېر کړے شوى دى او په قېدخانو کښې اچولے شوى دى. هغوئ نه د لوټ مال جوړ شوے دے، خو د هغوئ بچ کولو له هيڅ څوک هم رانۀ غلل. هغوئ نيولے شوى دى خو هيچا هم ونۀ وئيل چې، ”دوئ واپس کړئ.“

23. په تاسو کښې به څوک دې ته غوږ ونيسى؟ د راتلونکى وخت دپاره به څوک دې ته پام وکړى؟

24. اِسرائيليان لوټ مارانو او ډاکوانو ته چا حواله کړل؟ ولې دا مالِک خُدائ ونۀ کړل، د چا خِلاف چې مونږ ګناه کړې ده؟ هغوئ د هغۀ په لاره باندې تلو نه اِنکار وکړو، هغوئ د هغۀ د شريعت نافرمانى وکړه.

25. نو په دې وجه هغۀ هغوئ ته د خپلې غصې زور وښودلو او د جنګ سختى يې ورباندې راوسته. د هغۀ غصه په ټول اِسرائيل کښې د اور په شان بلېده، خو هغوئ ته هيڅ پته نۀ لګېده چې څۀ کيږى، دا د هغوئ خلاف بلېده خو هغوئ ترېنه هيڅ سبق وانۀ خستو.

About اشعیا Chapter 42

Read اشعیا Chapter 42 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 42
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 42 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 42?

اشعیا Chapter 42 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 42 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 66
  4. اشعیا Chapter 54
  5. اشعیا Chapter 18
  6. اشعیا Chapter 33
  7. اشعیا Chapter 51

Explore More from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 51
  2. متلونه Chapter 17
  3. یونس Chapter 3
  4. اول پادشاهان Chapter 4
  5. دوهم تواریخ Chapter 4
  6. شمېر Chapter 19
  7. حزقیال Chapter 28

Related Chapters & Readings

  1. یوئیل Chapter 1
  2. متی Chapter 26
  3. اشعیا Chapter 7
  4. دوهم پطروس Chapter 3
  5. یوحنا Chapter 16
  6. زبور Chapter 108
  7. پیدایښت Chapter 28
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *