تثنیه Chapter 12

For English

Read تثنیه Chapter 12 Online

Read تثنیه Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of تثنیه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

تثنیه 12

فصل 12

1. کله چې تاسو هغې خاورې ته ورننوزئ چې ستاسو د نیکونو څښتن خدای تاسو ته درکړې ده، نو ترڅو پورې چې ژوندي یئ په دې قوانینو باندې باید عمل وکړئ.

2. مګر هغه قومونه چې هلته اوسیږي د نورو خدایانو عبادت کوي. نو کله چې تاسو هغه خاوره ونیوله باید د هغوی د عبادت ځایونه په بشپړه توګه وران کړئ یعنې هغه ځایونه چې په غرونو او په غونډیو باندې دي او یا د لویو ونو لاندې دي.

3. د هغوی د قربانۍ ځایونه راوغورزوئ او هغه لویې تیږې چې د هغوی د عبادت دپاره استعمالیږي ټوټې ټوټې کړئ. د هغوی د اشیره بتان وسوزوئ او نور بتان یې راچپه کړئ ترڅو بیا هیڅکله په هغو ځایونو کې د هغو بتانو عبادت ونه شي.

4. د خپل څښتن خدای عبادت په داسې ډول مه کوئ لکه څنګه چې دا خلک د خپلو خدایانو عبادت کوي.

5. ستاسو د ټولو قبیلو د سیمو څخه به څښتن یو ځای انتخاب کړي او هلته باید تاسو د هغه حضور ته راشئ او د هغه عبادت وکړئ.

6. تاسو باید هلته خپلې سوزېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ، خپل عشر او هدیې، هغه سوغاتونه چې د نذر په توګه یې څښتن ته ورکوئ، خپلې رضاکارانه نذرانې او د خپلو پادو او رمو اولني زېږېدلي بچیان وړاندې کړئ.

7. تاسو او ستاسو کورنۍ او نوکران به هلته د خپل څښتن خدای په حضور کې چې برکت یې درکړی دی خوراک کوئ او د هغو ښو شیانو دپاره به خوشالي کوئ چې تاسو د هغو دپاره کار کړی دی.

8. په هغې خاوره کې چې تاسو یې نیسئ، باید داسې کارونه ونه کړئ لکه څنګه چې دلته یې کوئ. تر اوسه پورې تاسو ټول د خپلې خوښې په مطابق عبادت کوئ،

9. ځکه چې تاسو لا تر اوسه هغې خاورې ته چې خپل څښتن خدای یې درکوي او تاسو په کې په سوله کې ژوند کولی شئ نه یئ داخل شوي.

10. کله چې تاسو د اردن د سیند څخه تېر شئ، څښتن به تاسو پرېږدي چې هغه خاوره ونیسئ او هلته واوسېږئ. هغه به تاسو د خپلو ټولو دښمنانو څخه په امن کې وساتي او په سوله کې به ژوند کوئ.

11. څښتن به د خپل عبادت دپاره یوازې یو ځای انتخاب کړي او تاسو باید هلته هغه ته هر هغه شی چې ما یې امر کړی دی راوړئ یعنې ستاسو سوزېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ، عشر او هدیې او هغه خاص سوغاتونه چې د نذر په توګه یې څښتن ته ورکوئ.

12. هلته د هغه په حضور کې د خپلو اولادونو، نوکرانو او د هغو لاویانو سره خوشالي کوئ چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي. په یاد لرئ چې لاویان به هیڅ خپله ځمکه ونلري.

13. په هرځای کې چې ستاسو خوښه وي باید هلته خپلې قربانۍ وړاندې نه کړئ.

14. تاسو باید یوازې په یو ځای کې هغه قربانۍ وړاندې کړئ یعنې هغه ځای چې څښتن به یې ستاسو د قبیلو څخه په یوې قبیلې کې انتخاب کړي. تاسو باید یوازې په هغه ځای کې خپلې سوزېدونکې نذرانې وړاندې کړئ او هغه ټول کارونه وکړئ چې ما یې درته امر کړی دی.

15. مګر تاسو په ازادانه ډول کولی شئ چېرته چې اوسېږئ هلته حیوانات حلال کړئ او ویې خورئ. څومره چې څښتن درکوي هغه وخورئ. تاسو ټول که په مذهبي لحاظ پاک یئ یا ناپاک کولی شئ چې هغه داسې وخورئ لکه څنګه چې د هوسۍ یا د غرڅه غوښه خورئ.

16. مګر د هغوی وینه باید ونه خورئ، تاسو باید هغه د اوبو په شان په ځمکه باندې توی کړئ.

17. هیڅ شی چې تاسو یې څښتن ته وړاندې کوئ باید ستاسو د اوسېدلو په ځایونو کې ونه خوړل شي یعنې ستاسو د غلو دانو عشر، د شرابو یا د زیتونو د تېلو عشر، د پادو او رمو اولني زېږېدلي بچیان، هغه سوغاتونه چې څښتن ته یې د نذر په توګه ورکوئ، رضاکارانه نذرانې یا داسې نورې نذرانې.

18. تاسو او ستاسو اولادونه دې ستاسو د نوکرانو او هغو لاویانو سره چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي دا نذرانې یوازې د خپل څښتن خدای په حضور کې یعنې د عبادت په هغه ځای کې وخورئ چې د هغه له خوا انتخاب کړای شوی دی. په هر کار کې چې کوئ یې د هغه په حضور کې خوشالي وکړئ.

19. ترڅو پورې چې تاسو په خپله خاوره کې اوسېږئ، پام کوئ چې لاویان هېر نه کړئ.

20. کله چې ستاسو څښتن خدای د خپلې وعدې سره سم ستاسو سیمه پراخه کړي، هر وخت چې هرڅومره غوښه وغواړئ تاسو یې خوړلی شئ.

21. که چېرې د عبادت ځای ستاسو څخه لېرې وي نو لکه څنګه چې مې درته ویلي دي تاسو کولی شئ چې د خپلې پادې یا رمې یو حیوان چې څښتن درکړی وي حلال کړئ او غوښه یې په خپلو کورونو کې وخورئ.

22. هرڅوک که په مذهبي لحاظ پاک وي یا ناپاک، کولی شي چې هغه غوښه داسې وخوري لکه څنګه چې د هوسۍ یا د غرڅه غوښه خوري.

23. ‏-

24. پام کوئ چې وینه ونه خورئ، ځکه چې دا د هغه حیوان ژوند دی، نو پرېږدئ چې هغه د غوښې د خوړلو څخه مخکې د اوبو په شان په ځمکه باندې توی شي.

25. که چېرې تاسو د دې امر اطاعت وکړئ، څښتن به خوشاله شي او ستاسو او ستاسو د اولادې هر کار به سم شي.

26. هغه نذرانې او سوغاتونه چې څښتن ته یې د نذر په توګه ورکوئ، هغه ځای ته یوسئ چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي.

27. هلته هغه قربانۍ چې د څښتن په قربانګاه باندې په بشپړه توګه سوزول کیږي وړاندې کړئ. همدارنګه هغه قربانۍ هم وړاندې کړئ چې غوښه یې خورئ او وینه یې په قربانګاه باندې تویوئ.

28. په وفادارۍ سره د دغو ټولو شیانو چې ما درته حکم کړی دی اطاعت کوئ نو ستاسو او ستاسو د اولادې هر کار به د تل دپاره سم وي، ځکه چې تاسو به هغه کارونه کوئ چې هغه صحیح وي او ستاسو څښتن خدای ورباندې خوشالیږي.

29. څنګه چې تاسو د هغوی په خاوره باندې حمله وکړئ ستاسو څښتن خدای به هغه قومونه تباه کړي او تاسو به هغه ځای ونیسئ او په کې به اوسېږئ.

30. کله چې څښتن هغه قومونه تباه کړل، پام کوئ چې د هغوی د مذهبي رواجونو څخه پیروي ونه کړئ ځکه چې دا به ستاسو دپاره یو وژونکی دام وي. د دې خبرې د معلومولو هڅه مه کوئ چې هغوی په کوم ډول د خپلو خدایانو عبادت کوي د دې دپاره چې تاسو هم همدا ډول عبادت وکړئ.

31. د خپل څښتن خدای عبادت په هغه ډول مه کوئ لکه څنګه چې هغوی د خپلو خدایانو عبادت کوي، ځکه چې هغوی په خپل عبادت کې ټول هغه ناوړه کارونه کوي چې څښتن ورڅخه کرکه کوي. هغوی حتیٰ د قربانۍ په ځایونو باندې خپل اولادونه هم په اور کې قرباني کوي.

32. ما چې کوم حکمونه تاسو ته درکړي دي په هغو باندې عمل کوئ. د هغو څخه مه څه کموئ او مه یې ورزیاتوئ.

About تثنیه Chapter 12

Read تثنیه Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: تثنیه
Chapter: 12
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading تثنیه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading تثنیه Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is تثنیه Chapter 12?

تثنیه Chapter 12 is part of the Book of تثنیه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete تثنیه Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from تثنیه

  1. تثنیه Chapter 23
  2. تثنیه Chapter 31
  3. تثنیه Chapter 28
  4. تثنیه Chapter 26
  5. تثنیه Chapter 4
  6. تثنیه Chapter 21
  7. تثنیه Chapter 18

Explore More from زوړ عهد

  1. لاویان Chapter 1
  2. ایوب Chapter 23
  3. لاویان Chapter 16
  4. زبور Chapter 127
  5. تثنیه Chapter 3
  6. مرثیې Chapter 1
  7. حزقیال Chapter 29

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 18
  2. اول یوحنا Chapter 1
  3. اول سموئیل Chapter 26
  4. اول پادشاهان Chapter 20
  5. هوشع Chapter 7
  6. واعظ Chapter 10
  7. شمېر Chapter 22
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *