Read اشعیا Chapter 46 Online
Read اشعیا Chapter 46 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اشعیا 46
فصل 46
1. د څپرکیل د معبودانو بيل او نبو سرونه ښکته وُو کله چې دوئ راکوز کړے شول، او اوس هغه په ځناورو باندې بار دى، چې د ستړى شوو ځناورو دپاره بوج دے.
2. دا دواړه معبودان ټيټ شول او پړمخې پرېوتل. هغوئ د بوج جوړېدو نه بچ پاتې نۀ شول او اوس په خپله جلاوطن شول.
3. ”اے د يعقوب اولاده، ما ته غوږ ونيسئ، اے په بنى اِسرائيلو کښې زما باقى پاتې شوو ټولو خلقو. د مور د خېټې نه ما ستاسو پالنه کړې ده، چې کله تاسو پېدا شوى يئ نو د هغې وخت نه زۀ په تاسو پام کوم.
4. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم او زۀ به ستاسو ساتنه کوم چې تاسو بوډاګان او سپين سَرى هم شئ. نو ما تاسو پېدا کړى يئ او ستاسو خيال به ساتم، زۀ به ستاسو ملاتړ يم او تاسو به بچ کوم.“
5. مالِک خُدائ فرمائى، ”تاسو به ما د چا سره برابروئ؟ زما په شان بل څوک شته څۀ؟
6. خلق خپلې کڅوړې کولاو کړى او سرۀ زر ترې نه غورزوى، هغوئ په تله سپين زر تلى. هغوئ زرګر له پېسې ورکړى چې يو بُت ورله جوړ کړى، او بيا ورته ټيټيږى او عبادت يې کوى.
7. هغوئ دا خپلو اوږو ته اوچت کړى او يو خوا او بل خوا يې وړى راوړى، او بيا په يو ځائ کښې يې کېږدى او هلته ولاړ وى، خو چې چرته وى نو د هغه ځائ نه حرکت نۀ شى کولے. کۀ څوک دې ته په چغو فرياد وکړى، نو دا جواب نۀ ورکوى او نۀ هغه کس د مصيبت نه بچ کولے شى.
8. اے ګناهګارانو، دا ياد ساتئ، او چې ما څۀ کړى دى هغه مۀ هېروئ.
9. هغه راياد کړئ چې ډېره موده مخکښې شوى وُو، ځکه چې صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما په شان بل هيڅ څوک هم نشته.
10. د شروع نه ما د اَنجام پېشګوئې ورکوله، ما ډېر پخوا وئيلى دى چې څۀ کېدونکى دى. ما وئيل چې زما منصوبې به نۀ ناکامه کيږى، او چې زۀ به هغه هر يو کار کوم چې ما يې اراده کړې وه.
11. زۀ د نمرخاتۀ طرف نه يو ښکارى مارغۀ راغواړم، د لرې مُلک نه به يو داسې سړے راشى چې زما منصوبه به پوره کوى. څۀ چې ما وئيلى دى زۀ به هغه سر ته رسوم. او چې کومه منصوبه ما جوړه کړې وى هغه به سر ته رسوم.
12. اے ضدى خلقو، ما ته غوږ ونيسئ څوک چې د خلاصون نه ډېر لرې يئ.
13. ما خپل خلاصون نزدې راوړے دے، هغه لرې نۀ دے. زما خلاصون راتلو کښې به وخت نۀ لګى. زۀ به يروشلم بچ کړم او بنى اِسرائيلو ته به خپل شان او شوکت وښايم.“
About اشعیا Chapter 46
Read اشعیا Chapter 46 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اشعیا
Chapter: 46
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اشعیا Chapter 46 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اشعیا Chapter 46?
اشعیا Chapter 46 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 46 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اشعیا
- اشعیا Chapter 1
- اشعیا Chapter 25
- اشعیا Chapter 18
- اشعیا Chapter 66
- اشعیا Chapter 51
- اشعیا Chapter 29
- اشعیا Chapter 55
Explore More from زوړ عهد
- تثنیه Chapter 9
- قاضیان Chapter 18
- شمېر Chapter 5
- اول سموئیل Chapter 3
- زبور Chapter 22
- اول سموئیل Chapter 14
- ارمیا Chapter 6