Read دوهم تواریخ Chapter 22 Online
Read دوهم تواریخ Chapter 22 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم تواریخ 22
فصل 22
1. ځینو عربانو د یرغلګرو مشري وکړه او حمله یې وکړه او پرته له اخزیا چې کشر ؤ د یهورام ټول زامن یې ووژل. نو بیا د اورشلیم خلکو اخزیا د هغه د پلار څخه وروسته پاچا کړ.
2. -
3. اخزیا د دوه ویشت کالو په عمر ؤ چې پاچا شو او یو کال یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. اخزیا هم د اخاب د کورنۍ په لاره روان شو، ځکه چې د هغه مور عتلیا چې د اسراییلو د پاچا عمري لمسۍ وه، هغه ته داسې مشورې ورکولې او هغه یې بدو کارونو ته هڅاوه.
4. هغه داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې بد وو، ځکه چې د هغه د پلار د مړینې څخه وروسته د اخاب پاچا د کورنۍ نور غړي د هغه مشاوران شول او د هغه د رانسکورېدلو سبب شول.
5. اخزیا د هغوی مشوره ومنله او د اسراییلو د پاچا یورام سره لاړ چې د جلعاد په راموت کې په حزاییل پاچا او د سوریې په لښکرو باندې حمله وکړي. په دې جګړه کې د سوریې عسکرو یورام ټپي کړ،
6. نو هغه د یزرعیل ښار ته راستون شو چې زخمونه یې روغ شي. اخزیا د هغه د لیدلو دپاره هلته ورغی.
7. خدای دا لیدنه کتنه د اخزیا د نسکورېدو سبب وګرځوله. کله چې اخزیا ورسېده، هغه د یورام سره د ییهو د نمشي زوی د لیدلو دپاره ووت. (ییهو هماغه سړی ؤ چې څښتن د اخاب د شاهي کورنۍ له منځه وړلو دپاره غوره کړی ؤ.)
8. څنګه چې ییهو د خدای پرېکړه د اخاب په شاهي کورنۍ باندې عملي کوله، هغه د یوې ډلې سره مخامخ شو چې د یهودا مشران او د اخزیا ورېرونه په کې وو چې د اخزیا سره د هغه د خدمت دپاره تللي وو. ییهو هغه ټول ووژل.
9. وروسته بیا اخزیا ولټول شو او په سامره کې وموندل شو چېرته چې هغه پټ ؤ. هغه یې ییهو ته وروست او هغوی اخزیا وواژه. خو هغه یې د هغه د نیکه یعنې د یهوشافاط د درنښت په خاطر چې د زړه له کومي یې د څښتن خدمت کړی ؤ، ښخ کړ. په دې ډول د اخزیا د کورنۍ هېڅ غړی پاتې نه شو چې د یهودا پاچا شي.
10. څنګه چې عتلیا واورېدل چې د هغې زوی اخزیا پاچا وژل شوی دی، نو هغې پرېکړه وکړه چې د یهودا د شاهي کورنۍ ټول غړي دې ووژل شي.
11. اخزیا یوه ناسکه خور درلودله چې یهوشبع نومېدله، هغه د یهویاداع نومې یو کاهن ښځه وه. هغې په پټه د اخزیا یو زوی چې یوآش نومېده وژغوره. هغه یې په غلا د نورو شاهزادګانو له منځه چې قتل کېدلو ته نژدې وو، یووړ او د هغه د دایې سره یې د خدای د کور د خوب په یوه کوټه کې پټ کړ. په دې ډول د هغه د قتل څخه چې د عتلیا په لاس کېدونکی ؤ، مخنیوی وشو.
12. یوآش د هغوی سره د خدای په کور کې د شپږو کالو دپاره چې ملکې عتلیا په یهودا کې پاچاهي کوله، پټ پاتې شو.
About دوهم تواریخ Chapter 22
Read دوهم تواریخ Chapter 22 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم تواریخ
Chapter: 22
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم تواریخ Chapter 22 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم تواریخ Chapter 22?
دوهم تواریخ Chapter 22 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 22 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم تواریخ
- دوهم تواریخ Chapter 14
- دوهم تواریخ Chapter 2
- دوهم تواریخ Chapter 10
- دوهم تواریخ Chapter 9
- دوهم تواریخ Chapter 6
- دوهم تواریخ Chapter 19
- دوهم تواریخ Chapter 18
Explore More from زوړ عهد
- دوهم سموئیل Chapter 24
- حزقیال Chapter 44
- مرثیې Chapter 4
- عزرا Chapter 10
- زبور Chapter 69
- لاویان Chapter 2
- زبور Chapter 141