Read یوئیل Chapter 2 Online
Read یوئیل Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یوئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یوئیل and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
یوئیل 2
فصل 2
1. په صيون کښې بيګل وغږوئ، او زما په مقدس غرۀ د جنګ اعلان وکړئ. او د دې مُلک اوسېدونکى دې ټول د يرې نه ولړزيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ راتلونکى ده، بلکې نزدې ده.
2. دا د تورې تيارې او غم ورځ ده، د ګڼو وريځو او تورو تيارو يوه ورځ ده. لکه څنګه چې د سحر رڼا په غرونو راخوريږى داسې يو لوئ او طاقتور لښکر راروان دے، چې داسې به نۀ پخوا چا ليدلے وى او نۀ به په راتلونکى وخت کښې کله راشى.
3. د هغوئ نه وړاندې اور هر څۀ سوزوى، او د هغوئ شاته د اور لمبې روانې وى. د هغوئ په وړاندې مُلک لکه د باغِ عدن په شان ښکلے پروت دے. خو د هغوئ نه وروستو زمکه لکه د صحرا په شان شى او د هغوئ نه هيڅ شے بچ نۀ پاتې کيږى.
4. هغوئ په ليدلو کښې د آسونو په شان ښکارى، او هغوئ د جنګى آسونو په شان منډې وهى.
5. د جنګى ګاډو د شور په شان هغوئ د غرونو په څوکو په ټوپونو تېريږى، او داسې ټسار کوى لکه کله چې اور ګياه سوزوى او يا لکه چې طاقتور فوج جنګ ته روان وى.
6. د هغوئ په نظر کښې قومونه يره کښې دى، او د هر چا مخ د يرې نه زېړ دے.
7. هغوئ لکه د جنګيالو په شان حمله کوى، او د فوجيانو په شان په دېوالونو ورخېژى. هغوئ ټول په قطار کښې سيدها ځى، او د خپلې لارې نه اخوا ديخوا نۀ اوړى.
8. هغوئ يو بل له ديکې نۀ ورکوى، هر يو په خپله لاره نېغ ځى. او هغوئ د صفونو په صورت کښې د دشمن په مورچو ورننوځى.
9. هغوئ په ښار باندې حملې دپاره ورغر وهى، او په دېوالونو يې په منډه وراوړى. هغوئ کورونو ته وراوړى او په کړکيانو باندې لکه د غلو په شان ورننوځى.
10. هغوئ چې وړاندې ځى زمکه خوځيږى، آسمان لړزيږى، نمر او سپوږمۍ تيارۀ شى، او ستورى نور نۀ ځليږى.
11. مالِک خُدائ د خپل لښکر نه وړاندې لکه د تندر ګړزيږى. د هغۀ لښکر د شمېر نه بهر دے، او هغوئ طاقتور دى څوک چې د هغۀ حکم منى. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ عظيمه، او سخته يروونکى ده. څوک دا برداشت کولے شى؟
12. مالِک خُدائ فرمائى چې، ”اوس هم تاسو سره موقع شته چې خپل ټول زړۀ سره ما ته په روژه نيولو، په ژړا او ماتم کولو سره راوګرځئ.
13. د خپل خفګان دپاره خپلې جامې مۀ شلوئ خو د هغې په ځائ خپل زړونه وشلوئ.“ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځئ، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے، هغه زر نۀ غصه کيږى او د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکى ده، او هغه دا غواړى چې معافى وکړى او سزا ورنۀ کړى.
14. چا ته پته ده، کېدے شى چې هغه بدل شى او زړۀ يې نرم شى او د لعنت په ځائ برکت درکړى. او تاسو لکه د مخکښې په شان د غلې او د ميو نذرانې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کړے شئ.
15. په صيون کښې بيګل وغږوئ، د مقدسې روژې اعلان وکړئ، او خلق مقدسې اجتماع له راوغواړئ.
16. ټول خلق راغونډ کړئ، او غونډه مقدسه کړئ، مشران، ماشومان او واړۀ ماشومان راغونډ کړئ. ناوې او زلمے د خپلې خپلې کوټې نه راوغواړئ.
17. هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوى، هغوئ دې د خُدائ پاک د کور د ډيوډۍ او د قربانګاه په مينځ کښې ودريږى او ژړا دې وکړى. هغوئ دې داسې دُعا وغواړى، ”اے مالِکه خُدايه خپل خلق بچ کړه. خپل خاص ميراث مۀ د خندا کوه. هغوئ مۀ پرېږده چې بېايمانه غېر مُلکيان ورپورې ټوقې وکړى څوک چې دا وائى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغوئ پرېښودى دى څۀ؟“
18. نو بيا به مالِک خُدائ په خپل مُلک غېرت وکړى، او په خپلو خلقو باندې به مهربان شى.
19. مالِک خُدائ به هغوئ ته جواب ورکړى چې، ”ګورئ، زۀ تاسو له دومره غله دانه، نوى مے او د زيتُونو تېل درکوم چې ښۀ ډېر وى او پرې ماړۀ شئ، زۀ به بيا هيڅکله تاسو د نورو قومونو د خندا نۀ کړم.
20. زۀ به ستاسو نه د شمال ټول فوجيان لرې وشړم، او هغوئ به زۀ خوشى صحرا او وران مُلک ته وشړم. او د هغوئ وړومبۍ دستې به مشرقى سمندر ته او وروستۍ به يې مغربى سمندر ته وغورزوم. او د هغوئ سخا شوى لاشونو نه به بدبوئ خېژى او په هر طرف به خوريږى. يقيناً چې مالِک خُدائ غټ کارونه کړى دى.
21. اے زمکې، مۀ يرېږه، خوشحالى وکړه او خوشحاله اوسه، يقيناً چې مالِک خُدائ غټ کارونه کړى دى.
22. اے ځنګلى ځناورو، مۀ يرېږئ. ځکه چې د صحرا د څرن زمکه راشنه کيږى. ونې به دوباره د مېوو نه ډکې شى، بيا به د اينځرو او د انګورو بوټى ښۀ ډېر ډک شى.
23. اے د يروشلم خلقو خوشحالى وکړئ. په مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک کښې خوشحالى وکړئ. ځکه چې هغۀ په وفادارۍ سره په تاسو د خزان بارانونه وکړل. هغه په تاسو د مخکښې په شان د خزان او د سپرلى دواړو ډېر بارانونه راوروى.
24. درمندونه به بيا د غلې نه ډک شى، او چاټۍ به د نوؤ ميو او د زيتُونو د تېلو نه تر خولې خولې پورې ډکې شى.“
25. مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به تاسو ته د نقصان شوى فصل تاوان درکړم کوم چې د قحطۍ مُلخانو، غټو مُلخانو، وړو مُلخانو او نورو مُلخانو خوړلى وُو. دا زما لوئ لښکر وو چې ستاسو خلاف مې درلېږلے وو.
26. تاسو سره به د خوړلو دپاره هر څۀ ډېر تېر وى ترڅو چې تاسو ښۀ ماړۀ شئ، او تاسو به د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د نوم شُکر ګزارى وکړئ، چا چې ستاسو دپاره معجزې کړې دى. نو بيا به هيڅکله زما خلق ونۀ شرميږى.
27. نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې يم، او دا چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل څوک نشته. نو بيا به هيڅکله زما خلق ونۀ شرميږى.
28. د دې ټولو کارونو کولو نه وروستو به زۀ خپل روح په ټولو خلقو نازل کړم. ستاسو زامن او لوڼه به نبوت کوى، ستا مشران به خوبونه وينى، او ستاسو ځوانان به رويا ګانې وينى.
29. په دې ورځو کښې به زۀ هم په نوکرانو سړو او ښځو دواړو خپل روح نازل کړم.
30. زۀ به په آسمانونو او زمکه کښې حېرانونکى نښې يعنې وينه، اور او د لوګى برجۍ ښکاره کړم.
31. نمر به تور شى، او سپوږمۍ به لکه د وينو تکه سره شى مخکښې د دې نه چې د مالِک خُدائ د قيامت هغه لويه او هيبتناکه ورځ راورسيږى.
32. خو هر څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى. او څۀ به په يروشلم کښې د صيون د غرۀ نه وتښتى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، او هغوئ به په بچ شوو کسانو کښې وى څوک چې مالِک خُدائ راغوښتى وى.
About یوئیل Chapter 2
Read یوئیل Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یوئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: یوئیل
Chapter: 2
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یوئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading یوئیل Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is یوئیل Chapter 2?
یوئیل Chapter 2 is part of the Book of یوئیل in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete یوئیل Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9