Read متلونه Chapter 19 Online
Read متلونه Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
متلونه 19
فصل 19
1. هغه غریب چې خپل ژوند په صداقت تېرويله هغه چا نه ښه دی چې کم عقل او دروغجن وي.
2. له علم پرته د خپلو غوښتنو ښکاره کول ښه کار نه دیځکه څوک چې بیړه کوي خپله لار خطا کوي.
3. انسان په خپل جهالت ځان تباه کوياو بیا ګناه او ملامتیا په څښتن اچوي.
4. شتمن سړی ډېر دوستان پیدا کويخو غریبي له انسان نه خپل ورور هم جدا کوي.
5. دروغجن شاهد به بې سزا پاتې نه شياو څوک چې دروغ بادوي د سزا نه به خلاص نه شي.
6. ډېر خلک له مشرانو نه مرسته غواړياو د تحفې ورکوونکي سره هرڅوک دوستي کوي.
7. که د غریب سړي نه ټول خپلوان کرکه کوينو دوستان به څومره ترې ځان لېرې ساتياو حتی د خبرو کولو کوښښ یې هم ځای ته نه رسیږي.
8. څوک چې پوهه حاصلوي نو د خپل ځان سره مینه کويبریالی دی هغه څوک چې پوهې ته په درنه سترګه ګوري.
9. دروغجن شاهد به بې سزا پاتې نه شياو څوک چې دروغ بادوي هغه به تباه شي.
10. که د کم عقل سره د عیش او عشرت ژوند ښه نه ښکارينو په شهزادګانو به د غلام حکومت کول څومره نامناسبه وي.
11. هوښیاري انسان له غوسې نه لېرې ساتياو څوک چې د بل په ګناه پرده اچوي سرلوړې به شي.
12. د پاچا قهر د غړمبېدونکي زمري په څېر دیخو رحم یې د پرخې په شان په شنو واښو وریږي.
13. کم عقل زوی د خپل پلار دپاره لوی مصیبت دیاو د جګړه مارې ښځې جنګ د تل څڅېدونکي چت په څېر دی.
14. کور او مال د مور او پلار نه په میراث پاتې کیږيخو هوښیاره ښځه د څښتن له خوا ښه تحفه ده.
15. لټي په انسان دروند خوب راولياو ناراسته انسان وږی پاتې کیږي.
16. څوک چې د څښتن په حکمونو عمل کوي نو خپل ځان ساتيڅوک چې د هغه لارو ته په سپکه سترګه ګوري نو مړ به شي.
17. څوک چې په غریب رحم کوي لکه څښتن ته چې پور ورکوياو څښتن به ورته د دې اجر ورکوي.
18. په پوره امید خپل زوی ته نصیحت کوههسې نه چې په اخر کې یې ژوند تباه شي.
19. پرېږده چې غوسه ناک انسان د خپل قهر نتیجه وګوري.که یوځل یې د سزا نه وژغورې نو بیا به یې تل ژغورې.
20. لارښوونه قبوله کړه او نصیحت واورهنو په اخر کې به د حکمت خاوند شې.
21. د انسان په زړه کې ډېرې نقشې ويخو هغه څه کیږي چې د څښتن خوښه وي.
22. مینه او وفا د انسان ښکلا دهاو یو غریب انسان د دروغجن نه غوره دی.
23. له څښتن څخه وېره انسان ته ژوند وربخښياو په مړه ګېډه شپه تېروياو د هرې بلا نه یې خوندي ساتي.
24. لټ انسان کاسې ته لاس غزولی شيخو خپله مړۍ خولې ته وړلی نه شي.
25. ملنډې وهونکي ته په لښته سزا ورکړهچې د ساده سړي د عبرت سبب شياو که د عقل خاوند اصلاح کړېهغه به نور هم علم حاصل کړي.
26. څوک چې په پلار لاس اوچتوي او مور له کوره شړينو داسې زوی شرم او رسوایي راوړي.
27. نو ای زما زویه! که ته نصیحت ته غوږ ونه نیسېنو د علم د خبرو نه به بې لارې شې.
28. بدکاره شاهد په انصاف پورې خندا کوياو بدکاران د شرارت نه خوند اخلي.
29. د ملنډو وهونکو دپاره سزا دهاو د کم عقلانو د ملا دپاره لښته ده.
About متلونه Chapter 19
Read متلونه Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: متلونه
Chapter: 19
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading متلونه Chapter 19 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is متلونه Chapter 19?
متلونه Chapter 19 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete متلونه Chapter 19 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 21
- لاویان Chapter 8
Explore More from متلونه
- متلونه Chapter 30
- متلونه Chapter 10
- متلونه Chapter 16
- متلونه Chapter 25
- متلونه Chapter 22
- متلونه Chapter 21
- متلونه Chapter 27