اشعیا Chapter 36

For English

Read اشعیا Chapter 36 Online

Read اشعیا Chapter 36 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

اشعیا 36

فصل 36

1. د حزقياه بادشاه د بادشاهۍ په څوارلسم کال، د اسور بادشاه سينحرب، د يهوداه د پَخو دېوالونو په ښارونو باندې حمله وکړه او قبضه يې کړل.

2. بيا د اسور بادشاه خپل مشر آفسر ته حُکم وکړو چې حزقياه بادشاه ته د يو لوئ لښکر سره د لکيس نه يروشلم ته لاړ شى. نو آفسر په هغه سړک ودرېدو چرته به چې دهوبيانو جامې وينځلې، دا د هغه وَلې سره نزدې وو چې په دې کښې د بره ډنډ نه اوبۀ راتلې.

3. نو د يهوداه درې کسان د هغۀ سره مِلاوېدو له راغلل يعنې، د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، چا چې د هغه زمانې تاريخ ليکلو.

4. د اسور آفسر هغوئ ته ووئيل چې، ”حزقياه ته ووايه چې، لوئ بادشاه د اسور بادشاه وائى چې تۀ په څۀ باندې دومره زړَور يې؟

5. ستا خيال دا دے څۀ چې تشې خبرې د فوجى طريقه کار او طاقت ځائ نيولے شى؟ د اسوريانو خِلاف په بغاوت کښې به څوک ستا په خيال ستا مدد وکړى؟

6. تۀ د مِصر نه طمع کوې؟ دا به داسې وى لکه چې د لوخې د پاڼې نه امسا جوړه کړې او چې کله په دې باندې زور واچوې نو دا به ستا لاس غوڅ او زخمى کړى. کله چې څوک د مِصر په بادشاه فِرعون بهروسه وکړى نو هغه هم دغه شان دے.

7. شايد چې تاسو ووايئ، مونږ په مالِک خُدائ په خپل خُدائ پاک باندې بهروسه لرو. خو دا څنګه کېدے شى؟ ولې چې حزقياه خو د مالِک خُدائ علاقائى عبادتخانې او قربان‌ګاه ختمې کړې، کله چې هغۀ د يهوداه او يروشلم خلقو ته ووئيل چې صِرف د يروشلم قربان‌ګاه وړاندې عبادت کوئ.

8. نو اوس راشئ او زمونږ د مالِک د اسور بادشاه سره يوه سودا وکړئ، زۀ به تاسو له دوه زره آسونه درکړم خو کۀ تاسو د دې دپاره دومره سړى پېدا کړل چې په دې باندې سورلى وکړى.

9. تۀ زما د مالِک د اسور د بادشاه د يو وړوکى آفسر مقابله هم نۀ شې کولے نو بيا د مِصر په جنګى ګاډۍ او آسونو باندې د سوَرو کسانو فائده څۀ؟

10. ستا خيال دا دے څۀ چې ما د مالِک خُدائ د مدد نه بغېر ستا په مُلک حمله کړې ده او ستا مُلک مې تباه کړے دے؟ ما ته مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې په دې باندې حمله وکړه او تباه يې کړه.“

11. نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ هغه آفسر ته ووئيل، ”صاحبه، تۀ زمونږ سره په آرامى ژبه کښې خبرې کوه ځکه چې مونږ په دې ښۀ پوهيږو. مونږ سره په عبرانۍ کښې خبرې مۀ کوه، ځکه چې په دېوال باندې ټول خلق دا اورى.“

12. هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، ”ستاسو خيال دا دے څۀ چې زما بادشاه دا پېغام صرف تاسو او ستاسو بادشاه له رالېږلے دے څۀ؟ نه، زۀ هغه خلقو ته هم وايم کوم چې په دېوال ناست دى. ستاسو په شان به هغوئ هم خپل غُل وخورى او خپلې متيازې به وڅښى.“

13. بيا هغه آفسر ودرېدو او په عبرانۍ کښې يې آواز وکړو، ”د اسور بادشاه پېغام په کولاو غوږونو واورئ.

14. هغه تاسو له خبردارے درکوى چې حزقياه مۀ پرېږدئ چې دوکه درکړى. حزقياه تاسو نۀ شى بچ کولے.

15. او هغه دې تاسو په دې دوکه نۀ کړى چې په مالِک خُدائ يقين وکړئ. دا خيال مۀ کوئ چې مالِک خُدائ به ضرور تاسو بچ کړى او چې هغه به زمونږ اسورى لښکر ستاسو د ښار قبضه کولو نه ايسار کړى.

16. حزقياه ته غوږ مۀ نيسئ. د اسور بادشاه تاسو له حُکم درکوى چې ما سره صُلح وکړئ د ښار نه راوځئ او ما له راشئ. نو بيا به په تاسو کښې هر يو کس خپلو د انګورو باغونو نه انګور خورئ او د خپلو اينځرانو د ونو نه به اينځر خورئ او د خپلو کُوهو نه به اوبۀ څښئ.

17. بيا به زۀ راشم او تاسو به يو داسې مُلک ته بوځم لکه چې ستاسو د مُلک په شان به وى، هلته به غله، مے، روټۍ او د انګورو باغونه وى.

18. حزقياه دې درنه کم عقل جوړ نۀ کړى چې دا خيال مو راولى چې مالِک خُدائ به تاسو بچ کړى. د نورو قومونو خُدايانو د هغوئ مُلکونه د اسور بادشاه نه بچ کړى دى څۀ؟

19. د حمات او ارفاد خُدايان اوس چرته دى؟ د سفروائم خُدايان چرته دى؟ ولې کوم معبود سامريه زما نه بچ کړے شو څۀ؟

20. د هر مُلک خُدايانو کله هم خپل مُلک زمونږ د سلطان نه بچ کړے دے څۀ؟ نو بيا تاسو دا سوچ په څۀ باندې کوئ چې مالِک خُدائ به يروشلم زما نه بچ کړى؟“

21. خو خلق خاموش وُو او يوه خبره يې هم نۀ کوله ځکه چې حزقياه حُکم ورکړے وو چې، ”هغۀ له جواب مۀ ورکوئ.“

22. نو د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، کوم چې د تاريخ ليکونکو مشر وو د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او حزقياه له واپس لاړل. او چې د اسور آفسر هغوئ ته څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل.

About اشعیا Chapter 36

Read اشعیا Chapter 36 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 36
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 36 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 36?

اشعیا Chapter 36 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 36 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 66
  4. اشعیا Chapter 54
  5. اشعیا Chapter 18
  6. اشعیا Chapter 33
  7. اشعیا Chapter 51

Explore More from زوړ عهد

  1. اشعیا Chapter 27
  2. لاویان Chapter 2
  3. هوشع Chapter 5
  4. زبور Chapter 103
  5. زکریا Chapter 12
  6. زبور Chapter 118
  7. اشعیا Chapter 30

Related Chapters & Readings

  1. حزقیال Chapter 27
  2. اول قرنتیانو ته Chapter 15
  3. اشعیا Chapter 19
  4. زبور Chapter 94
  5. دوهم سموئیل Chapter 21
  6. پیدایښت Chapter 10
  7. مرثیې Chapter 5
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *