عزرا Chapter 5

For English

Read عزرا Chapter 5 Online

Read عزرا Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عزرا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عزرا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

عزرا 5

فصل 5

1. په هغه وخت کې دوه نبیانو یعنې حجي او د عیدو زوی زکریا د اسراییلو د هغه خدای پیغام چې د ټولو نه اوچت دی، هغو یهودیانو ته ورساوه چې په یهودا او اورشلیم کې اوسېدل.

2. کله چې د شالتي ییل زوی زروڅپرکیل او د یوصاداق زوی یشوع د هغوی پیغام واورېد، په اورشلیم کې یې د خدای د کور په بیا ودانولو پیل وکړ او دواړو نبیانو د هغوی سره مرسته وکړه.

3. تتنای د فرات د سیند د لوېدیځې خوا د ولایت والي، شتار بوزنای او د هغوی ملګري مامورین پرته له ځنډه اورشلیم ته راغلل او پوښتنه یې وکړه: «تاسو ته چا امر کړی دی چې دا کور جوړ کړئ او سرته یې ورسوئ؟»

4. همدارنګه یې د هغوی نه پوښتنه وکړه: «د هغو سړیو نومونه راکړئ چې د خدای د کور په جوړولو کې مرسته کوي.»

5. خو خدای د یهودیانو مشران د خپل نظر لاندې ساتل. نو والي او د هغه ډلې پرېکړه وکړه تر هغې چې هغوی داریوش ته رپوټ نه وي ورکړی او ځواب یې نه وي تر لاسه کړی، خلک به نه مجبوروي چې کار ودروي.

6. دا هغه لیک دی چې د فرات د سیند د لوېدیځ ولایت والي، شتار بوزنای او د هغوی همکارانو داریوش پاچا ته لېږلی ؤ:

7. «ژوندی دې وي داریوش پاچا!

8. د پاچا حضور ته دې دا راپور وړاندې شي چې مونږ د یهودا ولایت ته چې د لوی خدای کور په کې دی، لاړو. مونږ ولیدل چې هغه کور د لویو تیږو څخه جوړیږي او د هغه په دېوالونو باندې د لرګیو تیران ایښودل کیږي. دا کار په ډېر غور سره کیږي او د ودانولو کار په ښه ډول په مخ ځي.

9. بیا مونږ د قوم د مشرانو نه پوښتنه وکړه: ‹تاسو ته چا امر کړی دی چې دا کور جوړ کړئ او سرته یې ورسوئ؟›

10. همدارنګه مونږ د هغوی د نومونو پوښتنه وکړه ترڅو وکولای شو د هغو کسانو نومونه ولیکو او تاسو خبر کړو چې هغوی د دوی مشران دي.

11. هغوی ځواب راکړ: ‹مونږ د ځمکې او اسمان د خدای خدمتګاران یو او د هغه هغه کور بېرته جوړوو چې ډېر کلونه مخکې د اسراییلو د لوی پاچا له خوا جوړ شوی او د هغه د جوړولو کار سرته رسېدلی ؤ.

12. خو په دې سبب چې زمونږ نیکونو د اسمانونو خدای په قهر کړی ؤ، نو خدای هغوی د څپرکیل پاچا کلداني نبوکدنصر ته تسلیم کړل او هغه دا کور وران کړ او خلک یې د اسیرانو په توګه د څپرکیل هېواد ته بوتلل.

13. خو د څپرکیل پاچا کوروش د خپلې پاچاهۍ په لومړي کال یو فرمان ورکړ چې د خدای دا کور دې بیرته جوړ شي.

14. د سرو او سپینو زرو هغه لوښي چې نبوکدنصر د اورشلیم د عبادت د ځای نه وړي وو او هغه یې د څپرکیل د عبادت په ځای کې ایښي وو، کوروش پاچا هغه د هغه ځای نه راوویستل او یو سړي ته یې چې شیشبصر نومېده او کوروش هغه د یهودا د والي په توګه ټاکلی ؤ، وسپارل.

15. پاچا هغه ته وویل: ”دا لوښي واخله، لاړ شه او په اورشلیم کې یې د خدای په کور کې کېږده. د خدای کور په هماغه پخواني ځای کې بېرته ودان کړه.“

16. نو شیشبصر راغی او د خدای د کور بنیاد یې کېښود. له هماغه وخت نه تر اوسه پورې د هغه د جوړولو کار روان دی او تر اوسه لا پای ته نه دی رسېدلی.›

17. نو که ستاسو د اعلیحضرت خوښه وي، پرېږدئ چې د څپرکیل شاهي سندونه ولټول شي، ترڅو دا معلوم شي چې کوروش پاچا په رښتیا دا امر کړی ؤ یا نه، چې په اورشلیم کې دې د خدای دا کور بېرته ودان شي. بیا مونږ خبر کړئ چې په دې هکله ستاسو پرېکړه څه ده.»

About عزرا Chapter 5

Read عزرا Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عزرا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: عزرا
Chapter: 5
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عزرا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading عزرا Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is عزرا Chapter 5?

عزرا Chapter 5 is part of the Book of عزرا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete عزرا Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from عزرا

  1. عزرا Chapter 6
  2. عزرا Chapter 3
  3. عزرا Chapter 8
  4. عزرا Chapter 1
  5. عِزرا Chapter 4
  6. عِزرا Chapter 1
  7. عِزرا Chapter 2

Related Chapters & Readings

  1. طیطوس Chapter 3
  2. زبور Chapter 1
  3. دوهم پادشاهان Chapter 16
  4. لوقا Chapter 22
  5. خروج Chapter 7
  6. دوهم سموئیل Chapter 3
  7. یشوع Chapter 11
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *