Read اشعیا Chapter 62 Online
Read اشعیا Chapter 62 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اشعیا 62
فصل 62
1. د صيون د خاطره به زۀ غلے نۀ کښېنم، د يروشلم د خاطره به زۀ تر هغې پورې آرام نۀ کوم چې د هغې صداقت د سحر د رڼا په شان ونۀ ځليږى او د هغې خلاصون د مشعل په شان ونۀ ځليږى.
2. قومونه به ستا صداقت ووينى، او ټول بادشاهان به ستا شان او شوکت وګورى. او تا ته به يو نوے نوم درکړے شى، يو داسې نوم چې مالِک خُدائ به په خپله خولۀ درباندې اېښے وى.
3. نو تۀ به د مالِک خُدائ په لاس کښې د شاندار تاج په شان يې او د خپل خُدائ پاک په لاس کښې به د شاهى پټکى په شان يې.
4. تا ته به بيا هيڅکله ”پرېښودلے شوے ښار“ نوم نۀ شى اخستلے، او نۀ به ستا زمکې ته ”خوشے مُلک“ نوم اخستلے شى. ستا نوے نوم به ”د خُدائ پاک د خوشحالۍ ښار“ او ”د خُدائ پاک ناوې“ وى، ځکه چې مالِک خُدائ ستا نه خوشحال دے او ستا نه به خپله ناوې جوړه کړى.
5. لکه څنګه چې يو زلمے يوې پېغلې سره وادۀ کوى، نو داسې به ستا زامن تا سره لوظ وکړى. لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د خپلې ناوې سره خوشحاله وى، نو داسې خُدائ پاک به ستا نه خوشحاله وى.
6. اے يروشلمه، ستا په دېوالونو ما څوکيداران ودرولى دى، هغوئ به شپه او ورځ مسلسل دُعا کوى. تاسو چې څوک مالِک خُدائ ته دُعا کوئ هيڅ آرام مۀ کوئ.
7. او مۀ مالِک خُدائ آرام ته پرېږدئ ترڅو چې هغۀ يروشلم قائم کړى نۀ وى او د دُنيا دپاره يې د فخر باعث جوړ کړى نۀ وى.
8. مالِک خُدائ په خپل ښى لاس او زورَور مټ باندې قسم خوړلے دے او لوظ يې کړے دے چې، ”زۀ به بيا ستا غله ستا په دشمنانو نۀ خوروم، او نۀ به محنت سره جوړ شوى ستا مے د پردى مُلک خلقو باندې څښوم.
9. خو چا چې دا غله رېبلې وى نو هغوئ به دا خورى او د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوى. او چا چې دا انګور راټول کړى وى نو هغوئ به په خپله د دې شراب د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې وڅښى.“
10. بهر لاړ شئ، د ښار دروازو نه بهر لاړ شئ. او چې کوم خلق واپس راځى نو د هغوئ دپاره يو سړک جوړ کړئ. يو لوئ سړک تيار کړئ، د دې نه کاڼى لرې کړئ. يوه جنډا ولګوئ چې قومونو ته پته لګى.
11. ګورئ، مالِک خُدائ ټولې دُنيا ته دا اعلان کوى، ”د صيون لور ته ووايئ چې ګورئ، ستاسو خلاصون راتلونکے دے. ګورئ، د هغۀ اجر د هغۀ سره دے، او د هغۀ انعام د هغۀ نه مخکښې مخکښې روان دے.“
12. هغوئ ته به ”مقدس خلق“ او ”د مالِک خُدائ بچ کړے شوى خلق“ نوم اخستلے شى. او يروشلم ته به ”غوره کړے شوے ښار،“ ”هغه ښار چې پرېښودے شوے نۀ وى“ نوم اخستلے شى.
About اشعیا Chapter 62
Read اشعیا Chapter 62 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اشعیا
Chapter: 62
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اشعیا Chapter 62 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اشعیا Chapter 62?
اشعیا Chapter 62 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 62 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اشعیا
- اشعیا Chapter 1
- اشعیا Chapter 25
- اشعیا Chapter 66
- اشعیا Chapter 54
- اشعیا Chapter 18
- اشعیا Chapter 51
- اشعیا Chapter 33
Explore More from زوړ عهد
- اشعیا Chapter 6
- حزقیال Chapter 6
- زبور Chapter 41
- متلونه Chapter 9
- زبور Chapter 132
- عزرا Chapter 7
- خروج Chapter 3