Read اشعیا Chapter 29 Online
Read اشعیا Chapter 29 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اشعیا 29
فصل 29
1. اے ارىايل، ارىايل، په تا باندې افسوس. په هغه ښار باندې افسوس کوم کښې چې داؤد خېمې لګولې وې. اوس کال په کال خپل اخترونه کوئ.
2. خو بيا به زۀ په هغه ښار باندې يو افت راولم، هلته به ژړا او ماتم وى. او ټول يروشلم به داسې شى لکه څنګه چې د هغې د ارىايل نوم معنىٰ ده ”يوه داسې قربانګاه چې په وينو لت پت وى.“
3. ولې چې زۀ به تا د هر طرف نه راګېر کړم او ستا د محاصرې به پوره بندوبست وکړم.
4. بيا به تۀ د زمکې لاندې نه خبرې کوې، د خاورو نه به ستا غلے آواز راوځى. څنګه چې د يو مړى روح د قبر نه د خبرو کولو کوشش کوى، دغه شان به ستا آواز غلے شان راځى.
5. نو سمدستى به ستا دشمنان لکه د دوړې په شان والوځى، په تا باندې حمله کوونکى به داسې وشړلے شى لکه هوا چې بوس زغلى. ولې چې اچانک په يوه لحظه کښې به
6. مالِک خُدائ ربُ الافواج به ستا د بچ کولو دپاره د لوئ تندر، زلزلې، لوئ شور، تېزې سيلۍ، طوفان او سوزونکى اور سره راځى.
7. نو بيا د هغه ټولو قومونو لښکرې کوم چې د خُدائ پاک د ارىايل په ښار باندې حمله کوى، د هغوئ ټوله وسله او ساز و سامان به د يو خوب ليدو په شان فنا شى، داسې به فنا شى لکه چې دا د شپې يو خيال وى.
8. هغه ټول قومونه چې په يروشلم باندې د حملې کولو دپاره راجمع شوى دى د هغوئ مثال به د يو اوږى کس په شان وى چې خوب وينى چې هغه خوراک کوى خو چې راپاڅى نو پته ورته ولګى چې هغه هم هغسې اوږے دے، يا د هغه تږى کس په شان وى چې په خوب کښې ګورى چې اوبۀ څښى خو چې راپاڅى نو پته ورته ولګى چې هغه هم هغه شان د تندې د لاسه بېدمه دے.
9. حېران شئ او اريان دريان شئ. ځان نه ړاندۀ جوړ کړئ او ړاندۀ شئ. نشه شئ خو په ميو نه، زنګېږئ خو په شرابو نه.
10. نو ځکه مالِک خُدائ تاسو خوبَولى کړى يئ او په دروند خوب باندې په اودۀ کېدو بدل يئ. هغۀ د پېغمبرانو او د رويا ليدونکو سترګې بندې کړې دى.
11. د هرې پېغمبرۍ د وحى مطلب به ستاسو نه پټ وى، دا به د يو بند کِتاب په شان وى. کۀ تاسو دا يو داسې کس له يوسئ چې هغه يې لوستلے شى او هغۀ ته ووايئ چې دا ولولى، نو هغه به وائى چې زۀ دا نۀ شم لوستلے ځکه چې دا پوخ بند دے.
12. کۀ تاسو دا يو بېتعليمه کس له ورکړئ چې وې لولى، نو هغه به جواب درکړى چې زۀ بېتعليمه يم.
13. مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى. او دوئ بېفائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.
14. نو په دې وجه به په راتلونکى وخت کښې يو ځل بيا زما سلوک د دې قوم سره ډېر عجيبه او د حېرانتيا وى. بيا به د هغوئ د هوښيارانو هوښيارتيا ختمه شى او د هغوئ د پوهانو پوهه به غېبه شى.“
15. څوک چې د مالِک خُدائ نه د خپلو منصوبو د پټولو کوشش کوى نو په هغوئ افسوس. هغوئ په پټه باندې منصوبې جوړوى او خيال يې دا وى چې، ”څوک به مونږ وينى او څوک به مونږ وپېژنى؟“
16. هغوئ هر يو څيز ګډ وډ کوى. د کُلال اهميت زيات دے کۀ د خټې؟ يو کس چې څۀ څيز جوړ کړى نو هغه څيز خپل جوړېدونکى ته داسې وائى څۀ، ”تا زۀ نۀ يم جوړ کړے،“ او يا دا چې، ”تۀ په هيڅ هم نۀ پوهېږې؟“
17. لږ وخت پس به د لبنان ځنګل نه پټى جوړ شى او پټى به په ځنګل بدل شى.
18. کله چې هغه وخت راشى، نو کاڼۀ به د کِتاب تلاوت اورى او ړاندۀ به د تورتم او تيارۀ نه رابهر شى او وينى به.
19. عاجزان به بيا د مالِک خُدائ ورکړے شوې خوشحالۍ نه په جامو کښې نۀ ځائيږى، او غريبانان به د بنى اِسرائيل د مقدس ذات خوشحالى کوى.
20. ظالمان به باقى پاتې نۀ شى، مغروره به ختم شى او څوک چې د بدو منصوبه جوړوى هغوئ به قتل کړے شى.
21. خُدائ پاک به هغه خلق تباه کړى چې څوک د دروغو ګواهى کوى، هغه خلق چې قاضيان د غلطو فېصلو کولو دپاره دوکه کوى، هغه خلق چې څوک دروغ وائى د دې دپاره چې بېګناه خلقو ته اِنصاف مِلاو نۀ شى.
22. نو ځکه مالِک خُدائ د يعقوب د اولاد خُدائ پاک، چا چې اِبراهيم د مصيبت نه خلاص کړو، داسې فرمائى، ”زما د خلقو به نوره بېعزتى نۀ کيږى او د هغوئ رنګونه به د شرم په وجه نور زېړ نۀ وى.
23. کله چې تاسو هغه بچى ووينئ چې زۀ تاسو له درکوم، نو تاسو ته به بيا پته ولګى چې زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم. تاسو به زما درناوى کوئ او د يعقوب د خُدائ پاک رُعب به منئ.
24. بدعمله خلق به پوهه حاصله کړى او هغه خلق چې کوم هر وخت فريادونه کوى نو هغوئ به اصُول ومنى.“
About اشعیا Chapter 29
Read اشعیا Chapter 29 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اشعیا
Chapter: 29
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اشعیا Chapter 29 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اشعیا Chapter 29?
اشعیا Chapter 29 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 29 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اشعیا
- اشعیا Chapter 1
- اشعیا Chapter 25
- اشعیا Chapter 66
- اشعیا Chapter 54
- اشعیا Chapter 18
- اشعیا Chapter 33
- اشعیا Chapter 51
Explore More from زوړ عهد
- اشعیا Chapter 31
- نحمیا Chapter 10
- خروج Chapter 17
- اشعیا Chapter 5
- مرثیې Chapter 4
- صفنیا Chapter 3
- زبور Chapter 149