Read اول پادشاهان Chapter 19 Online
Read اول پادشاهان Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول پادشاهان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول پادشاهان 19
فصل 19
1. نو بیا اخاب خپلې ښځې ایزابل ته دا ټولې خبرې وکړې چې ایلیا څه کړي وو او څنګه یې د بعل نبیان ووژل.
2. هغې ایلیا ته یو استازی واستاوه چې هغه ته داسې ووایي: <زما خدایان دې ما ووژني که سبا تر دې وخته پورې ستا سره هماغسې کار ونه کړم لکه څنګه چې تا د هغو نبیانو سره کړی دی.>
3. ایلیا ووېرېده او د خپل ژوند د ژغورلو په خاطر وتښتېد. کله چې هغه بئرشبع ته چې په یهودا کې ده راغی، خپل نوکر یې هلته پرېښود.
4. هغه په خپله یوه ورځ په دښته کې سفر وکړ. د جارو بوټي ته ورسېده، د هغه لاندې کښېناست او دعا یې وکړه چې مړ شي. هغه وویل: <ای څښتنه، نور بس دی! زما ژوند واخله، زه د خپلو نیکونو څخه بهتر نه یم.>
5. وروسته بیا هغه د بوټي لاندې پرېوت او ویده شو.ناڅاپه یوې فرښتې هغه لمس کړ او ورته ویې ویل: <پاڅېږه او وخوره.>
6. هغه شاوخوا ته وکتل او ویې لیدل چې سرته یې یوه ډوډۍ چې په تودو سکرو باندې پخه شوې وه او د اوبو منګی ایښی ؤ. هغه ډوډۍ وخوړله او اوبه یې وڅښلې او بېرته څملاست.
7. د څښتن فرښته د دوهم ځل دپاره راغله، هغه یې لمس کړ او ورته ویې ویل: <پاڅېږه او وخوره، ځکه چې ډېر اوږد سفر دې مخې ته پروت دی.>
8. نو هغه پاڅېد، ډوډۍ یې وخوړله او اوبه یې وڅښلې. د هغو خواړو په وسیله هغه قوت وموند او څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې یې سفر وکړ ترڅو سینا یعنې د خدای غره ته ورسېد.
9. هلته یوې څمڅې ته ورننوت او شپه یې په کې تېره کړه.ناڅاپه څښتن د ایلیا سره خبرې وکړې: <ای ایلیا، دلته څه کوې؟>
10. هغه ځواب ورکړ: <مطلق قادر څښتنه خدایه، ما یوازې ستا خدمت کړی دی او هغه هم تل په شوق سره. مګر اسراییلیانو تا سره خپل لوظ مات کړی دی، ستا د قربانۍ ځایونه یې وران کړي دي او ستا نبیان یې وژلي دي. یوازې زه پاتې یم او اوس هغوی هڅه کوي چې ما هم ووژني.>
11. څښتن هغه ته وویل: <بیرون ووځه او زما په حضور کې په غره باندې ودرېږه.>څښتن په هغه ځای باندې تېر شو او یو سخت او قوي باد راوالوت چې غونډۍ یې سره جلا کړې او تیږې یې میده میده کړې، مګر څښتن خپله په هغه باد کې نه ؤ. باد ودرېد او وروسته بیا زلزله وشوه، مګر څښتن په خپله په زلزله کې نه ؤ.
12. د زلزلې څخه وروسته اور راغی، مګر څښتن خپله په اور کې نه ؤ. له اور څخه وروسته یو نرم اواز راغی.
13. کله چې ایلیا دا اواز واورېد، خپل مخ یې په چپنه باندې پټ کړ، بیرون ووت او د څمڅې په خوله کې ودرېد.په اواز کې ورته وویل شول: <ای ایلیا، دلته څه کوې؟>
14. هغه ځواب ورکړ: <مطلق قادر څښتنه خدایه، ما یوازې ستا خدمت کړی دی او هغه هم تل په شوق سره. مګر اسراییلیانو تا سره خپل لوظ مات کړی دی، ستا د قربانۍ ځایونه یې وران کړي دي او ستا نبیان یې وژلي دي. یوازې زه پاتې یم او اوس هغوی هڅه کوي چې ما هم ووژني.>
15. څښتن هغه ته وویل: <په کومه لاره چې راغلی یې بېرته په هماغې لارې د دمشق دښتې ته لاړ شه. بیا ښار ته ننوزه او د حزائیل سر په تېلو غوړ کړه چې هغه د سوریې پادشاه شي.
16. همدارنګه د نمشي زوی ییهو د اسراییلو د پادشاه په توګه وټاکه او د شافاط زوی الیشع چې د آبل محوله څخه دی هم وټاکه چې ستا په ځای نبي شي.
17. هرڅوک چې د حزائیل له لاسه د وژل کېدو څخه وژغورل شي هغه به د ییهو په لاس ووژل شي او هرڅوک چې د ییهو څخه وتښتي د الیشع په لاس به ووژل شي.
18. خو بیا به هم زه اووه زره نفره په اسراییلو کې ژوندي پرېږدم – یعنې هغه ټول چې ماته وفادار دي، بعل ته یې سجده نه ده کړې او نه یې د هغه بت ښکل کړی دی.>
19. ایلیا لاړ او الیشع یې وموند چې په یوه جوړه غوایانو باندې یې قلبه کوله. یوولس جوړه غوایان د هغه څخه مخکې وو او په دولسمې جوړې باندې هغه خپله قلبه کوله. ایلیا خپله چپنه وایستله او الیشع ته یې ورواغوستله.
20. الیشع خپل غوایان پرېښودل، د ایلیا پسې یې منډه کړه او ورته ویې ویل: <پرېږده چې خپل مور او پلار ښکل کړم او د هغوی سره خدای پاماني وکړم او بیا به درسره لاړ شم.>ایلیا ځواب ورکړ: <لاړ شه، زه ستا مخه نه نیسم.>
21. نو الیشع هغه پرېښود، خپل غوایان یې واخیستل او هغه یې حلال کړل. هغه د قلبې سامان وسوزاوه او غوښه یې ورباندې پخه کړه. هغه یې خلکو ته ورکړه او هغوی وخوړله. وروسته بیا هغه د ایلیا پسې روان شو او د هغه خدمتګار شو.
About اول پادشاهان Chapter 19
Read اول پادشاهان Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول پادشاهان
Chapter: 19
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول پادشاهان Chapter 19 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول پادشاهان Chapter 19?
اول پادشاهان Chapter 19 is part of the Book of اول پادشاهان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول پادشاهان Chapter 19 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول پادشاهان
- اول پادشاهان Chapter 5
- اول پادشاهان Chapter 21
- اول پادشاهان Chapter 18
- اول پادشاهان Chapter 14
- اول پادشاهان Chapter 7
- اول پادشاهان Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 2
Explore More from زوړ عهد
- خروج Chapter 35
- ارمیا Chapter 48
- یوئیل Chapter 3
- خروج Chapter 16
- ایوب Chapter 41
- استر Chapter 8
- پیدایښت Chapter 16