اشعیا Chapter 59

For English

Read اشعیا Chapter 59 Online

Read اشعیا Chapter 59 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 59

فصل 59

1. واورئ، د مالِک خُدائ لاس دومره وړوکے نۀ دے چې هغه تاسو بچ کولے نۀ شى او نۀ يې غوږ کُوڼ دے چې ستاسو آواز نۀ اورى.

2. خو ستاسو ګناه د خُدائ پاک او ستاسو تر مينځه دېوال جوړ شوے دے. ستاسو ګناهونو د هغۀ مخ ستاسو نه پټ کړے دے، نو په دې وجه هغه ستاسو نۀ اورى.

3. ځکه چې ستاسو لاسونه خونى، او ستاسو ګوتې په ګناه ککړې دى. ستا شونډې دروغژنې دى او خولۀ دې د بدعملۍ پس پس کوى.

4. په عدالت کښې څوک هم د اِنصاف مقدمه نۀ چلوى، څوک هم د رښتيا دليلونه نۀ پېش کوى. خلق حقيقت نه خالى خبرو باندې اعتبار کوى او دروغ وائى، هغوئ د بدعملۍ نه اُميدواره شى او بيا ترېنه ګناه پېدا شى.

5. ‏-

6. هغوئ د زهرژنو مارانو په هګو کښېنى چې بچى ترې راوځى. څوک چې د هغوئ هګۍ وخورى نو مړۀ شى او چې ماتې شى نو زهرژن مار ترېنه راوځى. دا خلق د جولا جال جوړوى او داسې کپړه ترې جوړوى چې هيڅ د کار نۀ وى. هغه کپړه چې هغوئ جوړه کړه خپل ځان پرې پټولے نۀ شى. د هغوئ عملونه هم د ګناه دى، او ظلم زياتے د هغوئ کار دے.

7. بدعملۍ له هغوئ په منډه ځى، او د بې‌ګناه وينې تويولو دپاره تېزى کوى. د هغوئ خيالونه د ګناه دى، او هر چرته چې ځى نو تباهى او بربادى کوى.

8. نه هغوئ د امن لار پېژنى او نه د هغوئ په لارو کښې اِنصاف شته. هغوئ خپلې لارې کږې وږې جوړې کړې دى، نو هر څوک چې په دې لار ځى هغه امن نۀ پېژنى.

9. نو ځکه اِنصاف زمونږ نه لرې دے او صداقت مونږ ته رارسى نه. مونږ د رڼا په انتظار کښې يُو، خو ګوره صرف تيارۀ راته ښکارى. مونږ د سپينې رڼا په اُميد کښې يُو خو په تکه توره تيارۀ کښې ګرځو.

10. او مونږ د ړندو په شان لاس په دېوال باندې اېښودلو اېښودلو سره لار معلوموو، د هغه خلقو په شان چې بلکل سترګې نۀ لرى. مونږ د غرمې هم داسې تيندکونه خورو لکه چې شپه وى، مونږ په ژوندو کښې د مړو په شان يُو.

11. مونږ ټول لکه د مېلوګانو غوريږُو، لکه د کونترو غور‌غور کوُو، مونږ د اِنصاف په انتظار کښې يُو خو شته دے نه، مونږ د خلاصون په انتظار کښې يُو خو دا زمونږ نه لرې دے.

12. زمونږ جرمونه ستا په وړاندې انبار دى، او زمونږ ګناهونه زمونږ خلاف ګواهى کوى. مونږ ته د خپل بغاوت احساس شته او مونږ ته پته ده چې مونږ څومره ګناهګار يُو.

13. مونږ د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے دے او د هغۀ مو اِنکار کړے دے، مونږ خپل خُدائ پاک ته شا کړې ده. زمونږ خبرې د ظلم او بغاوت نه ډکې دى. مونږ به دروغ جوړول او بيا به مو دغه دروغ په عمل کښې راوستل.

14. اِنصاف وروستو شوے دے او صداقت لرې ولاړ دے. رښتيا د ښار په چوک کښې تيندک خوړلو سره راپرېوته، او ديانتدارى ورته ورداخلېدے نۀ شى.

15. رښتيا هيڅوک هم نۀ وائى، او څوک چې غلط کار نه لاس اخلى هغه لوټ کيږى. مالِک خُدائ دا وليدل او هغه په دې نارضا وو چې اِنصاف نشته.

16. هغۀ وکتل چې هيڅوک هم نۀ وو، هغه حېران شو چې د خلاصى والا څوک هم نۀ وو چې د مظلوم مدد وکړى. خو بيا د هغۀ خپل لاس هغۀ له خلاصون ورکړو، او د هغۀ صداقت د هغۀ مدد کولو.

17. هغۀ صداقت د زغرې په شان واغوستو او د خلاصون ټوپۍ يې په سر کړه. د بدل جامې يې واغوستې او د غېرت څادر يې ځان نه تاو کړو.

18. هغه به خپلو دشمنانو له د هغوئ د بدو عملونو سزا ورکړى. د هغۀ غضب به د هغۀ په مخالفينو راګزار شى. هغه به د دُنيا تر آخرى سره پورې دوئ له سزا ورکړى.

19. نو بيا به د نمرپرېواتۀ په طرف خلق د مالِک خُدائ د نوم نه يريږى او نمرخاتۀ په طرف خلق به د هغۀ د نوم جلال بيانوى. ځکه چې هغه به د يو تېز سېلاب په شان په هغوئ راشى لکه چې د مالِک خُدائ باد راروان کړے وى.

20. مالِک خُدائ فرمائى چې، ”يو خلاصونکے به صيون ته راځى، د يعقوب هغه اولاد له چې د خپلو ګناهونو نه اوړى.

21. او ترڅو چې زما خبره ده نو زۀ به هغوئ سره يو لوظ وکړم. زما روح چې په تاسو دے او زما کلام چې ما ستاسو په خولۀ کښې اچولے دے، هغه به هيڅکله ستاسو د خولې نه، ستاسو د اولاد د خولې نه او د هغوئ د اولاد د خولې نه لرې نۀ شى. دا د مالِک خُدائ وينا ده او تر همېشه همېشه پورې به هم داسې وى.“

About اشعیا Chapter 59

Read اشعیا Chapter 59 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 59
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 59 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 59?

اشعیا Chapter 59 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 59 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 18
  4. اشعیا Chapter 66
  5. اشعیا Chapter 54
  6. اشعیا Chapter 51
  7. اشعیا Chapter 33

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 118
  2. زبور Chapter 74
  3. اول پادشاهان Chapter 3
  4. حزقیال Chapter 40
  5. خروج Chapter 12
  6. ارمیا Chapter 47
  7. اول پادشاهان Chapter 14

Related Chapters & Readings

  1. تثنیه Chapter 4
  2. مرثیې Chapter 5
  3. زبور Chapter 148
  4. حزقیال Chapter 20
  5. متی Chapter 7
  6. پیدایښت Chapter 3
  7. خروج Chapter 12
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *