Read اول پادشاهان Chapter 15 Online
Read اول پادشاهان Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول پادشاهان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول پادشاهان 15
فصل 15
1. د نباط د زوی یروبعام د پادشاهۍ په اتلسم کال، ابیاه د یهودا پادشاه شو
2. او هغه درې کاله په اورشلیم کې پادشاهي وکړه. د هغه د مور نوم معکه وه چې د ابشالوم لور وه.
3. ابیاه د خپل پلار په شان هماغسې ګناهونه وکړل او هغه د خپل غور نیکه داود معکوس خپل څښتن خدای ته په بشپړه توګه وفادار نه ؤ.
4. مګر د داود په خاطر د هغه څښتن خدای ابیاه ته زوی ورکړ چې د هغه څخه وروسته په اورشلیم کې پادشاهي وکړي او اورشلیم خوندي وساتي – د داسې څراغ په شان چې نه مړ کیږي، د هغه شاهي کورنۍ به پای ته ونه رسیږي.
5. څښتن ځکه داسې وکړل چې داود به هغه څه کول چې څښتن ورباندې خوشالېده او هیڅکله یې د هغه د حکمونو څخه سرغړونه نه وه کړې، پرته د اوریا حیتي له پېښې څخه.
6. هغه جګړه چې د رحبعام او یروبعام ترمنځ پیل شوې وه د ابیاه د ژوند تر پایه پورې یې دوام وکړ.
7. د ابیاه د پادشاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، هغه د یهودا د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. د ابیاه او یروبعام ترمنځ تل جګړه وه.
8. ابیاه مړ شو او د داود په ښار کې ښخ شو او د هغه زوی آسا د هغه په ځای پادشاه شو.
9. د اسراییلو د پادشاه یروبعام د پادشاهۍ په شلم کال، آسا د یهودا پادشاه شو.
10. هغه یوڅلوېښت کاله په اورشلیم کې پادشاهي وکړه. د هغه د نیا نوم معکه وه چې د ابشالوم لور وه.
11. آسا به د خپل غور نیکه داود په شان هغه څه کول چې څښتن ورباندې خوشالېده.
12. هغه د خپل هېواد څخه هغه ټول لواطت کاران او فاحشې چې د عبادت په ځایونو کې یې خدمت کاوه وشړلې او هغه ټول بتان چې د هغه نیکونو جوړ کړي وو لېرې کړل.
13. هغه خپله نیا معکه د ملکې د مور په توګه د خپل مقام څخه لېرې کړه، ځکه چې هغې یو کرغېړن د اشیره بت جوړ کړی ؤ. آسا هغه بت رانسکور کړ او د قدرون په خوړ کې یې وسوزاوه.
14. که څه هم آسا ټولې بتخانې له منځه یو نه وړلې، مګر هغه ټول عمر څښتن ته وفادار پاتې شو.
15. آسا سره زر، سپین زر او هغه ټول شیان چې د هغه پلار او هغه په خپله خدای ته وقف کړي وو، د خدای په کور کې کېښودل.
16. د یهودا پادشاه آسا او د اسراییلو پادشاه بعشا به تل د خپلو پادشاهیو په دوران کې یو د بل سره په جګړې اخته وو.
17. بعشا په یهودا باندې یرغل وکړ او د رامې د ښار په قوي کولو یې پیل وکړ په دې خاطر چې د یهودا د ټولو خلکو تګ او راتګ مخه ونیسي.
18. نو آسا پادشاه هغه ټول سپین زر او سره زر چې د څښتن د کور او د خپلې ماڼۍ په خزانو کې پاتې شوي وو واخیستل. هغه یې خپلو درباریانو ته وسپارل او هغه یې دمشق ته د سوریې پادشاه بنهدد د طبرمون زوی ته، چې د حزیون لمسی ؤ، د دې پیغام سره ولېږل:
19. <زما او ستاسو ترمنځ دې داسې یو تړون وي لکه څنګه چې زما د پلار او ستاسو د پلار ترمنځ ؤ. ګورئ، زه تاسو ته د سپینو زرو او سرو زرو سوغات درلېږم. نو خپل تړون اوس د اسراییلو د پادشاه بعشا سره مات کړئ، ترڅو هغه خپلې لښکرې زما د سیمې څخه وباسي.>
20. بنهدد پادشاه د آسا وړاندیز قبول کړ او خپل قوماندانان او لښکرې یې ولېږلې چې د اسراییلو په ښارونو باندې حمله وکړي. هغوی عیون، دان، آبل بیت معکه، د جلیل جهیل او د نفتالي ټوله سیمه ونیوله.
21. کله چې بعشا پادشاه واورېدل چې څه وشول، هغه د رامه د قوي کولو کار ودراوه او د ترزې ښار ته لاړ.
22. وروسته بیا آسا پادشاه ټول یهودا ته حکم جاري کړ چې ټول خلک پرته له استثنا څخه هغه ټولې تیږې او لرګي چې بعشا غوښتل د رامې ښار پرې قوي کړي، راوړي. آسا په دې موادو باندې مصفه او د بنیامین په سیمه کې د جبع ښار قوي کړ.
23. نور ټول هغه کارونه چې آسا پادشاه د خپلې پادشاهۍ په دوران کې کړي دي، یعنې د هغه د زورورتوب کارونه او هغه ښارونه چې هغه جوړ کړي دي هغه د یهودا د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. مګر په زوړوالي کې هغه د پښو په ناروغۍ باندې اخته شو.
24. وروسته آسا مړ شو او د خپل پلار داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی یهوشافاط د هغه په ځای پادشاه شو.
25. د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په دوهم کال، د یروبعام پادشاه زوی ناداب د اسراییلو پادشاه شو او دوه کاله یې پادشاهي وکړه.
26. لکه څنګه چې د هغه پلار د څښتن په مقابل کې ګناه کړې وه، نو هغه هم ګناه وکړه او اسراییلیان یې د ګناه خواته بوتلل.
27. بعشا د اخیا زوی چې د یساکار د قبیلې څخه ؤ، د ناداب په ضد یې دسیسه جوړه کړه او کله چې ناداب او ټولو اسراییلي لښکرو د جبتون ښار چې په فلسطین کې ؤ محاصره کاوه، بعشا ناداب وواژه.
28. دا پېښه د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په دریم کال وشوه. نو بعشا د ناداب په ځای د اسراییلو پادشاه شو.
29. څنګه چې هغه پادشاه شو، د یروبعام د کورنۍ ټول غړي یې ووژل. څرنګه چې څښتن د خپل خدمتګار اخیا نبي په وسیله چې د شیلوه څخه ؤ ویلي وو، د یروبعام د کورنۍ ټول غړي ووژل شول او یو هم ژوندی پاتې نه شو.
30. دا پېښه ځکه وشوه چې یروبعام ګناه وکړه، د اسراییلو د ګناهکار کېدلو سبب وګرځېده او په دې ډول یې د اسراییلو د څښتن خدای قهر راوپاراوه.
31. د ناداب د پادشاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، د اسراییلو د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
32. د یهودا پادشاه آسا او د اسراییلو پادشاه بعشا به تل د خپلو پادشاهیو په دوران کې یو د بل سره په جګړې اخته وو.
33. د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په دریم کال، د اخیا زوی بعشا د ټولو اسراییلو پادشاه شو او هغه څلورویشت کاله په ترزې کې پادشاهي وکړه.
34. لکه څنګه چې یروبعام د څښتن په مقابل کې ګناه کړې وه، نو هغه هم ګناه وکړه او اسراییلیان یې د ګناه خواته بوتلل.
About اول پادشاهان Chapter 15
Read اول پادشاهان Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول پادشاهان
Chapter: 15
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول پادشاهان Chapter 15 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول پادشاهان Chapter 15?
اول پادشاهان Chapter 15 is part of the Book of اول پادشاهان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول پادشاهان Chapter 15 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول پادشاهان
- اول پادشاهان Chapter 5
- اول پادشاهان Chapter 21
- اول پادشاهان Chapter 18
- اول پادشاهان Chapter 19
- اول پادشاهان Chapter 14
- اول پادشاهان Chapter 7
- اول پادشاهان Chapter 22
Explore More from زوړ عهد
- نحمیا Chapter 10
- ارمیا Chapter 26
- تثنیه Chapter 14
- ایوب Chapter 40
- زکریا Chapter 9
- اشعیا Chapter 60
- دوهم سموئیل Chapter 8