Read شمېر Chapter 13 Online
Read شمېر Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
شمېر 13
فصل 13
1. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2. <د هرې قبیلې څخه یو یو مشر انتخاب کړه او کنعان ته یې د جاسوسانو په توګه ولېږه چې هغه وطن وګوري چې زه یې اسراییلیانو ته ورکوم.>
3. نو حضرت موسیٰ د څښتن د حکم سره سم د فاران له دښتې څخه دولس قبیلوي مشران ولېږل
4. -
16. او حکم یې ورکړ چې د کنعان ځمکه وګوري. د هغوی نومونه دا دي:د روبین له قبیلې څخه د زکور زوی شموعد شمعون له قبیلې څخه د حوري زوی شافاطد یهودا له قبیلې څخه د یفنه زوی کالیبد یساکار له قبیلې څخه د یوسف زوی یجالد افرایم له قبیلې څخه د نون زوی هوشع (حضرت موسیٰ په هغه باندې یوشع نوم کېښود.)د بنیامین له قبیلې څخه د رافو زوی فلتيد زبولون له قبیلې څخه د سودي زوی جدیئیلد منسي له قبیلې څخه د سوسي زوی جديد دان له قبیلې څخه د جملي زوی عمیئیلد اشیر له قبیلې څخه د میکائیل زوی ستورد نفتالي له قبیلې څخه د وفسي زوی نحبياو د جاد له قبیلې څخه د ماکي زوی جاوئیل.
17. مخکې له دې چې حضرت موسیٰ هغوی کنعان ته ولېږي، داسې یې ورته وفرمایل: <کله چې د کنعان د جنوبي دښتې څخه تېر شوئ، غرنۍ سیمې ته چې په شمال کې ده لاړ شئ.
18. دا معلومه کړئ چې هغه هېواد څه ډول دی، په هغه ځای کې څومره خلک اوسیږي او هغوی څومره قوي دي.
19. هغه ځمکه ښه ده یا خرابه او آیا خلک په بې دېواله ښارونو کې اوسیږي یا په دېوال لرونکو ښارونو کې؟
20. خاوره یې حاصلخېزه ده او یا ځمکه یې ځنګلي ده؟ د هغو مېوو څخه چې هلته پیدا کیږي لږه خامخا د ځان سره راوړئ.> (دا د اولنیو پخو شویو انګورو موسم ؤ.)
21. نو نفر د شمال خواته لاړل او هغه ځمکه یې د صین د دښتې څخه چې په جنوب کې وه تر رحوب پورې چې په شمال کې د حمات غاښي ته نژدې وه، وکتله.
22. هغوی اول د هغه وطن جنوبي برخې ته لاړل او حبرون ته ورغلل. هلته د اخیمان، شیشای او تلمای طایفې اوسېدلې، دا د عناقیانو د قوم اولاده وه، چې ډېر لوړ قدونه یې درلودل. (حبرون اووه کاله مخکې د صوعن څخه چې په مصر کې ؤ جوړ شوی ؤ.)
23. هغوی د اشکول درې ته ورغلل او هلته یې یوه څانګه پرې کړه چې د انګورو یو وږی په کې ؤ او دومره درنده وه چې دوه تنو هغه د یوې میلې په وسیله انتقال کړه. هغوی لږ انار او اینځر هم راوړل.
24. (د انګورو د وږي له کبله چې اسراییلیانو هلته پرې کړ، هغه ځای د اشکول د درې په نوم یاد شو.)
25. د کنعان د خاورې د کتلو څخه وروسته چې څلوېښت ورځې یې دوام وموند،
26. هغه دولس نفره قادش ته چې د فاران په دښته کې ؤ راستانه شول او څه یې چې لیدلي وو، حضرت موسیٰ، حضرت هارون او د اسراییلو ټول قوم ته وویل او هغه مېوه چې هغوی راوړې وه هغوی ته یې وروښودله.
27. هغوی حضرت موسیٰ ته وویل: <مونږ هغه ځمکه وکتله او معلومه شوه چې هغه غني او حاصلخېزه ده او دا د هغې ځمکې لږه مېوه ده.
28. مګر د هغه ځای خلک قوي او ښارونه یې ډېر لوی او دېوال لرونکي دي. برسېره پردې، مونږ هلته د عناقیانو اولاده هم ولیدله.
29. عمالیقیان په جنوبي دښته کې اوسیږي، حیتیان، یبوسیان او اموریان په غرنۍ سیمه کې دي او کنعانیان د مدیترانې د بحیرې او د اردن د سیند په غاړه اوسیږي.>
30. کالیب هغه خلک غلي کړل چې د حضرت موسیٰ په ضد یې شکایتونه کول او ویې ویل: <راځئ چې اوس لاړ شو او دا ځمکه ونیسو. زه پوهېږم چې مونږ دا کار کولی شو!>
31. مګر هغو نفرو چې د کالیب سره تللي وو وویل: <نه، مونږ دومره قوي نه یو چې په هغوی باندې حمله وکړو، د هغه ځای خلک زمونږ څخه ډېر قوي دي.>
32. نو هغوی د هغې ځمکې په باره کې چې هغوی کتلې وه د اسراییلیانو په منځ کې غلط خبر خپور کړ. هغوی وویل: <هغه ځمکه دومره حاصل هم نه ورکوي چې د هغه ځای د خلکو د مړولو دپاره کفایت وکړي. هرڅوک چې مونږ لیده ډېر لوړ قد یې درلود،
33. حتیٰ مونږ په هغه ځای کې د عناقیانو اولاده ولیدله. هغوی دومره قوي وو او لوړ قدونه یې درلودل چې مونږ ته خپل ځانونه داسې کوچني ښکاره شول لکه د ملخانو په شان او هغوی ته هم همداسې ښکاره کېدو.>
About شمېر Chapter 13
Read شمېر Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: شمېر
Chapter: 13
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading شمېر Chapter 13 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is شمېر Chapter 13?
شمېر Chapter 13 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete شمېر Chapter 13 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- لاویان Chapter 8
- اول پادشاهان Chapter 21
Explore More from شمېر
- شمېر Chapter 15
- شمېر Chapter 5
- شمېر Chapter 6
- شمېر Chapter 34
- شمېر Chapter 7
- شمېر Chapter 32
- شمېر Chapter 22