Read زبور Chapter 119 Online
Read زبور Chapter 119 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زبور in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of زبور and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
زبور 119
فصل 119
1. بختور دي هغه خلک چې ژوندون یې دی بې عیبهچې تېروي خپل ژوند د څښتن د شریعت له مخې
2. بختور دي هغه خلک چې په حکمونو یې عمل کويچې څوک رجوع کوي هغه ته د زړه له کومي څخه
3. هېڅکله نه کوي بدي هغویهغوی روان وي د څښتن په لاره
4. خپل قوانین دې دي راکړي مونږ ته ای څښتنهچې اطاعت یې وکړو په وفادارۍ سره
5. کاشکې چې زه وفادار واوسمچې په قوانینو دې عمل وکړمه
6. که زه عمل وکړمه ستا ټولو حکمونو باندېنو بیا به د شرم سره مخ نه شمه
7. څنګه چې زده کړمه رښتیني قوانین د ستانو په پاک زړه به دې ثنا وایمه
8. زه به ستا د قوانینو اطاعت کومههېڅکله پرېنږدې ما
9. څنګه کولای شي یو ځوان چې خپل ژوند پاک وساتي؟چې وکړي ژوند ستا د کلام له مخې
10. د زړه له کومي زه کوښښ کومهچې تاته وکړم رجوعمه مې پرېږده چې سرکښي وکړمهستا له حکمونو څخه
11. ما دی ساتلی ستا کلام خپل زړه کېترڅو ستا په مقابل کې زه ګناه ونه کړم
12. زه ستا ثنا وایمه ای څښتنهماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
13. بیانومه زه په لوړ اوازټول قوانین چې دې راکړي مونږ ته
14. زه یم خوشحاله ستا حکمونو باندېلکه چې څنګه وي خوشحاله څوکپه مال دولت باندې
15. ستا د اصولو په باره کې زه کومه فکرکومه غور ستا په لارښوونو باندې
16. په قوانینو دې خوشحاله یمهنه هېروم به زه د ستا کلام
17. خپل خدمتګار سره دې ښه وکړه تهترڅو ژوندی پاتې شم او ستا په کلام باندې عمل وکړمه
18. سترګې مې پرانیزه ته ترڅو زه وګورمهستا په شریعت کې عجیبه حقایق
19. زه دلته یمه بېګانه په دې دنیا کېزما نه مه پټوه خپل حکمونه
20. زړه مې دردیږي له ارمانه سرهغواړمه پوه شم همېشه ستا قوانینو باندې
21. ته کبرجن او لعنتیان رټېاو هغه خلک چې سرکښيستا له حکمونو کوي
22. زما نه لېرې بې ننګي او سپکاوی کړه تهځکه چې زه کوم عمل ستا په حکمونو باندې
23. سره له دې چې حاکمان دي راغونډ شوياو په ضد مې دسیسه جوړويخو ستا خدمتګار به کوي فکرستا په قوانینو باندې
24. ستا په حکمونو خوشحالېږمه زههغه زما دپاره دي راهنما
25. زه یمه مرګ ته نژدې شویما راژوندی کړه لکه څنګه چې دې کړې وعده
26. څه چې ما کړي د هغو مې درته وکړ اقراراو تا ځواب راکړماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
27. راسره مرسته وکړه چې ستا په اصولو پوه شمنو زه به فکر کوم ستا په عجیبه کارونو
28. زما ځان ستومانه شوی دی له ډېره غمهپه خپل کلام دې ماته راکړه قوت
29. غلطو لارو نه مې وساته تهما سره ښه وکړه او راته رازده کړهته دې خپل شریعت
30. د وفا لاره خوښه کړې ده ماما خپل پام دی اړولی قوانینو ته ستا
31. ستا په حکمونو باندې ټینګ ولاړ یم ای څښتنهای څښتنه، مه مې پرېږده چې وشرمېږمه زه
32. زه به په شوق سره کومه اطاعتستا له حکمونو څخهځکه چې ته به راکړې زیاته پوهه
33. ماته راوښایه څښتنه، ته معنی د قوانینو خپلوزه تر اخره به هغو باندې عمل کومه
34. ماته پوهه راکړه په خپل شریعت باندېزه به یې کوم اطاعتزه به عمل کوم هغه باندې د زړه له کومي
35. ما روان کړه ته د خپلو حکمونو په لارځکه زه مومم خپله خوشحالي هغو کې
36. ما سره شوق کړه راپیدا چې اطاعت وکړمهستا د حکمونو څخهنه چې دولت وګټم
37. نظر مې واړوه ته خوشې شیانو څخهماته ژوند راکړه په خپلو لارو دې
38. پوره کړه خپله وعده خپل خدمتګار سرههغه وعده چې تا ده کړې هغو خلکو سرهچې کوي وېره له تا
39. ته مې له هغې رسوایۍ وساتهچې ترې وېرېږمه زهځکه چې ستا قضاوتونه ښه دي
40. څومره ارمان لرمه چې اطاعت وکړمهستا له اصولو څخهنوی ژوند راکړه ماته، ځکه چې ته یې عادل
41. ماته دې راکړه خپله تلپاتې مینه ای څښتنهاو راکړه خلاصون لکه چې څنګه دې وعده کړې ده
42. نو بیا به زه ورکړم ځواب هغوی تهچې سپکاوی مې کويځکه چې زه کوم باور ستا په کلام باندې
43. ماته توان راکړه چې وکړم همېشه د حقیقت خبرېځکه چې ستا په قوانینو زه باور لرمه
44. زه همېشه به اطاعت ستا د شریعت کومهتر ابده او ابده پورې
45. زه به کامله ازادۍ کې خپل ژوندون تېرومځکه کوښښ مې کړی چې عمل وکړمهستا په اصولو باندې
46. زه به اعلان کړم ستا حکمونه پاچاهانو تهاو زه به نه شرمېږم
47. ستا په حکمونو زه خوشحاله یمهځکه چې خوښ دي زما
48. ستا حکمونه مې خوښیږي او عزت یې کومستا قوانینو باندې غور کوم
49. در په یاده کړه هغه وعدهچې دې کړې وه د خپل خادم سرهځکه چې ماته یې امید راکړی
50. حتی په سخته کې مې وشي تسليځکه وعده دې ماته ژوند راکوي
51. کبرجن خلک په ما ډېرې ملنډې وهيخو ستا له شریعته زه مخ نه اړوم
52. راته په یاد دي له پخوا نه قوانین د ستازما کیږي تسلي په هغو ای څښتنه
53. زه ډېر په قهر یم په بدکاره خلکوځکه چې دوی ستا شریعت ماتوي
54. په هرځای کې چې اوسېږمه زهزه جوړوم سندرې ستا د قوانینو په هکله
55. زه یادومه د شپې ستا نوم څښتنهاو ستا په شریعت باندې عمل کومه
56. دا ؤ عادت زما چې عمل وکړمه زهستا په اصولو باندې
57. ته زما هرڅه یې ای څښتنهدا مې وعده ده چې عمل به کومستا په کلام باندې
58. د زړه له کومي تاته سوال کومهچې په ما رحم وکړېلکه چې څنګه دې وعده کړې ده
59. د خپل کړو وړو په هکله فکر کوماو دا مې وعده ده چې پیروي به کومستا له حکمونو څخه
60. زه به په بیړه او بې له ځنډهعمل کوم ستا په حکمونو باندې
61. بدکاره خلکو راته ایښی دی دامخو هېر به نه کړمه د ستا شریعت
62. په نیمه شپه کې راپاڅېږمه زهچې ستا ثنا ووایمځکه چې ته قضاوتونه په انصاف کوې
63. زه ملګری د هغو یم چې وېریږي له تاد هغو ټولو خلکو چې دې عمل په اصولو کوي
64. دنیا ده ډکه ستا له تلپاتې مینې ای څښتنهماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
65. خپله وعده باندې ولاړ یې ای څښتنهخپل خدمتګار سره دې ښه کوې ته
66. ماته ښه حکمت او پوهه راکړهځکه چې زه کوم باور ستا په حکمونو باندې
67. مخکې له دې چې مصیبت ووینمبې لارې شوی وم زهخو اوس ستا په کلام باندې عمل کوم زه
68. ته نېک یې او نېک کارونه کوېماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
69. مغروره خلک وایي دروغ زما په هکلهخو د زړه له کومي اطاعت ستا د اصولو کوم
70. دغه دروغجن خلک شعور نه لريخو ستا په شریعت باندې خوشحاله یمه
71. ښه وه زما دپاره چې په تکلیف شومځکه سبب شو د دې چې ستا قوانین زده کړم
72. هغه شریعت چې تا راکړیډېر قیمتي دی ماتهله ډېرو سرو او سپینو زرو
73. تا زه جوړ کړی یم په خپلو لاسواو پیدا کړی دې یمته راته راکړه پوهه ترڅو زه زده کړمه حکمونه د ستا
74. څوک چې وېریږي له تا شي به خوشحاله په لیدلو زماځکه چې زه ستا په کلام باندې باور لرمه
75. په دې پوهېږمه څښتنه چې قضاوت کوې په عدل سرهاو ته په حقه یې چې را دې کړه سزا ماته
76. لکه چې څنګه دې وعده کړې دهخپل خدمتګار سرهماته دې راکړي تسلي ستا تلپاتې مینه
77. په ما رحم وکړه چې زه ژوندی اوسمستا په شریعت کې خوشحالي ده زما
78. ودې شرمیږي مغرور خلکچې په دروغو په ما تور لګويخو زه به غور کوم ستا په اصولو باندې
79. څوک چې کړي وېره له تا بېرته دې راشي ماتههغه خلک چې پوهیږي ستا حکمونو باندې
80. پرېږده چې وکړم اطاعت په پوره توګهستا له قوانینو څخهبیا به زه هېڅکله خجل نه شم
81. ستومانه شوی یمه ای څښتنه له انتظارهچې خلاصون راکړې تهستا په کلام باندې باور لرمه
82. ستا د وعدې په انتظار مې سترګې ستړې شولېاو پوښتنه کوم: «کله به ماته تسلي راکوې؟»
83. زه یم وچ شوی د هغه مشک په شانچې وي وهلی لوګيخو ما هېر کړي نه دي ستا قوانین
84. ستا خدمتګار به انتظار وباسي تر کومه پورې؟ته به کله هغو خلکو ته سزا ورکوېچې ما ځوروي؟
85. هغه مغرور خلک چې نافرماني کويستا له شریعته څخهکندې وباسي ماتهچې مې په لومه کې راګېر کاندي
86. ستا ټول حکمونه د باور وړ ديما سره مرسته وکړهځکه چې خلک مې ځوروي ناحقه
87. دې ته نژدې وم چې مې کړي ورکد ځمکې له مخهخو ما پرېنښودل ستا اصول
88. د خپلې مینې په خاطر دې ما ژوندی وساتهترڅو زه وکړمه عمل ستا په حکمونو باندې
89. ابدي دی ستا کلام څښتنهدی په اسمان کې قایم
90. وفاداري ستا دوام مومي ټولو نسلونو پورېتا راپیدا کړه ځمکه او وي به ټینګه تل دپاره
91. ستا په حکم ټول شیان ديتر نن ورځې پورې پاتېځکه چې ټول ستا په خدمت کې دي
92. که خوشحالي مې ستا شریعت کې نه واینو له دردونو نه مړ شوی به وای
93. زه به هېڅکله ستا اصول هېر نه کړمځکه ژوندی دې یم ساتلی په هغو باندې
94. زه د ستا یم ومې ژغورهځکه کوښښ مې کړیچې عمل ستا په اصولو وکړم
95. بدکاره خلک انتظار وباسي چې ومې وژنيخو زه به ستا په حکمونو باندې غور کوم
96. په دې پوهېږم چې هر شی لري حدخو ستا حکمونه هېڅ کوم حد نه لري
97. زه څومره مینه کوم ستا د شریعت سرهزه ټوله ورځ کومه فکر د هغه په هکله
98. هوښیاروي مې ستا حکمونهله دښمنه مې زیاتځکه چې ما سره همېش وي هغه
99. زه له خپلو ټولو استاذانو زیات پوهېږمځکه چې غور کوم ستا په حکمونو باندې
100. زه له مشرانو څخه زیات پوهېږمځکه چې کړمه عمل ستا په اصولو باندې
101. د بدو لارو مې ساتلي قدمونه خپلځکه زه غواړم عمل وکړم ستا په کلام باندې
102. ستا قوانین مې له نظره غورځولي نه ديځکه چې تا راته زده کړي هغه
103. دا ستا کلام دی څومره خوږ ماتهحتی د شاتو نه هم زیات خوږ دی
104. حاصلومه زه حکمت ستا له اصولو څخهنو زه نفرت کومه له ټولو بدو لارو
105. دا ستا کلام دی څراغ زما د پښو دپارهاو ده رڼا زما د لارو
106. ما خوړلی دی قسم او ورباندې ټینګ ولاړ یمچې عمل وکړمه زه ستا په عادلانه قوانینو
107. زما دردونه او سختۍ دي ای څښتنهپه رښتیا ډېر زیاتلکه چې څنګه دې وعده کړې دهما ژوندی وساته
108. د شکرګزارۍ دعا قبوله کړه زما څښتنهماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
109. زه اچوم خپل ژوند خطر کې همېشخو نه هېروم به زه شریعت د ستا
110. بدکاره خلکو راته دام ایښی دیخو سرکښي مې کړې نه ده ستا له قوانینو څخه
111. ستا حکمونه دي زما دپاره ابدي شتمنيخوشحالیږي زما زړه ورباندې
112. ما فیصله کړې ده چې به د مرګ تر ورځېستا د قوانینو اطاعت کومه
113. زه له دوه مخي سړي کرکه کومخو ستا د شریعت سره زه مینه کوم
114. ته پناه ځای یې زما او زما سپر یېستا په کلام باندې باور لرمه
115. ای ګناهکارو خلکو، له ما نه لېرې شئترڅو د خپل خدای په حکمونو زه عمل وکړمه
116. لکه چې څنګه دې وعده کړې دهماته قوت راکړه ترڅو ژوندی پاتې شمپه مایوسۍ کې مې د شرم سره مخ نه کړې
117. ملاتړ مې وکړه او زه به اوسم خوندينو زه به همېش ستا په قوانینو باندې غور کوم
118. ته رد کوې هغه خلکچې اطاعت نه کوي ستا له قوانینو څخهدي باطلې د هغوی هغه نقشې چې غولوونکې دي
119. ټول بدعمله د دنیا ته غورځوېلکه خزلو په شاننو ځکه زه خوښوم ستا حکمونه
120. ستا له وېرې مې بدن رپیږيله قضاوتونو دې وېرېږمه زه
121. ما باانصافه او ښه کارونه کړيخپل دښمنانو ته مې مه پرېږده ته
122. وکړه وعده راسره چېخپل خادم سره به مرسته کوېمغروره خلک مه پرېږده چې په ما ظلم وکړي
123. ستا د نجات په انتظار مې سترګې ستړې شولېد کوم خلاصون دپاره چې دې وعده کړې ده
124. د خپلې مینې مطابق راسره وکړه رفتارماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
125. زه ستا خادم یم ماته پوهه راکړهترڅو زه پوه شم ستا په حکمونو باندې
126. ای څښتنه، د دې وخت راغلیچې ته عمل وکړېځکه چې خلکو سرکښي کړې دهستا له شریعته څخه
127. نو ځکه د سرو زرو نه هم زیاتزما خوښیږي ستا حکمونههم زیات له ډېرې ښې طلا نه
128. نو زه ستا ټول اصول سم ګڼمهنفرت کوم له غولوونکو لارو
129. ډېر عجیبه دي حکمونه ستانو ځکه زه ورباندې کومه عمل
130. بیانول ستا د کلامروښانوي د انسانانو ذهناو ورکوي پوهه ساده ګانو ته
131. ستا د حکمونو دومره تږی یمهخوله مې خلاصه ده نیولې او ارمانجن یمه زه
132. ماته وګوره او رحم په ما وکړهلکه چې څنګه یې کوې په هغو خلکو باندېچې کوي مینه ستا له نوم سره
133. زما قدمونه کړه ټینګ ستا د کلام په لارهمه مې پرېږده چې غالبه شي ګناه په ما
134. چې په ما ظلم کويد هغو خلکو نه مې خلاص کړه تهترڅو زه وکړای شم عمل ستا اصولو باندې
135. په ورین تندي وګوره خپل خدمتګار تهماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
136. اوښکې بهیږي زما له سترګو څخه لکه ویالو په شانځکه چې خلک ستا په شریعت باندې عمل نه کوي
137. ته عادل یې ای څښتنهاو ستا قضاوتونه دي ولاړ په عدل
138. هغه شریعت چې ټاکلی دی تاعادلانه دی او بېخي صحیح دی
139. زما غیرت زما بدن سوځويځکه چې زما دښمنانو ستا کلام هېر کړی
140. یقیني ده څومره ستا وعدهزه ستا خدمتګار ورسره مینه کوم
141. زه هېڅ شی نه یم او سپکاوی مې کیږيخو نه هېرومه اصولونه د ستا
142. ستا عدالت دی ابدياو ستا شریعت دی همېشه رښتینی
143. په ما راغلې پرېشاني او تکلیفخو زه خوشحاله یمه ستا له حکمونو څخه
144. د ستا حکمونه عادلانه دي همېشته پوهه راکړه چې ژوندی پاتې شم
145. د زړه له کومي درته کومه فریادځواب راکړه ای څښتنهاو زه به وکړمه عمل ستا په قوانینو باندې
146. تاته فریاد کومه وژغوره مااو زه به کومه عمل په حکمونو د ستا
147. زه راپاڅېږم لمرخاته نه مخکېاو ستا د کومک دپاره کړمه فریادستا په کلام کې زما هیلې نغښتې
148. ټوله شپه ویښ پروت یمهچې ستا د وعدو په هکله غور وکړم
149. د خپلې مینې په خاطر زما دعا واورهای څښتنه، د خپل انصاف له مخې وساته ژوند زما
150. رانژدې شوي هغه خلک راتهچې دي روان په شرارت پسېیعنې هغوی چې دي لېرې ستا شریعت نه
151. خو ته نژدې یې راته ای څښتنهاو ټول حکمونه دي رښتیني د ستا
152. د ډېر پخوا نه مې زده کړي ديستا د حکمونو څخهچې قایم کړي تا ابدي دي هغه
153. زما دردونه او سختۍ وګورهماته خلاصون راکړهځکه شریعت دې ما هېر کړی نه دی
154. زما د حق نه دفاع وکړه او ازاد مې کړهماته نجات راکړه لکه چې څنګه دې وعده کړې ده
155. بدکاره خلک به خلاصون نه موميځکه چې ستا د قوانینو اطاعت نه کوي
156. ای څښتنه، ستا رحمت ډېر لوی دید خپل انصاف له مخې وژغوره ژوند زما
157. ډېر دښمنان دي زما چې ځوروي هغوی ماخو ګرځېدلی نه یم ستا له حکمونو څخه
158. کله چې ګورمه زه دغو خاینانو تهنو د هغو نه مې نفرت راشيځکه چې نه کوي عمل ستا په کلام باندې
159. ګوره څښتنه، څومره مینه کومستا له اصولو سرهمینه دې هېڅکله بدلیږي نهنو زما ژوند وژغوره
160. دی رښتینی ستا ټول کلامعادلانه او ابدي ديټول قضاوتونه ستا
161. ما بې سببه ځوروي دا د قدرت خاوندانخو زه احترام ستا د کلام کومه
162. ستا په وعدو داسې خوشحاله یمهلکه څوک چې خزانه پیدا کړي
163. زه د درواغو څخه کرکه کوم او بد وړمهخو ستا د شریعت سره زه مینه کوم
164. هره ورځ اووه ځلې ثنا دې وایمځکه چې دي عادلانه قضاوتونه د ستا
165. هغوی چې مینه کوي ستا له شریعته سرهدي برخمن له پوره امن څخههېڅ داسې شی نشته چې دوی راوغورځوي
166. ستا د خلاصون په انتظار یمه زه ای څښتنهکړمه عمل ستا په حکمونو باندې
167. زه اطاعت ستا د حکمونو کومځکه چې زه ورسره لرمه ډېره مینه
168. ستا په اصولو او حکمونو زه عمل کومهځکه چې زما ټولو کارونو نه خبر یې ته
169. زما د مرستې فریادونهدې ای څښتنه تاته درورسیږيخپلې وعدې سره دې سم ماته پوهه راکړه
170. زما زاري دې تاته درورسیږيخپلې وعدې سره دې سم ماته نجات راکړه
171. زما په ژبه به وي ستا ثنا او صفتځکه چې ماته زده کوې خپل قوانین
172. زه به سندره وایم ستا د کلام په هکلهځکه چې دي عادلانه ټول حکمونه ستا
173. ماته لاس د مرستې راکړهځکه چې ما دا غوره کړېچې پیروي کومه ستا له اصولو څخه
174. زه په ارمان ستا د نجات یمه ای څښتنهستا په شریعت کې خوشحالي ده زما
175. ژوندی مې پرېږده چې ثنا دې وایمستا قوانین دې زما مرسته وکړي
176. لکه ورک شوی پسه زه سرګردانه یمهراشه او ولټوه خپل خدمتګارځکه چې ما هېر کړي نه دي حکمونه ستا
About زبور Chapter 119
Read زبور Chapter 119 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زبور in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: زبور
Chapter: 119
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading زبور. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading زبور Chapter 119 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is زبور Chapter 119?
زبور Chapter 119 is part of the Book of زبور in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete زبور Chapter 119 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زبور
- زبور Chapter 22
- زبور Chapter 100
- زبور Chapter 111
- زبور Chapter 7
- زبور Chapter 8
- زبور Chapter 5
- زبور Chapter 110
Explore More from زوړ عهد
- تثنیه Chapter 17
- خروج Chapter 4
- اشعیا Chapter 54
- دوهم سموئیل Chapter 8
- اول تواریخ Chapter 23
- دوهم تواریخ Chapter 34
- شمېر Chapter 4