ایوب Chapter 32

For English

Read ایوب Chapter 32 Online

Read ایوب Chapter 32 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ایوب 32

فصل 32

1. نو دې درېو کسانو ايُوب له نور جواب ورنۀ کړو، ځکه چې ايُوب پخپله په خپل خيال کښې بې‌ګناه وو.

2. نو بيا د رام د خاندان د بوزى براکيل زوئ اليهُو غصه شو. هغه ايُوب ته ځکه غصه شو چې ايُوب خپل ځان صحيح ګڼلو او په خُدائ پاک يې اِلزام لګولو.

3. هغه د ايُوب درېو ملګرو ته هم غصه وو ځکه چې هغوئ ايُوب له جواب نۀ شو ورکولے او داسې ښکارېده چې خُدائ پاک په غلطه دے.

4. نو اليهُو د ايُوب سره د خبرو کولو دپاره د نورو کسانو انتظار کولو، ځکه چې هغوئ د هغۀ نه مشران وُو.

5. خو چې کله اليهُو ته پته ولګېده چې د هغه درېو کسانو سره څۀ جواب نۀ وو، نو هغه غصه شو.

6. د بوزى براکيل زوئ اليهُو ووئيل، ”زۀ زلمے يم، او تۀ بوډا يې، نو په دې وجه زۀ يرېدم چې تا د خپلې رايې نه خبر کړم.

7. ما وئيل چې مشران دې خبره وکړى، ځکه چې عقل د عُمر سره راځى.

8. دا د قادر خُدائ روح دے چې بنيادم له پوهه ورکوى.

9. صِرف مشران هوښيار نۀ وى، کله کله مشران هم په اِنصاف باندې نۀ پوهيږى.

10. نو ځکه زۀ وايم چې ما ته غوږ ونيسئ، ما پرېږدئ چې د خپلې رايې اظهار هم وکړم.

11. ګوره، کله چې تا خبرې کولې نو ما څۀ نۀ وئيل، او ما ستا دليل ته غوږ نيولو، کله به چې تا سوچ کولو چې څۀ ووايم.

12. ما تا ته توجو کوله، خو داسې هيڅ څوک نۀ وُو چې ايُوب يې غلط ثابت کړے وے، او په تاسو کښې داسې هيڅ څوک نۀ وُو چې د هغۀ د خبرې جواب يې ورکړے وے.

13. نو بيا دا مۀ وايئ چې مونږ ته عقل مِلاو شوے دے، پرېږده چې د انسان په ځائ خُدائ پاک هغۀ له جواب ورکړى.

14. ايُوب ما سره نۀ تاسو سره بحث کولو، خو زۀ به هغۀ له ستاسو په شان جواب نۀ ورکوم.

15. تاسو غلى ناست يئ، تاسو سره بل جواب نشته، تاسو يوه خبره هم نۀ شئ کولے.

16. کله چې تاسو خاموش يئ نو زۀ به هم خاموش يم؟ ځکه چې تاسو هلته ولاړ يئ او بله يوه خبره هم نۀ شئ کولے؟

17. زۀ به هم خپل جواب ورکړم، زۀ به هم د خپلې رايې اظهار وکړم.

18. ځکه چې ما سره خبرې ډېرې دى، په ما کښې چې کوم روح دے هغه ما مجبوروى.

19. کۀ ما ته د خبرو کولو موقع مِلاو نۀ شى، نو زما برداشت ختم دے او زۀ به پړق وچوم.

20. زۀ به خبرې کوم، چې ما ته آرام مِلاو شى، او زۀ به جواب درکړم.

21. زۀ به د هيچا طرفدارى نۀ کوم او زۀ به د چا چاپلوسى نۀ کوم.

22. ځکه چې زۀ په چاپلوسۍ نۀ پوهېږم، ګنې زما پېدا کوونکى به زر ختم کړے وم.

About ایوب Chapter 32

Read ایوب Chapter 32 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ایوب
Chapter: 32
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ایوب Chapter 32 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ایوب Chapter 32?

ایوب Chapter 32 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ایوب Chapter 32 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ایوب

  1. ایوب Chapter 41
  2. ایوب Chapter 8
  3. ایوب Chapter 39
  4. ایوب Chapter 30
  5. ایوب Chapter 25
  6. ایوب Chapter 19
  7. ایوب Chapter 7

Explore More from زوړ عهد

  1. تثنیه Chapter 19
  2. پیدایښت Chapter 31
  3. دانیال Chapter 5
  4. زبور Chapter 64
  5. اشعیا Chapter 37
  6. زبور Chapter 105
  7. هوشع Chapter 11

Related Chapters & Readings

  1. اول تواریخ Chapter 5
  2. هوشع Chapter 14
  3. زبور Chapter 105
  4. متی Chapter 18
  5. ارمیا Chapter 7
  6. ایوب Chapter 17
  7. خروج Chapter 9
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *