خروج Chapter 18

For English

Read خروج Chapter 18 Online

Read خروج Chapter 18 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of خروج and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

خروج 18

فصل 18

1. یترون د مدیان کاهن او د حضرت موسیٰ خسر واورېدل چې خدای پاک د حضرت موسیٰ او د اسراییلو د خلکو دپاره کوم کارونه کړي وو او څنګه یې هغوی له مصر څخه راوویستل.

2. څه موده مخکې حضرت موسیٰ خپله ښځه صفوره او خپل دوه زامن لېږلي وو چې د هغه د خسر یترون سره واوسیږي.

3. د حضرت موسیٰ د اولني زوی نوم جرشون ؤ، ځکه کله چې د هغه هلک پیدا شو نو حضرت موسیٰ فرمایلي وو: <زه په پردۍ خاوره کې مسافر یم.>

4. هغه وفرمایل: <د خپل پلار خدای زما سره مرسته وکړه او زه یې له دې څخه وژغورلم چې فرعون مې ووژني> نو په دې خاطر یې د بل زوی نوم الیعازر کېښود.

5. یترون د حضرت موسیٰ د ښځې او د هغې د دوو زامنو سره هغې دښتې ته راغی چېرته چې حضرت موسیٰ مقدس غره ته نژدې خېمه ودرولې وه.

6. یترون هغه ته دا خبر ورولېږه: <زه ستا خسر یترون ستا د ښځې او دوو زامنو سره تاته راځم.>

7. نو حضرت موسیٰ د هغه مخې ته ورغی او هغه ته یې د احترام دپاره سر ټیټ کړ او هغه یې ښکل کړ. هغوی د یو بل د صحت پوښتنه وکړه او بیا د حضرت موسیٰ خېمې ته ورننوتل.

8. حضرت موسیٰ خپل خسر ته د هغو کارونو په هکله چې څښتن د اسراییلو د خلاصون په خاطر په فرعون او د مصر په خلکو باندې کړي وو بیان کړل. همدارنګه د هغو ټولو سختیو په هکله یې ورته وویل چې هغوی په لاره کې ورسره مخامخ شوي وو او څښتن هغوی څنګه وژغورل.

9. یترون د هغه احسان په سبب چې څښتن په اسراییلو باندې کړی ؤ چې هغوی یې له مصریانو څخه وژغورل خوشاله شو.

10. هغه وویل: <د څښتن ثنا او صفت دې وي چې تاسو یې د فرعون او د مصریانو څخه وژغورلئ! د څښتن ثنا او صفت دې وي چې خپل قوم یې له غلامۍ څخه وژغوره!

11. اوس زه پوهېږم چې څښتن له ټولو نورو خدایانو څخه لوی دی، ځکه چې هغه اسراییل د خپلو مغرورو دښمنانو څخه خلاص کړل.>

12. بیا د حضرت موسیٰ خسر یترون سوزېدونکې نذرانه او نورې قربانۍ خدای پاک ته راوړلې او حضرت هارون د اسراییلو د ټولو مشرانو سره راغی چې د عبادت په ځای کې د حضرت موسیٰ د خسر سره ډوډۍ وخوري.

13. بله ورځ حضرت موسیٰ په یو ځای کې کښېناست چې د خلکو دعوې فیصله کړي او هغه د سهار څخه تر ماښام پورې مصروف ؤ.

14. کله چې یترون هغه ټول کارونه ولیدل چې حضرت موسیٰ کول، هغه پوښتنه وکړه: <دا څه دي چې ته یې د خلکو دپاره کوې؟ دا کار ولې په یوازې ځان کوې او خلک د سهار څخه نیولې تر ماښامه پورې درڅخه چاپېر وي چې تا سره مشوره وکړي؟>

15. حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <ځکه چې خلک دلته راځي چې په دې پوه شي چې خدای پاک د هغوی څخه څه غواړي چې ویې کړي.

16. کله چې دوه تنه په خپل منځ کې کومه شخړه ولري، هغوی ماته راځي او زه دا پرېکړه کوم چې څوک په حقه دی. بیا هغوی ته د خدای پاک فرمانونه او قوانین بیانوم.>

17. بیا یترون وویل: <ته دا کار په صحیح طریقې سره نه کوې.

18. ته به خپل ځان او دا خلک سخت ستړي کړې. دا کار ستا دپاره ډېر سخت دی، ته یوازې دا کار نه شې کولی.

19. اوس ماته غوږ ونیسه چې تاته یوه ښه مشوره درکړم او خدای پاک به ستا سره مل وي. ستا دپاره دا ښه ده چې ته د خدای پاک په حضور کې د قوم نماینده ګي وکړې او د هغوی شخړې هغه ته راوړې.

20. هغوی ته د خدای پاک فرمانونه او قوانین ورزده کړه او د ژوند کولو طریقه وروښایه او ورته وښایه چې څه باید وکړي.

21. مګر له ټول قوم څخه لایق نفر وټاکه، داسې نفر چې د خدای پاک څخه وېریږي او د اعتبار وړ وي او د رشوت څخه کرکه کوي. هغوی په زر نفري، سل نفري، پنځوس نفري او لس نفري ډلو باندې مشران وټاکه.

22. هغوی پرېږده چې په دایمي توګه د قاضیانو په توګه د قوم خدمت وکړي. هغوی به سختې دعوې تاته راوړي او د کوچنیو شخړو پرېکړه به په خپله کوي. او په دې به ستا کار آسانه او بار به دې سپک شي.

23. که چېرې ته دا کار د خدای پاک د امر سره سم وکړې، هم به خپله ستړی نه شې او هم به د خلکو شخړې ژر حل شي او په خاطر جمعۍ سره به وکولی شي چې خپلو کورونو ته لاړ شي.>

24. حضرت موسیٰ د خپل خسر مشوره ومنله

25. او د ټولو اسراییلیانو څخه یې قابله نفر وټاکل. هغوی یې په زر نفري، سل نفري، پنځوس نفري او لس نفري ډلو باندې مشران وټاکل.

26. هغوی به همېشه د قاضیانو په توګه د خلکو خدمت کاوه. هغوی به سختې دعوې حضرت موسیٰ ته راوړلې، مګر د ساده دعوو پرېکړه به یې په خپله کوله.

27. بیا حضرت موسیٰ خپل خسر یترون رخصت کړ او یترون خپل وطن ته ستون شو.

About خروج Chapter 18

Read خروج Chapter 18 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: خروج
Chapter: 18
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading خروج. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading خروج Chapter 18 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is خروج Chapter 18?

خروج Chapter 18 is part of the Book of خروج in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete خروج Chapter 18 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from خروج

  1. خروج Chapter 32
  2. خروج Chapter 35
  3. خروج Chapter 24
  4. خروج Chapter 12
  5. خروج Chapter 39
  6. خروج Chapter 27
  7. خروج Chapter 15

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 139
  2. پیدایښت Chapter 11
  3. حبقوق Chapter 1
  4. اول تواریخ Chapter 9
  5. شمېر Chapter 23
  6. دوهم تواریخ Chapter 25
  7. صفنیا Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. لوقا Chapter 11
  2. هوشع Chapter 12
  3. دوهم تواریخ Chapter 15
  4. اشعیا Chapter 29
  5. غزل غزلونه Chapter 5
  6. کولسیانو ته Chapter 3
  7. لاویان Chapter 9
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *