Read اول سموئیل Chapter 30 Online
Read اول سموئیل Chapter 30 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول سموئیل 30
فصل 30
1. داود او د هغه نفر په دریمه ورځ صقلغ ته ورسېدل. هغه مهال چې هغوی هلته نه وو، عمالیقیانو د یهودا په جنوب او صقلغ باندې یرغل کړی ؤ. صقلغ یې سوزولی ؤ
2. او ښځې او کوچنیان یې د اسیرانو په توګه له ځان سره بیولي وو، مګر څوک یې وژلي نه وو.
3. کله چې داود او د هغه نفر صقلغ ته راورسېدل دوی پوه شول چې ښار سوزېدلی دی او د هغوی ښځې، زامن او لورګانې اسیران شوي دي.
4. نو داود او د هغه نفرو په لوړ اواز سره تر هغې پورې وژړل چې په هغوی کې نور د دې توان پاتې نه شو چې وژاړي.
5. حتیٰ د داود دوه ښځې، یزرعیلي اخینوعم او د کرملي نابال کونډه ابیجایل هم اسیرې شوې وې.
6. داود ډېر زیات پریشانه شو ځکه چې د هغه نفرو د هغه د سنګسارولو خبرې کولې. هغوی د خپلو ماشومانو د لاسه ورکولو له کبله ډېر په قهر وو. مګر داود د خپل څښتن خدای څخه د زړه قوت لاس ته راوړ.
7. بیا داود د اخیملک زوی ابیاتار کاهن ته وویل: <مقدس پېشبند ماته راوړه> او ابیاتار دا کار وکړ.
8. داود د څښتن څخه پوښتنه وکړه: <آیا زه د هغو یرغلګرو پسې ورشم؟ او هغوی ته به ورسیږم؟>څښتن ځواب ورکړ: <ورپسې ورشه! ته به په یقین سره هغوی ته ورسېږې او اسیران به ازاد کړې.>
9. نو داود او د هغه شپږسوه نفره روان شول. کله چې هغوی د بسور خوړ ته ورسېدل د دوی څخه ځینې هلته پاتې شول.
10. داود د څلورسوه نفرو سره تعقیبولو ته دوام ورکړ. نور دوه سوه نفره دومره ستړي شوي وو چې ویې نه شو کولی د هغه خوړ څخه تېر شي نو دوی شاته پاتې شول.
11. د داود نفرو یو مصري سړی په صحرا کې پیدا کړ او هغه یې داود ته راوست. هغه ته یې یو څه خواړه او اوبه ورکړل،
12. همدارنګه یې د اینځرو له کلچې څخه یوه ټوټه او د ممیزو دوه کلچې ورکړې. وروسته له دې چې هغه یې وخوړلې هغه بېرته قوي شو ځکه چې هغه درې ورځې او درې شپې نه څه خوړلي وو او نه څه څښلي وو.
13. داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: <ستا بادار څوک دی او د کوم ځای یې؟>هغه ځوان ځواب ورکړ: <زه مصری یم او د یوه عمالیقي غلام یم. درې ورځې کیږي چې ناروغ شوی یم، په دې خاطر مې خپل بادار پرېښودم.
14. مونږ د کریتیانو په علاقه، د یهودا په جنوبي برخه او د کالیب په سیمه باندې یرغل وکړ او همدارنګه مونږ د صقلغ ښار وسوزاوه.>
15. داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: <آیا ته به ما د هغو یرغلګرو پورې ورسوې؟>هغه ځواب ورکړ: <ماته د خدای په نوم باندې قسم وخوره چې ته به مې نه وژنې او نه به مې خپل بادار ته په لاس کې ورکوې، نو زه به تا هغوی ته ورسوم.>
16. نو دغه مصري داود هغوی ته ورساوه. یرغلګران په هر ځای کې خپاره شوي وو او د هغه ډېر لوی غنیمت له کبله چې د فلسطین او یهودا څخه یې نیولی ؤ، خوړل یې او څښل یې او جشن یې نیولی ؤ.
17. په راتلونکې ورځ د لمرخاته څخه مخکې داود په هغوی باندې حمله وکړه او تر ماښامه پورې یې جنګ وکړ. بې له هغو څلورسوه ځوانانو چې په اوښانو باندې سپاره شول او وتښتېدل بل هیڅ یو ورڅخه په تېښته بریالی نه شو.
18. داود ټول شیان چې عمالیقیانو وړي وو وژغورل چې په هغو کې د هغه دوه ښځې هم شاملې وې.
19. هیڅوک نه ؤ ورک شوی، نه ځوان او نه زوړ، نه زامن او نه لورګانې او نه هغه شیان چې عمالیقیانو د خپلو ځانونو دپاره د غنیمت په توګه نیولي وو. داود هرڅه بېرته تر لاسه کړل.
20. همدارنګه داود د عمالیقیانو ټولې رمې او پادې واخیستلې او د هغه نفرو دا د نورو څارویو په مخکې بیول او ویل یې: <دا د داود غنیمت دی!>
21. وروسته بیا داود هغو دوه سوه نفرو ته ورغی چې له ډېرې ستومانۍ څخه یې نه شو کولی چې د هغه پسې لاړ شي او د بسور په خوړ کې د هغه څخه شاته پاتې شوي وو. هغوی د داود او د هغو خلکو هرکلي ته ووتل چې د هغه سره وو. څنګه چې داود او د هغه نفر ورنژدې شول هغه د هغوی سره روغبړ او د احوال پوښتنه وکړه.
22. مګر ځینو بدو او بې کاره سړیو چې د داود سره تللي وو وویل: <دوی زمونږ سره لاړ نه شول نو مونږ به د غنیمت څخه دوی ته هیڅ ورنه کړو. دوی کولی شي چې خپلې ښځې او ماشومان واخلي او لاړ شي.>
23. مګر داود ځواب ورکړ: <ای زما ورونو! د هغه شیانو سره چې څښتن مونږ ته راکړي دي داسې کار نه شئ کولی! څښتن مونږ سلامت وساتلو او په یرغلګرو باندې یې مونږ ته بری راکړ.
24. څوک به په دې هکله ستاسو سره موافق نه دي. د هغه سړي برخه به چې د لوازمو سره پاتې کیږي د هغه چا د برخې سره برابره وي چې جنګ ته ځي. د ټولو برخې به یو برابر وي.>
25. داود دا یو قانون وټاکه او له هغه وخت نه تر نن ورځې پورې په اسراییلو کې د هغه څخه پیروي کیږي.
26. کله چې داود صقلغ ته ستون شو، هغه د غنیمت یوه برخه خپلو ملګرو ته چې د یهودا سپین ږیري وو د دې پیغام سره ولېږله: <دا د هغه غنیمت یوه برخه چې مونږ د څښتن د دښمنانو څخه نیولی ؤ ستاسو دپاره سوغات دی.>
27. هغه دا سوغاتونه هغو خلکو ته چې په بیت ئیل، د یهودا د جنوب په راموت کې او هغو خلکو ته چې د یتیر،
28. عروعیر، سفموت، اشتموع،
29. او د راکال په ښارونو کې وو او هغو ښارونو ته چې د یرحمئیلیانو او د قینیانو خېلونه په کې اوسېدل، ولېږل.
30. همدارنګه یې هغو خلکو ته چې د حرما، بورعاشان او عتاق په ښارونو کې وو
31. او د حبرون خلکو ته یې هم ولېږل. په دې توګه داود دا سوغاتونه ټولو هغو ځایونو ته ولېږل چېرته چې هغه او د هغه سړي په کې ګرځېدلي وو.
About اول سموئیل Chapter 30
Read اول سموئیل Chapter 30 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول سموئیل
Chapter: 30
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول سموئیل Chapter 30 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول سموئیل Chapter 30?
اول سموئیل Chapter 30 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 30 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-سموئیل
- اول سموئیل Chapter 10
- اول سموئیل Chapter 26
- اول سموئیل Chapter 6
- اول سموئیل Chapter 24
- اول سموئیل Chapter 17
- اول سموئیل Chapter 13
- اول سموئیل Chapter 4
Explore More from زوړ عهد
- لاویان Chapter 16
- یشوع Chapter 24
- حزقیال Chapter 14
- زبور Chapter 73
- واعظ Chapter 11
- متلونه Chapter 24
- غزل غزلونه Chapter 7