Read عبدي Chapter 1 Online
Read عبدي Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبدي in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عبدي and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
عبدي 1
فصل 1
1. دا د عبدياه رويا ده. دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ يې د ادوم د قوم په حقله فرمائى، مونږ د مالِک خُدائ نه يو پېغام واورېدو، هغۀ يو پېغمبر قومونو ته ولېږلو چې ورته وفرمائى، ”پاڅئ، او راځئ چې په ادوم حمله وکړُو.“
2. اے ادومه ګوره، زۀ به تا په قومونو کښې وړوکے کړم، تۀ به ډېر سپک شې.
3. تۀ خپل غرور دوکه کړے يې، تۀ چې د غرونو په غارونو کښې اوسېږې، او په اوچتو ځايونو کښې خپل کور جوړوې، تۀ چې د خپل ځان سره وائې چې، ”څوک ما لاندې زمکې ته راوستلے شى؟“
4. خو تر دې کۀ تاسو د باز په شان اوچت هم والوځئ، او خپله جاله د ستورو سره جوړه کړئ، نو زۀ به هلته نه هم تاسو لاندې راولم، مالِک خُدائ فرمائى.
5. کۀ غلۀ د شپې راشى او تا لوټ کړى، نو هغوئ به تا نه دومره څۀ پټ کړى څومره چې غواړى. کله چې خلق انګور راټولوى نو څۀ نه څۀ ترې نه پاتې شى. خو ستاسو دشمن به تاسو مکمل جارُو کړى.
6. د ادوم خلق، د عِيسو اولاد به په پوره توګه لوټ کړے شى، او د هغوئ پټې خزانې به يوړے شى.
7. تر دې چې ستا ټول اِتحاديان به هم تا ستا د خپل مُلک نه وزغلوى، ستا خپل ملګرى به تا دوکه کړى او په تا به زورَور شى. ستا اعتبارى دوستان به تا ته دام خور کړى، خو تا ته به دا معلوم نۀ وى.
8. مالِک خُدائ فرمائى، په هغه ورځ به د ادوم په ټوله علاقه کښې يو هوښيار کس هم باقى پاتې نۀ شى، ځکه چې د ادوم په غرونو به زۀ هغه هر يو کس تباه کړم څوک چې عقل لرى.
9. اے تيمانه، ستا جنګيالى به ويريږى، او د ادوم په غرونو کښې هر يو کس به حلال کړے شى.
10. تا خپل ورور يعقوب سره ظلم کړے دے نو په دې وجه به تۀ په شرمونو وشرمېږې او د همېشه دپاره به تباه او برباد شې.
11. په هغه ورځ تۀ لرې ولاړ وې کله چې غېر مُلکيان د هغۀ دروازو ته ورننوتل او د هغۀ نه يې مال دولت يوړلو، او د يروشلم د تقسيمولو دپاره يې پچه واچوله. نو تا په هيڅ نۀ کولو داسې رويه خپله کړې وه لکه چې تۀ هم د بنى اِسرائيلو دشمن يې.
12. تا له د خپل ورور د بد قسمتۍ په ورځ خوشحالېدل نۀ دى پکار، او نۀ درله د يهوداه د خلقو د تباهۍ په ورځ خوشحالېدل پکار دى، او نۀ درله د هغوئ د تکليف په ورځ لافې کول په کار دى.
13. تا له نۀ وو په کار چې زما د خلقو دروازو ته ننوتلے وې د هغوئ د تباهۍ په ورځ، او نۀ درله په کار وو چې تۀ د هغوئ د تباهۍ په ورځ د هغوئ په مصيبت باندې خوشحاله شوے وې، او نۀ د هغوئ د تباهۍ په ورځ هغوئ لوټ کړې.
14. تا له نۀ وو په کار چې په چوکونو کښې ولاړ وې او هغوئ دې وژل څوک چې تښتېدل. تا له نۀ وو پکار چې هغه بچ شوى خلق دې نيول او دشمن ته دې حواله کول، په کومه ورځ چې هغوئ په مصيبت کښې وُو.
15. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده، د ټولو قومونو دپاره. څنګه چې تاسو کړى دى، نو هم داسې به تاسو سره هم وشى. ستاسو عملونه به واپس ستاسو په خپل سر راشى.
16. اول تاسو زما په مقدس غرۀ زما د غضب جام وڅښلو، خو اوس به يې نور ټول قومونه څښى. بلکې هغوئ به دا په څښلو څښلو خالى کړى، او هغوئ به دې آخرى قطرې هم څټى. بيا به د هغوئ نام و نشان باقى پاتې نۀ شى، داسې به ښکارى لکه هغوئ چې بلکل وُو نه.
17. خو د صيون غر به د هغوئ دپاره د پناه ځائ شى څوک چې تښتى، دا به مقدس وى. او د يعقوب اولاد به دا ځائ د خپل ميراث په توګه قبضه کړى.
18. د يعقوب اولاد به لکه د اور په شان وى او د يوسف اولاد به لکه لمبه وى، او ادوم به لکه د بوسو په پوره توګه وسوزوى. د ادوم په اولاد کښې به څوک هم ژوندى پاتې نۀ شى. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.
19. د نجب خلق به د ادوم غرونه قبضه کړى، او د ښکته علاقو خلق به د فلستيه مُلک قبضه کړى، هغوئ به د اِفرائيم او سامريه علاقې قبضه کړى، او د بنيامين خلق به جِلعاد قبضه کړى.
20. د بنى اِسرائيلو جلاوطن کړے شوى خلق چې په کنعان کښې دى به د صارفت پورې مُلک قبضه کړى، د يروشلم جلاوطن کړے شوى څوک چې په سفاراد کښې دى هغوئ به د نجب په ښارونو قبضه وکړى.
21. خلاصون ورکونکى به د صيون غرۀ ته بره وخېژى چې د ادوم په غرونو باندې حکومت وکړى. او مالِک خُدائ به پخپله بادشاه وى.
About عبدي Chapter 1
Read عبدي Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبدي in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: عبدي
Chapter: 1
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عبدي. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading عبدي Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is عبدي Chapter 1?
عبدي Chapter 1 is part of the Book of عبدي in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete عبدي Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9