خروج Chapter 10

For English

Read خروج Chapter 10 Online

Read خروج Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of خروج and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

خروج 10

فصل 10

1. بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <فرعون ته ورشه، ځکه چې ما د هغه او د هغه درباریانو زړونه سخت کړي دي ترڅو هغوی ته خپلې معجزې وښایم

2. او د دې دپاره چې تاسو وکولی شئ خپلو اولادونو او لمسیو ته ووایئ چې څنګه مې د معجزو په ښودلو سره د مصریانو څخه احمقان جوړ کړل. بیا به تاسو ټول پوه شئ چې زه څښتن یم.>

3. نو حضرت موسیٰ او حضرت هارون فرعون ته ورغلل او ورته ویې فرمایل: <د عبرانیانو څښتن خدای داسې فرمایي: ترڅو پورې به ماته نه تسلیمېږې؟ زما قوم پرېږده چې لاړ شي او زما عبادت وکړي.

4. که چېرې ته د هغوی د پرېښودلو څخه انکار وکړې، زه به سبا ستا په هېواد باندې ملخان نازل کړم.

5. هغوی به د ځمکې مخ پټ کړي او ځمکه به نه ښکاري. او هرڅه چې د ږلۍ څخه پاتې شوي دي هغه به وخوري، حتیٰ هغه ونې چې پاتې شوې دي هغه به هم وخوري.

6. ستا کورونه، ستا د ټولو درباریانو او ستا د ټول قوم کورونه به د ملخانو څخه ډک شي. دا به د هغو شیانو څخه بدتر وي کوم چې ستاسو نیکونو د دې وطن په تاریخ کې لیدلي دي.> بیا حضرت موسیٰ د فرعون څخه لاړ.

7. فرعون ته خپلو درباریانو وویل: <ترڅه وخته پورې به دا سړی مونږ ته تکلیف راکوي؟ د اسراییلو خلک پرېږده چې لاړ شي ترڅو وکولی شي د څښتن خپل خدای عبادت وکړي. ته خبر نه یې چې مصر وران شوی دی؟>

8. حضرت موسیٰ او حضرت هارون یې بېرته فرعون ته راوستل او فرعون هغوی ته وویل: <تاسو لاړ شئ او د خپل څښتن خدای عبادت وکړئ. مګر څوک څوک به لاړ شي؟>

9. حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <مونږ ټول به د ځوانانو او سپین ږیرو سره لاړ شو. مونږ به خپل زامن، لورګانې، رمې او پادې هم د ځان سره بوځو، ځکه مونږ غواړو چې څښتن ته د احترام په خاطر جشن ونیسو.>

10. فرعون وویل: <زه په څښتن باندې قسم خورم چې تاسو به هیڅکله پرېنږدم چې خپلې ښځې او اولادونه له ځانه سره بوځئ! دا ښکاره خبره ده چې تاسو کوم بد نیت لرئ.

11. نه! یوازې سړي دې لاړ شي او د څښتن عبادت دې وکړي ځکه چې دا ستا غوښتنه ده.> بیا حضرت موسیٰ او حضرت هارون د فرعون د حضور څخه وشړل شول.

12. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <خپل لاس دې د مصر په خاوره باندې پورته کړه چې د ملخانو بلا راشي او هرڅه چې د ږلۍ څخه شنه پاتې شوي دي هغه وخوري.>

13. نو حضرت موسیٰ خپله امسا پورته کړه او څښتن له ختیځ له لوري په مصر باندې د یوې شپې او ورځې دپاره باد راوالوزاوه او د سهار په وخت کې یې ملخان له ځانه سره راوړي وو.

14. دې ملخانو د مصر ټول وطن ونیوه او دومره زیات وو چې داسې بلا نه چا لیدلې وه او نه به یې کله وویني.

15. ځمکه په ملخانو باندې داسې پټه شوه چې توره ښکارېدله. هرڅه چې د ږلۍ څخه پاتې شوي وو هغه یې وخوړل چې په هغو کې د ونو مېوې هم شاملې وې. یو شین بوټی او یا ونه هم د مصر په ځمکه کې پاتې نشوه.

16. فرعون ژر حضرت موسیٰ او حضرت هارون راوغوښتل او ورته ویې ویل: <ما ستاسو د څښتن خدای او ستاسو په مقابل کې ګناه کړې ده.

17. اوس یو ځل بیا زما ګناه وبخښئ او خپل څښتن خدای ته دعا وکړئ چې زما څخه دا وژونکې بلا لېرې کړي.>

18. حضرت موسیٰ له فرعون څخه لاړ او څښتن ته یې دعا وکړه.

19. څښتن د ختیځ باد په یو سخت لوېدیځ باد باندې بدل کړ او دغه باد ملخان سرې بحیرې ته یوړل. او په ټول مصر کې یو ملخ هم پاتې نه شو.

20. مګر څښتن د فرعون زړه سخت کړ او هغه اسراییلیان پرېنښودل چې لاړ شي.

21. بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <خپل لاس د اسمان خواته پورته کړه ترڅو د مصر په خاوره باندې توره تیاره راشي.>

22. نو حضرت موسیٰ خپل لاس د اسمان خواته پورته کړ او په مصر باندې د دریو ورځو دپاره بېخي تیاره راغله.

23. مصریانو نه شو کولی چې یو بل وویني او هیڅوک هم په هغه وخت کې د خپل کور څخه ونه وت. مګر چېرته چې اسراییلیان اوسېدل هلته رڼا وه.

24. بیا فرعون حضرت موسیٰ راوغوښت او ورته ویې ویل: <لاړ شئ او د څښتن عبادت وکړئ. حتیٰ ستاسو ښځې او ماشومان هم ستاسو سره تللی شي. مګر یوازې خپلې رمې او پادې پرېږدئ.>

25. حضرت موسیٰ وفرمایل: <ته باید مونږ ته د دې اجازه راکړې چې د ځان سره خپل حیوانات بوځو چې خپل څښتن خدای ته قربانۍ ګانې او سوزېدونکې نذرانې وړاندې کړو.

26. نه، مونږ د ځان سره به خپل حیوانات بوځو او یو حیوان به هم پاتې نه شي. مونږ به په خپله هغه انتخابوو چې له هغو څخه د خدای پاک په عبادت کې کار واخلو. ترڅو پورې چې هلته نه یو رسېدلي مونږ نه پوهېږو چې کوم حیوانات هغه ته قرباني کړو.>

27. مګر څښتن د فرعون زړه سخت کړ او هغه راضي نه ؤ چې هغوی تګ ته پرېږدي.

28. فرعون حضرت موسیٰ ته وویل: <زما له مخې څخه لېرې شه! بیا زما د لیدلو هڅه ونه کړې! که چېرې بیا زما سره مخامخ شوې نو په هماغه ورځ به ووژل شې!>

29. حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <ته رښتیا وایې، زه به بیا هیڅکله تا ونه وینم.>

About خروج Chapter 10

Read خروج Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: خروج
Chapter: 10
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading خروج. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading خروج Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is خروج Chapter 10?

خروج Chapter 10 is part of the Book of خروج in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete خروج Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from خروج

  1. خروج Chapter 35
  2. خروج Chapter 32
  3. خروج Chapter 24
  4. خروج Chapter 3
  5. خروج Chapter 13
  6. خروج Chapter 12
  7. خروج Chapter 39

Explore More from زوړ عهد

  1. اشعیا Chapter 38
  2. دوهم تواریخ Chapter 17
  3. متلونه Chapter 10
  4. زبور Chapter 88
  5. اول سموئیل Chapter 19
  6. دانیال Chapter 8
  7. پیدایښت Chapter 25

Related Chapters & Readings

  1. اول تواریخ Chapter 13
  2. ایوب Chapter 26
  3. اشعیا Chapter 1
  4. زکریا Chapter 4
  5. اول سموئیل Chapter 20
  6. لاویان Chapter 27
  7. اول سموئیل Chapter 1
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *