پیدایښت Chapter 14

For English

Read پیدایښت Chapter 14 Online

Read پیدایښت Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

پیدایښت 14

فصل 14

1. په هغه وخت کې د شنعار پادشاه امرافل، د الاسار پادشاه اریوک، د عیلام پادشاه کدرلاعمر او د قوئیم پادشاه تدعال

2. لاړل چې د نورو پنځو پادشاهانو یعنې د سدوم د پادشاه بارع، د عمورې د پادشاه برشاع، د ادمه د پادشاه شنعاب، د صبوئیم د پادشاه شمئیبر او د بالع د پادشاه سره (بالع هماغه صوغر دی) جنګ وکړي.

3. دغو پنځو پادشاهانو خپل ځواکونه د سدیم په دره کې چې اوس د ارام دریاب په نوم یادیږي سره یوځای کړل.

4. هغوی دولس کاله د کدرلاعمر د لاس لاندې وو، خو په دیارلسم کال هغوی یاغي شول.

5. په څوارلسم کال کدرلاعمر د هغو پادشاهانو سره چې د ده سره ملګري شوي وو، لاړ او رفائیانو ته یې په عشتروت قرنین، زوزیانو ته یې په هام او ایمیانو ته یې په شاوه قریتین کې

6. او حوریانو ته یې د ادوم په غرنۍ سیمه کې تر ایل فاران پورې چې دښتې ته نژدې دی ماتې ورکړه.

7. بیا هغوی بېرته راوګرځېدل او عین مشفاط ته چې وروسته د قادش په نوم یاد شو راغلل او د عمالیقیانو ټوله خاوره یې فتح کړه او اموریانو ته یې چې په حززون تامار کې اوسېدل ماتې ورکړه.

8. په هغه وخت کې د سدوم، عموره، ادمه، صبوئیم او د بالع (صوغر) پادشاهان ووتل او د سدیم په دره کې یې خپلې جنګي لیکې جوړې کړې

9. ترڅو د عیلام د پادشاه کدرلاعمر، د قوئیم د پادشاه تدعال، د شنعار د پادشاه امرافل او د الاسار د پادشاه اریوک په مقابل کې جنګ وکړي، یعنې څلور پادشاهان د پنځو په مقابل کې.

10. د سدیم په دره کې د قیر ډېرې کندې وې. کله چې د سدوم او عمورې پادشاهان د جګړې څخه وتښتېدل، هغوی په دې کندو کې وغورزېدل او پاتې پادشاهان غرونو ته وتښتېدل.

11. نو څلورو پادشاهانو د سدوم او عمورې ټول شیان چې په هغو کې د هغوی خواړه هم شامل وو واخیستل او لاړل.

12. هغوی د حضرت ابرام وراره لوط هم د هغه د ټول مال او جایداد سره د ځان سره یووړ، ځکه چې هغه په سدوم کې اوسېده.

13. یو نفر چې د هغو څخه تښتېدلی ؤ عبراني ابرام ته خبر ورکړ. په دې وخت کې حضرت ابرام هغو لویو ونو ته نژدې چې د اموري ممري پورې یې اړه درلودله اوسېده. ممری او د هغه ورونه اشکول او عانر ټول د حضرت ابرام سره ملګري وو.

14. کله چې حضرت ابرام خبر شو چې د هغه وراره نیول شوی دی، نو هغه خپل درې سوه اتلس جنګي نفر راوغوښتل او تر دان پورې په هغو څلورو پادشاهانو پسې شول.

15. د شپې په وخت کې حضرت ابرام خپل نفر سره ووېشل چې په دښمن باندې حمله وکړي او هغوی ته یې ماتې ورکړه او تر حوبې پورې چې د دمشق په شمال کې ده ورپسې شول.

16. حضرت ابرام هغه ټول سامان چې هغوی لوټ کړی ؤ او د ځان سره یې وړی ؤ بېرته راوګرځاوه. همدارنګه هغه خپل وراره حضرت لوط د هغه د شتمنۍ سره او ښځې او نور بندیان د ځان سره بېرته راوستل.

17. کله چې حضرت ابرام کدرلاعمر او د هغه سره ملګرو پادشاهانو ته ماتې ورکړه او بېرته راستون شو، د سدوم پادشاه د شاوه د درې پورې (چې د پادشاه د درې په نوم هم یادیږي) د هغه د لیدلو دپاره راغی.

18. ملکیصدق د سالیم پادشاه چې د خدای تعالیٰ کاهن ؤ د حضرت ابرام دپاره ډوډۍ او د انګورو شربت راوړل.

19. هغه حضرت ابرام ته برکت ورکړ او ویې ویل: <خدای تعالیٰ چې د ځمکې او اسمانونو پیدا کوونکی دی تاته برکت درکړي.

20. د خدای تعالیٰ ثناه دې وي چې ستا دښمنان یې تاته تسلیم کړل.> نو حضرت ابرام ملکیصدق ته د هغو شیانو چې هغه بېرته اخیستي وو، لسمه برخه ورکړه.

21. د سدوم پادشاه حضرت ابرام ته وویل: <زما ټول خلک بېرته ماته راکړه او شیان دې خپل ځان ته وساته.>

22. حضرت ابرام ځواب ورکړ: <زه د څښتن یعنې خدای تعالیٰ په حضور کې چې د ځمکې او اسمانونو پیدا کوونکی دی په کلکه قسم خورم

23. چې زه به ستا د شیانو څخه هیڅ شی حتیٰ یو تار یا د څپلۍ تسمه هم وانخلم. داسې نه چې بیا ووایې چې ابرام ما شتمن کړ.

24. زه به د خپل ځان دپاره هیڅ شی وانخلم. یوازینی شی چې زه به یې قبول کړم هغه هغه څه دي چې زما خلکو خوړلي دي او د هغه چا برخه چې زما سره تللي وو یعنې د عانر، اشکول او ممري برخه هغوی ته ورکړه.>

About پیدایښت Chapter 14

Read پیدایښت Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: پیدایښت
Chapter: 14
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading پیدایښت Chapter 14 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is پیدایښت Chapter 14?

پیدایښت Chapter 14 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 14 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from پیدایښت

  1. پیدایښت Chapter 39
  2. پیدایښت Chapter 12
  3. پیدایښت Chapter 9
  4. پیدایښت Chapter 10
  5. پیدایښت Chapter 1
  6. پیدایښت Chapter 38
  7. پیدایښت Chapter 5

Explore More from زوړ عهد

  1. زکریا Chapter 13
  2. زکریا Chapter 3
  3. اول پادشاهان Chapter 2
  4. اشعیا Chapter 58
  5. تثنیه Chapter 32
  6. دوهم تواریخ Chapter 36
  7. ارمیا Chapter 45

Related Chapters & Readings

  1. دوهم تواریخ Chapter 11
  2. استر Chapter 4
  3. قاضیان Chapter 16
  4. دوهم تیموتاوس Chapter 3
  5. متی Chapter 27
  6. اول تواریخ Chapter 7
  7. کولسیانو ته Chapter 2
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *