دوهم قرنتیانو ته Chapter 8

For English

Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 8 Online

Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم قرنتیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم قرنتیانو ته 8

فصل 8

1. زما ورُوڼو! مُونږ تاسو ته دَ خُدائے دَ هغه فضل خبر درکوُو کُوم چه په مِکدونيه کښے په جماعتُونو باندے وشو.

2. سره دَ دے چه په لوئے مُصيبت اَؤ په آزميښت کښے دَ هغوئ خوشحالى زياته شوه اَؤ باوجُود دَ دے چه ډير غريبان وُو، هغوئ دَ زړۀ دَ اِخلاصه ډيره چنده ورکړله.

3. اَؤ زَۀ ګواهى ورکوم چه هغوئ دَ خپل وس په مُطابق نه، بلکه دَ وس نه زيات په خپله خوښه ورکړل.

4. اَؤ دَ دے خيرات اَؤ دَ پاکانو دَ خدمت دَ شراکت په څپرکی کښے ئے ډير په زارو مُونږ ته خواست وکړو.

5. اَؤ هغوئ زمُونږ دَ اُميد نه زيات څۀ ورکړل بلکه خپل زړُونه ئے اول مالِک ته اَؤ بيا دَ خُدائے په مرضئ مُونږ ته وسپارل.

6. دَ دے دَ پاره مُونږ تيطوس ته نصيحت وکړو لکه څنګه چه هغه اول شروع کړے وه، هم هغه شان دِ په تاسو کښے دَ خيرات دغه کار هم پُوره کړى.

7. نو لکه څنګه چه تاسو په هره خبره کښے، دَ ايمان اَؤ کلام اَؤ عِلم اَؤ جوش اَؤ هغه مينه چه تاسو مُونږ سره لرله، په هغے کښے وړاندے شوى يئ هم هغه شان دَ خيرات په دے کار کښے هم وړاندے شئ.

8. زَۀ دَ حُکم په طور نۀ وايم بلکه دَ دے دَ پاره وايم چه دَ نورو دَ جوش دَ مِثال ورکولو سره ستاسو دَ مينے رښتينوالے وآزمئيم.

9. ځکه چه تاسو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ فضل نه خبر يئ چه سره دَ دے چه هغه غنى وو خو ستاسو دَ پاره غريب جوړ شو، دَ دے دَ پاره چه تاسو دَ هغه غريب په سبب غنيان شئ.

10. اَؤ زَۀ په دے څپرکی کښے خپله رائے درکوم ځکه چه دا ستاسو دَ پاره ښه ده، دَ پاره دَ دے چه تير کال تاسو نه تش په دے کار کښے بلکه دَ هغے په اِراده کښے هم وړُومبى وئ،

11. نو بيا دا کار پُوره هم کړئ. لکه څنګه چه تاسو په اِراده کولو کښے چاخ وئ هم هغه شان دَ وس په مُطابق ئے پُوره هم کړئ.

12. ځکه چه که نيت وى نو خُدائے چنده دَ هغے په مُطابق قبلوى څۀ چه دَ سړى سره وى، نۀ چه دَ هغے په مُطابق چه دَ هغۀ سره نۀ وى.

13. داسے خبره نۀ ده چه دَ نورو بوج کم شى اَؤ ستاسو زيات، بايد چه يووالے وى.

14. چُونکه دا وخت تاسو سره زيات څۀ دى اَؤ تاسو دَ هغوئ کمے پُوره کولے شئ، اَؤ کله چه دَ هغوئ سره زيات شى اَؤ تاسو سره کم، نو هغوئ به ستاسو کمے پُوره کولے شى، اَؤ دغه شان به يووالے قائم ساتلے شى.

15. لکه چه صحيفے وائى چه : ”چا چه ډير جمع کړل دَ هغۀ څۀ زيات نۀ وُواَؤ چا چه کم جمع کړل دَ هغه څۀ کم نۀ وُو.“

16. دَ خُدائے شکر دے چه هغۀ دَ تيطوس په زړۀ کښے هم ستاسو دَ پاره زما په شان سرګرمى پيدا کړے ده.

17. نۀ تش دا چه تيطوس زمُونږ خواست ومنلو بلکه هغه خو دومره خواهش لرى چه هغه په خپله مرضئ زمُونږ نه اوس تاسو ته در روانيږى.

18. دَ هغۀ سره مُونږ خپل هغه ورور درليږُو دَ چا تعريف دَ زيرى له کبله په ټولو جماعتُونو کښے کيږى.

19. اَؤ نۀ صرف دا بلکه هغه دَ جماعتُونو له خوا نه دَ دے چندے په رسولو کښے زمُونږ دَ سفر ملګرے مُقرر شو، اَؤ مُونږ دا خدمت ځکه وکړو چه دَ مالِک جلال اَؤ زمُونږ شوق ښکاره شى.

20. اَؤ مُونږ دَ هغه لوئے چندے په څپرکی کښے چه خدمت کوُو، خپل ځانُونه ساتُو چه څوک په مُونږ اِعتراض ونۀ کړى.

21. ځکه چه مُونږ دَ داسے څيزُونو تدبير کوُو چه هغه نۀ صرف دَ خُدائے په مخکښے غوره وى بلکه دَ خلقو په مخکښے هم.

22. اَؤ مُونږ دَ هغوئ سره هغه بل ورور درليږلے دے کُوم چه مُونږ په ډيرو خبرو کښے څو څو واره آزمائيلے اَؤ سرګرم مُوندلے دے خو هر کله چه دَ هغۀ په تاسو ډير باور دے ځکه خو اوس زيات په جوش کښے دے.

23. که څوک دَ تيطوس په څپرکی کښے تپوس وکړى نو هغه زما شريک اَؤ ستاسو دَ پاره زما دَ خدمت ملګرے دے. که چرے زمُونږ دَ نورو ورُوڼو په څپرکی تپوس وشى نو هغوئ دَ جماعتُونو اَستازى اَؤ دَ مسيح جلال دى.

24. نو بيا خپله مينه ورته وښايئ چه ټول جماعتُونه ووينى چه مُونږ په تاسو بے فائدے فخر نۀ کوُو.

About دوهم قرنتیانو ته Chapter 8

Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم قرنتیانو ته
Chapter: 8
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم قرنتیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم قرنتیانو ته Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم قرنتیانو ته Chapter 8?

دوهم قرنتیانو ته Chapter 8 is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم قرنتیانو ته Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم-قرنتیانو-ته

  1. دوهم قرنتیانو ته Chapter 4
  2. دوهم قرنتیانو ته Chapter 12
  3. دوهم قرنتیانو ته Chapter 10
  4. دوهم قرنتیانو ته Chapter 11
  5. دوهم قرنتیانو ته Chapter 9
  6. دوهم قرنتیانو ته Chapter 7
  7. دوهم قرنتیانو ته Chapter 13

Explore More from نوی عهد

  1. مرقس Chapter 8
  2. اول تیموتاوس Chapter 4
  3. عبرانیانو ته Chapter 5
  4. لوقا Chapter 8
  5. یعقوب Chapter 2
  6. اعمال رسولان Chapter 21
  7. مرقس Chapter 6

Related Chapters & Readings

  1. خروج Chapter 3
  2. حزقیال Chapter 14
  3. دوهم پطروس Chapter 2
  4. متی Chapter 20
  5. زبور Chapter 40
  6. اول پادشاهان Chapter 10
  7. دوهم تواریخ Chapter 17
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *