Read یشوع Chapter 2 Online
Read یشوع Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یشوع and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
یشوع 2
فصل 2
1. بیا د نون زوی یوشع د شطیم له کمپ څخه په پټه دوه جاسوسان د دې حکم سره ولېږل چې لاړ شي او د کنعان د خاورې او په خاصه توګه د اریحا د ښار وضع وڅېړي. کله چې هغوی ښار ته ورسېدل، نو هغوی لاړل چې د راحاب په نوم د یوې فاحشې په کور کې شپه تېره کړي.
2. د اریحا پادشاه خبر شو چې نن شپه ځینې اسراییلیان راغلي دي چې په دې خاوره کې جاسوسي وکړي،
3. نو هغه راحاب ته دا پیغام ورولېږه: <هغه خلک چې ستا کور ته راغلي دي غواړي چې د ټولې خاورې جاسوسي وکړي! هغوی بیرون راوباسه!>
4. -
6. هغې په ځواب کې وویل: <ځینې خلک زما کور ته راغلي وو، مګر زه نه پوهېږم چې هغوی د کوم ځای وو. هغوی د لمرپرېواته په وخت کې مخکې له دې چې د ښار دروازه وتړل شي لاړل. زه پوه نشوم چې هغوی چېرته تلل، خو که چېرې تاسو ژر ورپسې ورشئ نو کولی شئ چې هغوی ونیسئ.> (راحاب هغه دوه جاسوسان د بام سرته بیولي وو او هغوی یې د کتان د بوټو د ډنډرو لاندې چې هلته یې ایښي وو پټ کړي وو.)
7. د پادشاه نفر د ښار څخه لاړل او بیا دروازه بنده شوه. هغوی د اسراییلي جاسوسانو د لټولو په خاطر تر هغه ځای پورې لاړل په کوم ځای کې چې خلک به د اردن له سیند څخه تېرېدل.
8. د شپې له خوا مخکې له دې چې جاسوسان ویده شي، راحاب بام ته وروختله
9. او هغوی ته یې وویل: <زه پوهېږم چې څښتن دا ځمکه تاسو ته درکړې ده او هرڅوک په دې هېواد کې ستاسو څخه سخت وېریږي.
10. مونږ اورېدلي دي کله چې تاسو له مصر څخه راوتلئ نو څښتن څنګه ستاسو په مخکې د سرې بحیرې اوبه وچې کړې. او مونږ خبر یو چې تاسو څنګه د اموریانو دوه پادشاهان یعنې سیحون او عوج د اردن د سیند په ختیځ کې ووژل.
11. څنګه چې مونږ له دې څخه خبر شو، نو ووېرېدو او خپل جرأت مو له لاسه ورکړ. ځکه چې ستاسو څښتن خدای د ځمکې او اسمان خدای دی.
12. نو اوس ماته د هغه په نوم قسم وخورئ چې تاسو به زما د کورنۍ سره داسې له مهربانۍ څخه ډکه رویه کوئ، لکه څنګه چې ما ستاسو سره کړې ده او ماته یوه داسې نښه راکړئ چې په تاسو باندې اعتبار وکړم.
13. زما سره وعده وکړئ چې زما مور او پلار، زما ورونه او خوېندې او د هغوی ټولې کورنۍ به ژغورئ! مونږ مه پرېږدئ چې مړه شو.>
14. هغو سړیو هغې ته وویل: <که چېرې مونږ په خپلې خبرې باندې عمل ونه کړ نو خدای دې زمونږ ژوند واخلي! که چېرې ته چاته ونه وایې چې مونږ څه کوو، مونږ ستا سره وعده کوو کله چې څښتن مونږ ته دا ځمکه راکړي مونږ به ستا سره ښه رویه وکړو.>
15. نو راحاب هغوی په یوې رسۍ باندې د کړکۍ په لار ښکته کړل، ځکه چې په کوم کور کې چې هغه اوسېدله هغه د ښار په دېوال باندې ؤ.
16. راحاب هغوی ته وویل: <غونډیو ته لاړ شئ، که نه، نو د پادشاه نفر به تاسو راپیدا کړي. درې ورځې هلته ځانونه پټ کړئ ترڅو هغوی بېرته راشي، وروسته بیا کولی شئ چې په خپله لاره باندې لاړ شئ.>
17. سړیو هغې ته وویل: <په کومه وعده باندې چې تا مونږ مجبور کړو په هغې باندې به عمل کوو.
18. هغه څه چې ته یې باید وکړې دا دي: کله چې مونږ ستاسو په خاوره باندې حمله وکړه، دا سور مزی په هغې کړکۍ باندې وتړه چې تا ورباندې راښکته کړو. خپل پلار، مور، ورونه او د خپل پلار ټوله کورنۍ په خپل کور کې سره راغونډ کړه.
19. که چېرې څوک ستا د کور څخه ووزي، د هغه خون به د هغه په خپله غاړه وي او مسئولیت به یې زمونږ په غاړه نه وي. مګر که چېرې ستا په کور کې چاته زیان ورسیږي، بیا به مسئولیت زمونږ په غاړه وي.
20. مګر که چېرې چاته ووایې چې مونږ څه کوو، نو بیا به مونږ مجبور نه یو په هغې وعدې باندې ټینګ پاتې شو کومه چې تا په مونږ باندې کړې وه.>
21. راحاب دا خبره ومنله او هغوی یې رخصت کړل. کله چې هغوی لاړل، هغې په کړکۍ باندې سور مزی وتړه.
22. هغه جاسوسان غونډیو ته لاړل او پټ شول. د پادشاه نفرو درې ورځې د هغې سیمې ټولې لارې ولټولې، خو هغوی یې پیدا نکړل، نو هغوی بېرته اریحا ته راستانه شول.
23. بیا هغه دوه جاسوسان د غونډیو څخه راکوز شول، د اردن له سیند څخه تېر شول او بېرته یوشع ته ورغلل. هرڅه چې په هغوی باندې تېر شوي وو هغه ته یې بیان کړل.
24. هغوی یوشع ته وویل: <مونږ باور لرو چې څښتن مونږ ته هغه ټول هېواد راکړی دی. د هغه ځای ټول خلک زمونږ څخه سخت وېریږي.>
About یشوع Chapter 2
Read یشوع Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: یشوع
Chapter: 2
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یشوع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading یشوع Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is یشوع Chapter 2?
یشوع Chapter 2 is part of the Book of یشوع in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete یشوع Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- اول پادشاهان Chapter 21
Explore More from یشوع
- یشوع Chapter 8
- یشوع Chapter 15
- یشوع Chapter 9
- یشوع Chapter 13
- یشوع Chapter 7
- یشوع Chapter 3
- یشوع Chapter 23