اشعیا Chapter 61

For English

Read اشعیا Chapter 61 Online

Read اشعیا Chapter 61 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 61

فصل 61

1. د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم، د خلاصون اعلان وکړم او غلامانو ته آزادۍ ورکړم.

2. هغۀ زۀ د دې دپاره رالېږلے يم چې د مالِک خُدائ د برکت نه ډک کال اعلان وکړم، او د خُدائ پاک د بدل اخستلو ورځ راغلې ده چې ټولو ماتم کوونکو ته تسلى ورکړم.

3. څوک چې په صيون کښې ماتم کوى نو هغوئ له به د ايرو په ځائ ښائسته تاج ورکړم، او د غم په ځائ به خوشحالى ورکړم، او د پرېشانۍ په ځائ به حمد‌و‌ثناء ورکړم. هغوئ به په خپل صداقت کښې د څېړۍ د داسې ونو په شان وى چې مالِک خُدائ په خپله د خپل جلال دپاره کَرلى وى.

4. هغوئ به پخوانى کنډرات بيا آباد کړى او د هغه ځايونو مرمت به وکړى کوم چې ډېره موده مخکښې تباه شوى وُو. هغوئ به هغه تباه شوى ښارونه بيا قائم کړى کوم چې تر ډېرو نسلونو پورې غېر آباد وُو.

5. د نورو مُلکونو خلق به ستاسو خِدمت کوى. هغوئ به ستاسو د رَمو خيال ساتى، ستاسو پټو کښې به يوه کوى او ستاسو د انګورو د باغونو خيال به ساتى.

6. په هغه وخت به تاسو د مالِک خُدائ اِمامان يادېږئ، او خلق به تاسو ته د خُدائ پاک خادِمان وائى. تاسو به د نورو قومونو د مال دولت نه خوند واخلئ او د هغوئ نه چې کوم مال حال تاسو ته ملاويږى په هغې به لافې وهئ.

7. د بې‌عزتۍ او سپکاوى په ځائ به تاسو ته يو په دوه عزت درکړے شى. په خپل مُلک کښې به تاسو د مال دولت يو په دوه حِصه دار يئ، او ستاسو خوشحالى به د همېشه دپاره وى.

8. مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ د اِنصاف سره مينه کوم او زۀ د غلا او بدۍ نه نفرت کوم. زۀ به وفادارۍ سره خپلو خلقو له د هغوئ اجر ورکړم او د هغوئ سره به د همېشه دپاره يو لوظ وکړم.

9. د هغوئ نسل به په قومونو کښې او د هغوئ اولاد به په اُمتونو کښې مشهور شى، هر څوک چې هغوئ وګورى نو پته به ورته لګى چې دا هغه خلق دى چا له چې مالِک خُدائ برکت ورکړے دے.“

10. زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.

11. لکه څنګه چې زمکه شينکے راټوکوى او باغ خپل تخم زرغونوى، نو داسې به خُدائ تعالىٰ خلق صداقت ته جوړ کړى او دوئ به د ټولو قومونو په مخکښې د هغۀ ثناء او صِفت وکړى.

About اشعیا Chapter 61

Read اشعیا Chapter 61 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 61
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 61 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 61?

اشعیا Chapter 61 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 61 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 18
  4. اشعیا Chapter 66
  5. اشعیا Chapter 51
  6. اشعیا Chapter 29
  7. اشعیا Chapter 55

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 98
  2. دوهم سموئیل Chapter 20
  3. اول تواریخ Chapter 1
  4. یونس Chapter 2
  5. عبدي Chapter 1
  6. زبور Chapter 56
  7. متلونه Chapter 2

Related Chapters & Readings

  1. تثنیه Chapter 18
  2. اشعیا Chapter 50
  3. ارمیا Chapter 44
  4. رومیانو ته Chapter 5
  5. رومیانو ته Chapter 1
  6. پیدایښت Chapter 7
  7. اول یوحنا Chapter 1
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *