پیدایښت Chapter 15

For English

Read پیدایښت Chapter 15 Online

Read پیدایښت Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

پیدایښت 15

فصل 15

1. وروسته بیا څښتن په رویا کې حضرت ابرام ته وفرمایل: <ای ابرامه مه وېرېږه، زه ستا سپر یم او تاته به ډېر لوی اجر درکړم.>

2. حضرت ابرام وفرمایل: <ای څښتن تعالیٰ، ماته به څه راکړې ځکه چې زه بې اولاده پاتې شوم. زما یوازینی وارث دمشقي الیعازر دی.

3. ماته دې اولادونه نه دي راکړي، نو زما د کورنۍ نوکر به زما میراث خور شي.>

4. څښتن په ځواب کې وفرمایل: <دا سړی به ستا میراث خور نه وي بلکه ستا خپل زوی چې په خپله ستا څخه به پیدا شي، ستا میراث خور وي.>

5. څښتن هغه دباندې وویست او ورته ویې فرمایل: <اسمان ته وګوره او هڅه وکړه چې ستوري وشمارې، نو ستا اولاده به د هغو په شان دومره زیاته وي.>

6. حضرت ابرام په څښتن باندې باور وکړ او په دې خاطر څښتن د هغه څخه خوشاله شو او هغه یې قبول کړ.

7. بیا څښتن هغه ته وفرمایل: <زه هغه څښتن یم چې ته مې د اور کلدانیانو څخه راوویستلې چې دا ځمکه تاته درکړم او ستا ملکیت شي.>

8. مګر حضرت ابرام وفرمایل: <ای څښتن تعالیٰ، زه به څنګه پوه شم چې هغه به زما شي؟>

9. نو څښتن هغه ته وفرمایل: <ماته یوه درې کلنه غوا، درې کلنه وزه، درې کلن پسه، یوه کوتره او یوه قمري راوړه.>

10. حضرت ابرام دا ټول هغه ته راوړل او هر یو یې په منځ کې دوه ټوټې کړ او هره نیمه شوې ټوټه یې بلې ټوټې ته مخامخ کېښودله، مګر مرغان یې دوه ټوټې نه کړل.

11. کله چې ټپوسان د دې مړو حیواناتو په تنو باندې راکوز شول حضرت ابرام هغه وشړل.

12. کله چې لمر په پرېوتلو شو، په حضرت ابرام باندې ډېر دروند خوب راغی او سخته وېروونکې تیاره ورباندې راغله.

13. څښتن هغه ته وفرمایل: <په دې پوه شه چې ستا اولاده به په پردۍ خاوره کې مسافره شي او هغوی به هلته غلامان شي او په دوی باندې به څلورسوه کاله ظلم کیږي.

14. مګر زه به هغه قوم ته چې دوی یې غلامي کوي جزا ورکړم او پس له هغې به دوی د ډېرې شتمنۍ سره ووزي.

15. ته به په پاخه عمر کې په ارامۍ سره مړ شې او ښخ به شې.

16. ستا اولاده به له څلورم نسل څخه وروسته بېرته دلته راشي، ځکه زه به تر هغې پورې اموریان ونه شړم ترڅو پورې چې هغوی دومره بدکاره شي چې باید سزا ومومي.>

17. کله چې لمر پرېوت او تیاره شوه، د لوګي څخه ډک یو تنور او بلېدونکی څراغ راښکاره شول او د دې ټوټو له منځ څخه تېر شول.

18. په هماغه ورځ څښتن د حضرت ابرام سره لوظ وکړ او ویې فرمایل: <زه ستا اولادې ته دا ټوله خاوره د مصر د سیند څخه نیولې د فرات تر لوی سیند پورې ورکوم

19. یعنې د قینیانو، قنزیانو، قدمونیانو،

20. حیتیانو، فرزیانو، رفائیانو،

21. اموریانو، کنعانیانو، جرجاشیانو او یبوسیانو خاوره.>

About پیدایښت Chapter 15

Read پیدایښت Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: پیدایښت
Chapter: 15
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading پیدایښت Chapter 15 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is پیدایښت Chapter 15?

پیدایښت Chapter 15 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 15 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from پیدایښت

  1. پیدایښت Chapter 39
  2. پیدایښت Chapter 12
  3. پیدایښت Chapter 10
  4. پیدایښت Chapter 9
  5. پیدایښت Chapter 1
  6. پیدایښت Chapter 38
  7. پیدایښت Chapter 21

Explore More from زوړ عهد

  1. متلونه Chapter 19
  2. زبور Chapter 149
  3. قاضیان Chapter 11
  4. پیدایښت Chapter 47
  5. متلونه Chapter 13
  6. اشعیا Chapter 55
  7. زبور Chapter 3

Related Chapters & Readings

  1. واعظ Chapter 3
  2. عزرا Chapter 10
  3. اول سموئیل Chapter 20
  4. تثنیه Chapter 31
  5. دوهم قرنتیانو ته Chapter 9
  6. دوهم سموئیل Chapter 8
  7. لاویان Chapter 2
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *