اول سموئیل Chapter 13

For English

Read اول سموئیل Chapter 13 Online

Read اول سموئیل Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول سموئیل 13

فصل 13

1. شائول دېرش کلن ؤ چې پادشاه شو او دوه څلوېښت کاله یې په اسراییلو پادشاهي وکړه.

2. شائول د اسراییلو څخه درې زره نفره غوره کړل چې دوه زره نفره د هغه سره په مخماس او د بیت ئیل په غرنۍ سیمه کې وو او زر نفره د هغه د زوی یوناتان سره په جبعه کې وو کومه چې د بنیامین په سیمه کې ده. پاتې نفر یې بېرته خپلو کورونو ته ولېږل.

3. یوناتان په جبع کې د فلسطینیانو په پوسته باندې حمله وکړه او له منځه یې یووړه. فلسطینیانو دا خبره واورېدله. بیا شائول استازي ولېږل چې په ټول هېواد کې د سرني په غږولو سره عبرانیان جنګ ته راوغواړي.

4. ټول اسراییلیان خبر شول چې شائول د فلسطینیانو پوسته له منځه یووړه او فلسطینیانو د اسراییلو څخه کرکه وکړه. په دې خاطر د اسراییلو قوم راوغوښتل شو چې په جلجال کې د شائول سره یوځای شي.

5. فلسطینیان سره راغونډ شول چې د اسراییلو سره جنګ وکړي. د هغوی سره دېرش زره جنګي ګاډۍ، شپږ زره د اس سپاره او د دریاب د غاړې د شګو په شان زیات پیاده عسکر وو. هغوی روان شول او په مخماس کې یې چې د بیت آون په ختیځ کې پروت دی خېمې ودرولې.

6. د اسراییلو عسکر پوه شول چې زمونږ شمېر ډېر کم دی او په دې خاطر به جنګ وبایلو. ځینې اسراییلیان په سمڅو، ونو بوټو، د ګټونو په منځ کې، په کندو او یا په څاه ګانو کې پټ شول.

7. نور د اردن د سیند څخه د جاد او جلعاد سیمو ته پورې وتل.شائول په جلجال کې پاتې ؤ او هغه خلک چې د هغه سره وو له وېرې څخه لړزېدل.

8. شائول اووه ورځې د سموئیل انتظار وکړ، لکه څنګه چې سموئیل ورته ویلي وو. مګر سموئیل جلجال ته رانغی او خلک د شائول څخه هرې خواته خپاره کېدل.

9. په دې خاطر شائول وویل: <سوزېدونکې نذرانه او د سولې نذرانې راته راوړئ> او شائول سوزېدونکې نذرانه وړاندې کړه.

10. څنګه چې هغه د سوزېدونکې نذرانې د وړاندې کولو څخه وزګار شو، سموئیل راورسېد او شائول د هغه د هرکلي دپاره لاړ.

11. سموئیل پوښتنه وکړه: <څه دې وکړل؟>شائول په ځواب کې وویل: <خلک زما نه خپاره کېدل او ته په ټاکلي وخت رانغلې. برسېره پر دې، فلسطینیان په مخماس کې سره راغونډېدل.

12. نو ځکه ما فکر وکړ چې اوس به فلسطینیان دلته په جلجال کې پر ما حمله وکړي. څنګه چې ما د څښتن څخه مرسته ونه غوښتله، نو ما خپل ځان مجبور وګاڼه چې سوزېدونکې نذرانه وړاندې کړم.>

13. سموئیل ځواب ورکړ: <تا احمقانه کار کړی دی او د خپل څښتن خدای امر دې په ځای کړی نه دی. هغه غوښتل چې ته او ستا اولاده د تل دپاره پادشاهي وکړي.

14. مګر اوس به ستا پادشاهي دوام ونه کړي. په دې خاطر چې تا د هغه د حکم څخه سرغړونه کړې ده، څښتن د خپلې خوښې یو سړی پیدا کړی دی چې د هغه په قوم باندې پادشاه شي.>

15. سموئیل جلجال پرېښود او په خپله لاره لاړ. شائول لاړ چې د خپلو عسکرو سره یوځای شي نو پاتې خلک د هغه پسې لاړل. هغوی د جلجال څخه جبعې ته چې د بنیامین په سیمه کې ده لاړل. شائول خپل لښکر وشماره، د هغو شمېر شپږسوه تنه وو.

16. شائول، د هغه زوی یوناتان او هغه خلک چې د دوی سره وو په جبع کې چې د بنیامین په سیمه کې ده پاتې شول. په دې وخت کې فلسطینیانو په مخماس کې خېمې ودرولې وې.

17. یرغل کوونکي د فلسطینیانو د خېمو څخه په دریو ډلو کې راووتل، یوه ډله د عفرې خواته چې د شوعال په سیمه کې ده لاړه.

18. دوهمه ډله د بیت حورون خواته او درېمه ډله د هغې غونډیو سلسلې ته لاړه چې ورڅخه د صبوئیم دره او دښته ښکاره کیږي.

19. په هغو ورځو کې په اسراییلو کې آهنګر نه ؤ، ځکه چې فلسطینیانو دا پرېکړه کړې وه چې عبرانیان د تورو او نېزو د جوړولو څخه منع کړي.

20. (ټول اسراییلیان به فلسطیني آهنګرانو ته تلل چې خپلې یوې، تبرونه او رمبي تیرې کړي.

21. د ښاخۍ، تبر او د چوکې د څوکې د تېره کولو اجوره د یو مثقال دوه په دریو برخو وه او د یوې او رمبي د تېره کولو اجوره دوه برابره وه.)

22. په دې خاطر د جنګ په ورځ پرته د شائول او د هغه زوی یوناتان څخه هیڅ اسراییلي عسکر توره یا نېزه نه درلودله.

23. فلسطینیانو د خپلو عسکرو یوه ډله واستوله چې د مخماس د غاښي څخه دفاع وکړي.

About اول سموئیل Chapter 13

Read اول سموئیل Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول سموئیل
Chapter: 13
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول سموئیل Chapter 13 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول سموئیل Chapter 13?

اول سموئیل Chapter 13 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 13 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-سموئیل

  1. اول سموئیل Chapter 10
  2. اول سموئیل Chapter 26
  3. اول سموئیل Chapter 6
  4. اول سموئیل Chapter 24
  5. اول سموئیل Chapter 3
  6. اول سموئیل Chapter 19
  7. اول سموئیل Chapter 15

Explore More from زوړ عهد

  1. غزل غزلونه Chapter 6
  2. لاویان Chapter 17
  3. حزقیال Chapter 22
  4. تثنیه Chapter 13
  5. عاموس Chapter 2
  6. اول سموئیل Chapter 9
  7. قاضیان Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. پیدایښت Chapter 43
  2. لاویان Chapter 2
  3. تثنیه Chapter 5
  4. دوهم تواریخ Chapter 35
  5. استر Chapter 1
  6. متی Chapter 23
  7. اعمال رسولان Chapter 20
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *