ایوب Chapter 1

For English

Read ایوب Chapter 1 Online

Read ایوب Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ایوب 1

فصل 1

1. په يوه زمانه کښې د عُوض په مُلک کښې يو سړے وو چې نوم يې ايُوب وو. دا يو بې‌داغه او نېک سړے وو، هغه يو داسې کس وو چې د خُدائ پاک نه يرېدو او د بدۍ نه يې ځان ساتلو.

2. د هغۀ اووۀ زامن او درې لوڼه وې.

3. هغۀ سره اووۀ زره ګډې، درې زره اوښان، د غوَيانو پينځۀ سوه قلبې، پينځۀ سوه خرې وې او ډېر زيات نوکران يې وُو، نو دے د مشرقى علاقې په خلقو کښې د ټولو نه زيات مالداره وو.

4. د هغۀ زامنو په خپلو کورونو کښې وار په وار مېلمستيا کوله، او هغوئ به خپلو درې واړو خوېندو له دعوت ورکولو چې د هغوئ سره خوراک څښاک وکړى.

5. او کله به چې د مېلمستيا ورځ تېره شوه، نو ايُوب به سحر وختى پاڅېدو او د هر يو بچى دپاره يې د ګناه نه د پاکوالى سوزېدونکې نذرانه پېش کوله، ايُوب به همېشه دا کار د دې دپاره کولو چې د هغۀ خيال وو چې کېدے شى چې زما بچو ګناه کړې وى او په خپلو زړُونو کښې يې خُدائ پاک ته بدرد وئيلى وى.

6. يو ځل آسمانى مخلوق راغلل چې خپل ځانونه د مالِک خُدائ په مخکښې حاضر کړى او شېطان هم د هغوئ سره راغلو.

7. مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”تا څۀ کول؟“ نو شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”زۀ په دُنيا کښې ګرځېدم راګرځېدم.“

8. نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”ستا زما د خِدمت کوونکى ايُوب په باره کښې څۀ خيال دے؟ ګوره په دُنيا کښې د هغۀ په شان هيڅ څوک هم نشته، هغه يو بې‌داغه او نېک سړے دے چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او د بدۍ نه ځان ساتى.“

9. بيا شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”آو، خو ايُوب په څۀ وجه د خُدائ پاک نه يريږى؟

10. تا همېشه د هغۀ، د هغۀ د کور او د هغۀ د هر څۀ حِفاظت کړے دے، تا هغۀ له په هر کار کښې برکت ورکړے دے او په دې مُلک کښې تا هغۀ له بې‌شمېره رَمې ورکړې دى.

11. خو کۀ تۀ اوس د هغۀ نه هغه هر څۀ واخلې نو هغه به ستا په حضور کښې په تا لعنت ووائى.“

12. نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”بلکل ټيک ده د هغۀ سره چې هر څۀ دى هغه ستا په اختيار کښې دى، خو چې هغه تباه نۀ کړې.“ نو شېطان د مالِک خُدائ د حضور نه لاړو.

13. يوه ورځ چې د هغۀ زامنو او لوڼو د خپل مشر ورور په کور کښې روټۍ خوړله او مے يې څښل،

14. نو يو پېغام وړونکے ايُوب له راغلو او ورته يې ووئيل، ”غوَيانو يوې کولې او خرې يې په څنګ کښې څرېدلې،

15. او د سبائيانو څۀ خلقو حمله وکړه او څاروى يې بوتلل او نوکران يې په تُوره ووژل، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“

16. هغۀ لا خبرې ختمې کړې نۀ وې چې يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”د خُدائ پاک تندر د آسمان نه راوغورزېدو او ګډې او نوکران يې وسوزول او هلاک يې کړل، يواځې زۀ ژوندے يم چې تا خبر کړم.“

17. کله چې هغۀ لا خبرې کولې، نو يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”کسديانو درې قبيلې جوړې کړې، او حمله يې وکړه او اوښان يې بوتلل او نوکران يې په تُوره باندې ووژل، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“

18. کله چې هغۀ لا خبرې کولې، نو يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”ستا زامنو او لوڼو د خپل مشر ورور په کور کښې خوراک څښاک کولو،

19. چې ناڅاپه د صحرا د طرف نه يوه لويه هوا راغله او دې هوا د کور څلور واړه ګوټونه وخوځول او کور ستا په بچو باندې راوغورزېدو او هغوئ مړۀ شول، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“

20. نو بيا ايُوب پاڅېدو، خپله چُوغه يې وشلوله، خپل سر يې کل کړو او په زمکه باندې يې سجده ولګوله.

21. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ د مور نه خالى لاسونه پېدا وم او خالى لاسونه به د دې دُنيا نه ځم، هر څۀ ما له مالِک خُدائ راکړى وُو او مالِک خُدائ رانه واپس واخستل، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت دې وى.“

22. د دې هر څۀ باوجود ايُوب په خُدائ پاک د اِلزام لګولو ګناه ونۀ کړه.

About ایوب Chapter 1

Read ایوب Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ایوب
Chapter: 1
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ایوب Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ایوب Chapter 1?

ایوب Chapter 1 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ایوب Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ایوب

  1. ایوب Chapter 8
  2. ایوب Chapter 41
  3. ایوب Chapter 25
  4. ایوب Chapter 39
  5. ایوب Chapter 30
  6. ایوب Chapter 19
  7. ایوب Chapter 11

Explore More from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 7
  2. ایوب Chapter 33
  3. یشوع Chapter 1
  4. اشعیا Chapter 53
  5. خروج Chapter 33
  6. خروج Chapter 2
  7. اشعیا Chapter 21

Related Chapters & Readings

  1. یوئیل Chapter 3
  2. زبور Chapter 79
  3. دانیال Chapter 9
  4. ناحوم Chapter 2
  5. عبرانیانو ته Chapter 1
  6. تثنیه Chapter 13
  7. ایوب Chapter 27
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *