Read روت Chapter 1 Online
Read روت Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of روت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of روت and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
روت 1
فصل 1
1. د هغه زمانې څخه مخکې چې پادشاهانو په اسراییلو باندې حکومت کاوه، یو سړی چې الیملک نومېده او د افراتې د خېلخانې څخه ؤ، د یهودا د سیمې د بیت لحم په ښار کې اوسېده. د هغه ښځه نعومي نومېده او دوه زامن یې محلون او کیلون وو. خو کله چې په ځمکه کې قحطي وه، دوی د موآب هېواد په لور کډه وکړه چې هلته واوسي. هغه مهال چې دوی هلته وو،
3. الیملک مړ شو او نعومي د دوو زامنو سره یوازې پاتې شوه.
4. وروسته د نعومي زامنو موآبي ښځې وکړې. د یوې نوم عرفه او د بلې نوم روت ؤ. وروسته له هغه چې هغوی هلته نژدې لس کاله واوسېدل،
5. محلون او کیلون هم مړه شول. نو اوس نعومي مېړه او زامن دواړه نه درلودل.
6. -
7. کله چې نعومي واورېدل چې څښتن خپلو خلکو ته په ښو فصلونو سره برکت ورکړ، هغې د خپلو نږیاندو سره تیاري وکړه چې موآب پرېږدي او د یهودا خاورې ته لاړه شي. هغه وخت چې دوی په خپله لار روانې وې
8. نعومي خپلو دواړو نږیاندو ته وویل: <ځئ هره یوه د خپلو میندو کورونو ته لاړې شئ، زما څښتن دې ستاسو سره خپله مهرباني وکړي لکه څنګه چې تاسو ما او زما مړو سره مهرباني وکړه.
9. خدای دې تاسو هرې یوې ته بل مېړه او کور درکړي.>نعومي دوی ښکل کړې. هغوی په لوړ اواز سره وژړل
10. او ویې ویل: <نه، مونږ غواړو چې تا سره لاړې شو او د ستا د خلکو په منځ کې واوسو.>
11. مګر نعومي په ځواب کې وویل: <زما لوڼو، تاسو ولې خپلو کورونو ته نه ستنېږئ؟ زما سره ستاسو تګ تاسو ته څه ګټه رسوي؟ تاسو فکر کوئ چې زه به نور زامن راوړم ترڅو د هغوی سره تاسو ودونه وکړئ؟
12. بېرته کور ته لاړې شئ زما لورګانو، ځکه چې زه ډېره زړه یم او بیا د واده کولو وړ نه یم. حتیٰ که چېرې زه نن شپه هم واده شم او زامن وزېږوم،
13. نو آیا تاسو به هغوی ته صبر وکړئ چې هغوی زلمي شي او تاسو سره واده وکړي؟ نه، زما لورګانو! ژوند ماته ستاسو په پرتله ډېر سخت دی، ځکه چې څښتن اوس په ما دا سخته راوستې ده.>
14. دوی بیا وژړل او عرفې خپله خواښې د مخه ښې په وخت کې ښکل کړه، خو روت د هغې لمن پرېنښوده.
15. نعومي بیا روت ته وویل: <ګوره ستا یوور بېرته خپلو خلکو او خپل خدای ته ځي! ته ولې هغې سره نه ځې؟>
16. روت په ځواب کې وویل: <ماته مه وایه چې تا پرېږدم او کور ته ستنه شم! زه به هلته ځم چېرته چې ته ځې او زه به هلته اوسېږم چېرته چې ته اوسېږې. ستا خلک به زما خلک وي او ستا خدای به زما خدای وي.
17. زه به هلته مړه کېږم چېرته چې ته مړه کېږې او همالته به ښخېږم. څښتن دې ماته د ټولو نه درنده سزا راکړي که چېرې د مرګ نه پرته سره جلا شو.>
18. کله چې نعومي ولیدل چې روت کلکه اراده کړې چې هغې سره لاړه شي، نو نعومي هغه نوره مجبوره نه کړه چې بېرته لاړه شي.
19. هغوی دواړه بیت لحم ته ورسېدلې او د ټول ښار خلک خوشاله شول او ښځو د یو بلې څخه وپوښتل: <آیا دا په رښتیا نعومي ده؟>
20. بیا هغې دوی ته وویل: <له دې وروسته ما نعومي مه بولئ! ما مارا بولئ، ځکه چې مطلق قادر خدای زما ژوند تریخ کړی دی.
21. ما هرڅه درلودل کله چې زه لاړم، خو څښتن زه بېرته تش لاس راوستلې یم. څنګه تاسو کولی شئ بیاهم ما نعومي وبولئ؟ اوس مطلق قادر څښتن زما په ضد شوی دی او زما ژوند یې ډېر سخت کړی دی.>
22. نو په دې ډول نعومي د خپلې موآبي نږور سره د موآب څخه بېرته راغله. دوی په داسې حال کې بیت لحم ته راورسېدلې چې د اوربشو لوونه په پیلېدو وو.
About روت Chapter 1
Read روت Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of روت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: روت
Chapter: 1
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading روت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading روت Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is روت Chapter 1?
روت Chapter 1 is part of the Book of روت in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete روت Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from روت
Explore More from زوړ عهد
- اول پادشاهان Chapter 19
- اول تواریخ Chapter 17
- زکریا Chapter 4
- حزقیال Chapter 14
- زبور Chapter 104
- خروج Chapter 37
- ارمیا Chapter 42