ایوب Chapter 41

For English

Read ایوب Chapter 41 Online

Read ایوب Chapter 41 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ایوب 41

فصل 41

1. سمندرى بلاګانې تۀ د کُنډې سره راويستلے شې، يا د دې ژبه د پړى سره تړلے شې څۀ؟

2. ولې تۀ دې ته پېزوان اچولے شې، يا يې په ژامنه کښې کُنډه اچولے شې؟

3. ولې دا به د رحم دپاره تا ته ډېر مِنتُونه وکړى؟ يا به نرمې خبرې درته وکړى؟

4. دا به تا سره يو لوظ وکړى څۀ چې ټول عُمر به ستا غلام وى؟

5. ولې تۀ به دا د يو مارغۀ په شان وساتې څۀ، يا تۀ به دا وتړې څۀ دپاره د دې چې ستا وينځې ورسره لوبې وکړى؟

6. ولې سوداګر به د دې سودا وکړى؟ چې په بازار کښې يې خرڅ کړى؟

7. ولې د هغې په څرمن باندې غشى څۀ اثر کوى، او د دې سر د نېزو سره غوڅولے شې؟

8. کۀ تۀ خپل لاس د دې سره ولګوې، نو د جنګ په مزه به پوهه شې، او بيا به هيڅکله داسې نۀ کوې.

9. نه، د دې نيول څۀ فائده نۀ کوى، او کوم ښکارى چې د دې د نيولو کوشش کوى نو هغه به راوغورزولے شى.

10. هيڅ څوک هم دا جرأت نۀ شى کولے چې کار ورسره وساتى. او د دې په وړاندې څوک ټېنګېدے شى؟

11. چا ما له څۀ راکړى دى چې زۀ بدله ورکړم؟ د آسمان نه لاندې هر څۀ زما دى؟

12. زۀ به د دې د بدن د اندامونو په حقله خاموشى نۀ اختياروم، يا د دې د لوئ طاقت او د دې د ښۀ بدن په حقله به وايم.

13. د دې نه څرمن څوک ويستے شى؟ د دې ډکه څرمن څوک سورے کولے شى؟

14. د دې د خولې ژامنې څوک کولاولے شى؟ ځکه چې د دې غاښونه خلق يروى.

15. د دې ملا د ډالونو قطارونو نه جوړه ده، دا د يو بل سره کلک انښلى.

16. د يو بل سره دومره نزدې دى، چې د دې په مينځ کښې هوا هم نۀ شى تېرېدلے.

17. دا د يو بل سره تړلى شوى دى، دې يو بل نيولے دے او د يو بل نه نۀ جدا کيږى.

18. د دې انټوشى لکه د رڼا پړق وى، او د دې سترګې د سحر د سوروالى په شان دى.

19. د دې خولې نه د ډيوو شُغلې ځى، او د اور ذرې ترې نه راوځى.

20. د دې د پوزې نه لوګے راوځى، لکه چې د پتيلې لاندې د بلو لوخو لوګے وى.

21. د دې ساه سکارۀ بلوى، او د دې خولې نه يوه لمبه راوځى.

22. د دې څټ مضبوط دے، او چې چرته هم ځى نو هلته يره راځى.

23. د دې د غوښې موړې د يوې بلې سره انښتې دى، دا مضبوطې جوړې دى او نۀ خوځيږى.

24. د دې زړۀ د کاڼى په شان سخت دے، لکه د ژرندې د کاڼى په شان سخت دے.

25. کله چې دا په خپله پاڅى نو طاقتور خلق ويريږى، او يرې نه وتښتى.

26. داسې تُوره نشته چې زخمى يې کړى، نۀ پرې نېزه، نۀ غشے او نۀ ورباندې نرۍ نېزه څۀ اثر کوى.

27. دا اوسپنه د بوسو په شان ګڼى، او زېړ د ورَستو شوو لرګو په شان ګڼى.

28. غشى دا نۀ شى شړلے، او د ليندې کاڼى خو ورته ګپ ښکارى.

29. لَوړ د بوسو په شان ګڼى، او د نرو نېزو په راويستلو پورې دا خندا کوى.

30. د دې خېټه د تېرو ماتو شوو شيشو په شان ده، دا په خټه باندې داسې نښه پرېږدى لکه چې په مېخونو سورے شوے وى.

31. دا سمندر د يشېدلو اوبو په شان خوځوى، او دا سمندر داسې شاربى لکه شُملې.

32. دا د خپل ځان شا ته يو پړقېدونکې کرښه پرېږدى، او سمندر تک سپين کړى

33. په زمکه باندې د دې ثانى نشته، دا يو داسې مخلوق دے چې نۀ يريږى.

34. دا په ټولو کښې ډېر مغرور دے، دا د ټولو ځناورو بادشاه دے.“

About ایوب Chapter 41

Read ایوب Chapter 41 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ایوب
Chapter: 41
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ایوب Chapter 41 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ایوب Chapter 41?

ایوب Chapter 41 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ایوب Chapter 41 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ایوب

  1. ایوب Chapter 34
  2. ایوب Chapter 24
  3. ایوب Chapter 30
  4. ایوب Chapter 8
  5. ایوب Chapter 29
  6. ایوب Chapter 16
  7. ایوب Chapter 9

Explore More from زوړ عهد

  1. ایوب Chapter 42
  2. زکریا Chapter 4
  3. پیدایښت Chapter 21
  4. اشعیا Chapter 50
  5. پیدایښت Chapter 16
  6. ناحوم Chapter 2
  7. حزقیال Chapter 28

Related Chapters & Readings

  1. متی Chapter 16
  2. ارمیا Chapter 48
  3. اول قرنتیانو ته Chapter 15
  4. ایوب Chapter 17
  5. دریم یوحنا Chapter 1
  6. خروج Chapter 24
  7. تثنیه Chapter 33
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *