Read ارمیا Chapter 21 Online
Read ارمیا Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ارمیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ارمیا 21
فصل 21
1. هغه پېغام چې د مالِک خُدائ له خوا نه يرمياه ته ورکړے شو کله چې د يهوداه بادشاه صدقياه د مُلکياه زوئ فشحور او د معسياه زوئ صفنياه اِمام يرمياه ته د دې عرض سره ورولېږل چې،
2. ”زمونږ دپاره د مالِک خُدائ نه تپوس وکړه ځکه چې د څپرکیل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ لښکر په مونږ حمله کوى، نو کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ دپاره د وړاندې په شان معجزه وکړى او نبوکدنضر د دې ځائ نه په وتو مجبور کړى.“
3. بيا يرمياه جواب ورکړو، ”تاسو صدقياه بادشاه ته واپس لاړ شئ او ورته ووايئ چې،
4. مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا فرمائى چې، زۀ به ستاسو د جنګ وسله کومه چې ستاسو په لاس کښې ده بېکاره کړم او ستاسو خلاف به يې استعمال کړم، کومه چې تاسو د جنګ دپاره د څپرکیل د بادشاه او د څپرکیل د خلقو خلاف به استعمالوئ څوک چې د دېوال نه اخوا دى او په تاسو حمله کوى. نو په حقيقت کښې به زۀ ستاسو دشمنان د دې ښار زړۀ ته راولم.
5. زۀ به په خپله خپل زورَور لاس دراوږد کړم او ستاسو خِلاف به په غصې، قهر، او لوئ غضب سره جنګ وکړم.
6. زۀ به په دې ښار سخته وبا رانازله کړم، زۀ به انسانان او ځناور دواړه مړۀ کړم.
7. مالِک خُدائ فرمائى چې د دې نه وروستو به زۀ صدقياه بادشاه او د هغۀ ټول آفسران او د هغۀ نور خلق کوم چې دې ښار کښې اوسيږى او د وبا، جنګ، او قحط نه ژوندى پاتې شوى وى زۀ به هغوئ نبوکدنضر بادشاه ته او د هغوئ دشمن ته حواله کړم څوک چې د هغوئ ژوند ختمولو پسې ګرځى. هغه به هغوئ په تُوره په بېدردۍ سره مړۀ کړى، او په دوئ باندې به هيڅ قسمه رحم، مينه او نۀ به پرې څۀ زړۀ سواندے ښکاره کړى.“
8. بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې دې خلقو ته ووايه چې، ”زۀ، مالِک خُدائ ستاسو په وړاندې دوه لارې پېش کوم چې يوه د ژوند او بله د مرګ لاره ده.
9. هر څوک هم چې په دې ښار کښې پاتې شى نو هغه به په جنګ، قحط او يا د وبا په وجه مړۀ شى. خو هر څوک چې بهر ووځى او خپل ځان څپرکیليانو ته حواله کړى چا چې ښار محاصره کړے دے هغوئ به ژوندى پاتې شى، او هغوئ ته به د ژوندون غنيمت ورکړے شى.
10. مالِک خُدائ فرمائى چې، ما دا فېصله کړې ده چې زۀ به دا ښار بچ نۀ کړم او افتونه به پرې نازل کړم، نه چې آبادى. دا به د څپرکیل بادشاه ته حواله کړم او هغه به دا ښار په اور تباه کړى.“
11. ”د يهوداه شاهى خاندان ته ووايه، د مالِک خُدائ پېغام واورئ،
12. اے د داؤد خاندانه، مالِک خُدائ تاسو ته داسې فرمائى، هر سحر د خلقو اِنصاف کوئ د چا نه چې غلا شوې وى او هغوئ ته د ظالمانو د لاس نه خلاصون ورکوئ، ګنې زما غضب به رانازل شى او هر څۀ به لکه د اور په شان وسوزوى او دا به ستاسو د هغه شرارت په وجه داسې بليږى چې هيڅ څوک به يې نۀ شى مړ کولے.
13. مالِک خُدائ فرمائى، اے يروشلمه، زۀ به په ذاتى توګه ستاسو خلاف جنګ کوم، تاسو څوک چې په دې وادۍ بره اوسېږئ او په اوچت ګټ پراتۀ يئ، تاسو څوک چې په ډېر فخر سره وايئ، دلته څوک زمونږ خلاف راتلے شى څۀ؟ او زمونږ پناه ګاه ته څوک راننوتلے شى څۀ؟
14. مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به ستاسو د عمل په مطابق چې د څومره سزا قابل يئ هومره درکړم. زۀ به ستا د قلعه ګانو د لرګو په ستنو اور بل کړم او د هغې نه ګېرچاپېره چې هر څۀ وى هغه به وسوزوم.“
About ارمیا Chapter 21
Read ارمیا Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ارمیا
Chapter: 21
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ارمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ارمیا Chapter 21 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ارمیا Chapter 21?
ارمیا Chapter 21 is part of the Book of ارمیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ارمیا Chapter 21 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from ارمیا
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 5
- ارمیا Chapter 44
- ارمیا Chapter 27
- ارمیا Chapter 16
- ارمیا Chapter 35
- ارمیا Chapter 2
Explore More from زوړ عهد
- پیدایښت Chapter 5
- تثنیه Chapter 31
- پیدایښت Chapter 29
- لاویان Chapter 11
- ارمیا Chapter 18
- تثنیه Chapter 24
- اول تواریخ Chapter 6