عاموس Chapter 3

For English

Read عاموس Chapter 3 Online

Read عاموس Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عاموس in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عاموس and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

عاموس 3

فصل 3

1. دا کلام واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خلاف فرمائى، اے بنى اِسرائيلو، دا د هغه ټولو قبيلو خلاف دے چې ما د مِصر نه بهر راويستى دى،

2. ”صرف تاسو يئ چې ما د زمکې په ټولو قومونو کښې خوښ کړى يئ، نو ځکه به زۀ تاسو ته ستاسو د ټولو ګناهونو په وجه سزا درکړم.

3. آيا دوه کسان يو ځائ سفر کولے شى ترڅو چې هغوئ داسې کولو باندې متفِق نۀ وى؟

4. آيا زمرے په ځنګل کښې غړمبيږى کله چې د هغۀ ښکار نۀ وى؟ آيا هغه په خپل غار کښې غړمبيږى کله چې هغۀ څۀ نۀ وى نيولى؟

5. آيا يو مارغۀ په لټ کښې ګېرېدے شى کله چې ورته د ګېرېدو دپاره څۀ نۀ وى؟ آيا دام په زمکه په خپله بنديږى کله چې ښکار د ګېرېدو دپاره نۀ وى؟

6. کله چې په ښار کښې بيګل وغږيږى نو خلق نۀ يريږى؟ کله چې يو ښار باندې افت راشى آيا دا مالِک خُدائ نۀ وى راوستے؟

7. يقيناً چې قادر مطلق خُدائ هيڅ نۀ کوى ترڅو چې خپله منصوبه خِدمت کوونکو پېغمبرانو ته څرګنده نۀ کړى.

8. خو اوس زمرے په غړمبېدو دے نو څوک به نۀ يريږى؟ اوس خو قادر مطلق خُدائ خپل کلام وفرمائيلو، نو څوک به د هغۀ د پېشګويۍ ورکولو نه اِنکار وکړى؟“

9. د اشدود قلعه ګانو ته او د مِصر قلعه ګانو ته اعلان وکړه چې، ”د سامريه په غرونو راغونډ شئ او وګورئ چې په دې ښار کښې څۀ کيږى. څومره لويه ګډوډى ده پکښې او څومره ظلم د هغې خلقو سره کيږى.“

10. مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ په دې نۀ پوهيږى چې صحيح کار څنګه وکړى. هغوئ خپلې قلعه ګانې د هغه مال نه ډکې کړې دى کوم چې په ظلم زياتې او غلا سره اخستے شوے دے.“

11. نو ځکه قادر مطلق خُدائ ‏‏داسې فرمائى چې، ”دشمن به ستاسو وطن محاصره کړى او ستاسو پخې قلعې به راوغورزوى او ستاسو قلعې به لوټ کړى.“

12. مالِک خُدائ دا فرمائى، ”لکه څنګه چې يو شپون د ازمرى د خولې نه د ګډې د پښې يو دوه هډوکى يا د غوږ يوه ټوکړه بچ کړى، نو دغسې به هغه بنى اِسرائيل چې په سامريه کښې اوسيږى هغوئ به دومره برباد شى او داسې به پاتې شى لکه چې د کټ يو بازو او د کُرسۍ يوه پښه باقى پاتې شى.“

13. قادر مطلق خُدائ، ربُ الافواج دا فرمائى، ”واورئ، او د يعقوب د خاندان خلاف ګواهى ورکړئ.

14. په کومه ورځ چې زۀ بنى اِسرائيلو له د ګناهونو سزا ورکوم، زۀ به د بيت‌ايل قربان‌ګاه تباه کړم. د هرې قربان‌ګاه ښکرونه به مات شى او په زمکه به راوغورزولے شى.

15. زۀ به د اوړى کورونه او د ژمى کورونه دواړه تباه کړم. هغه کورونه چې د هاتى په غاښونو ښائسته کړے شوى دى هغه به تباه شى او دا محلونه به باقى پاتې نۀ شى،“ مالِک خُدائ فرمائى.

About عاموس Chapter 3

Read عاموس Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عاموس in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: عاموس
Chapter: 3
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عاموس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading عاموس Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is عاموس Chapter 3?

عاموس Chapter 3 is part of the Book of عاموس in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete عاموس Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from عاموس

  1. عاموس Chapter 3
  2. عاموس Chapter 2
  3. عاموس Chapter 2
  4. عاموس Chapter 9
  5. عاموس Chapter 7
  6. عاموس Chapter 3
  7. عاموس Chapter 4

Related Chapters & Readings

  1. پیدایښت Chapter 33
  2. پیدایښت Chapter 46
  3. زبور Chapter 124
  4. پیدایښت Chapter 9
  5. اول تواریخ Chapter 16
  6. یشوع Chapter 8
  7. دوهم قرنتیانو ته Chapter 2
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *