Read دوهم سموئیل Chapter 12 Online
Read دوهم سموئیل Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم سموئیل and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم سموئیل 12
فصل 12
1. څښتن ناتان نبي داود ته ورولېږه. ناتان هغه ته ورغی او ورته ویې ویل: <په یوه ښار کې دوه سړي اوسېدل، یو شتمن ؤ او بل غریب ؤ.
2. شتمن سړي ډېرې زیاتې رمې او پادې درلودلې.
3. مګر غریب سړي له یوې وړې ورۍ څخه پرته چې هغه یې په بیه اخیستې وه نور هیڅ نه درلودل. د هغې پالنه یې کوله او د هغه د ماشومانو سره په کور کې لوېدله. سړي به د خپلو لږو خوړو څخه هغې ته خواړه ورکول او ورۍ به د سړي د کاسې څخه څښاک کاوه او د ده په غېږ کې به څملاستله. هغه ته د لور په شان ګرانه وه.
4. یوه ورځ د هغه شتمن سړي کور ته یو مسافر راغی، شتمن سړي نه غوښتل چې د خپلو رمو یا پادو څخه کوم حیوان حلال کړي چې د هغه دپاره ډوډۍ تیاره کړي. د هغه په ځای یې د هغه غریب سړي ورۍ ونیوله او د خپل مېلمه دپاره یې کڅپرکی کړه.>
5. داود په هغه شتمن سړي باندې ډېر په قهر شو او ویې ویل: <زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم هغه چا چې دا کار کړی دی د مرګ د سزا وړ دی!
6. په دې خاطر چې هغه داسې بې رحمه کار کړی دی، هغه باید د هغې ورۍ په ځای څلور چنده بېرته ورکړي.>
7. ناتان داود ته وویل: <هغه سړی ته یې! د اسراییلو څښتن خدای داسې وایي: ته مې د اسراییلو پادشاه وټاکلې او د شائول څخه مې وژغورلې.
8. د هغه پادشاهي مې تاته دروبخښله او د هغه ښځې مې تاته په غېږ کې درکړې، ته مې په اسراییلو او یهودا باندې پادشاه کړې. که چېرې دا ستا دپاره بس نه وو نو ما به له دې څخه نور هم زیات درکړي وای.
9. ولې دې د څښتن حکمونه سپک وګڼل او د هغه په نظر کې دې داسې بد کار وکړ؟ تا اوریا داسې قتل کړ چې عمونیان دې پرېښودل چې هغه په جګړه کې ووژني.
10. اوس، له دې کبله چې تا ماته په سپکه سترګه کتلي دي او د اوریا د ښځې سره دې واده کړی دی، نو په هر نسل کې به ستا ځینې اولادې د تاوتریخوالي په وجه باندې مړې شي.
11. څښتن داسې وایي: زه به ستا د خپلې کورنۍ څخه په تا باندې عذاب راولم. ستا د سترګو په وړاندې به ستا ښځې واخلم او یو بل سړي ته به یې ورکړم او هغه به په رڼا ورځ ستا د ښځو سره څملي.
12. تا دا کار په پټه وکړ، مګر زه به دا کار په رڼا ورځ د ټولو اسراییلیانو په مخ کې وکړم.>
13. داود ناتان ته وویل: <ما د څښتن په مقابل کې ګناه کړې ده.>ناتان ځواب ورکړ: <څښتن ته بخښلی یې، ته به د دې ګناه له کبله مړ نه شې.
14. مګر تا د دې بد کار له کبله د څښتن ډېره بې عزتي وکړه. نو ستا ماشوم به مړ شي.>
15. له هغې وروسته ناتان کور ته لاړ.څښتن هغه ماشوم چې د اوریا کونډې داود ته زېږولی ؤ په سختې ناروغۍ اخته کړ.
16. داود د هغه ماشوم دپاره خدای ته زارۍ وکړې چې ماشوم روغ شي. هغه روژه ونیوله او هره شپه به د خپلې کوټې ته تله او ټوله شپه به یې په ځمکه تېروله.
17. د داود د ماڼۍ د خدمتګارانو مشران د هغه په سر ودرېدل او هیله یې وکړه چې هغه به له ځمکې څخه راپاڅیږي او د هغوی سره ډوډۍ وخوري، خو هغه انکار وکړ.
18. په اوومه ورځ هغه ماشوم مړ شو. د داود خدمتګاران ووېرېدل چې هغه ته خبر ورکړي، ځکه چې دوی وویل: <هغه وخت چې ماشوم لا ژوندی ؤ مونږ به د داود سره خبرې کولې او هغه مونږ ته ځواب نه راکاوه. نو څنګه به هغه ته ووایو چې د ده ماشوم مړ شوی دی؟ کېدای شي چې هغه خپل ځان ته کوم زیان ورسوي.>
19. داود ولیدل چې د هغه خدمتګاران په خپل منځ کې ګونګوسي کوي او پوه شو چې ماشوم یې مړ شوی دی. نو د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: <آیا ماشوم مړ شوی دی؟>هغوی ځواب ورکړ: <هو، هغه مړ شوی دی.>
20. په هغه وخت کې داود له ځمکې څخه راپاڅېد. وروسته له هغې چې خپل ځان یې ومینځه، عطر یې وواهه او خپل کالي یې بدل کړل، هغه د څښتن کور ته لاړ او عبادت یې وکړ. بیا هغه خپلې ماڼۍ ته راستون شو او هغوی د ده په غوښتنه ډوډۍ ورته تیاره کړه او هغه یې وخوړله.
21. د هغه خدمتګاران حیران شول او ورته ویې ویل: <مونږ په دې نه پوهېږو، کله چې ماشوم ژوندی ؤ تاسو د هغه دپاره ژړل او څه مو نه خوړل. مګر څنګه چې هغه مړ شو راپاڅېدلئ او ډوډۍ مو وخوړله!>
22. داود وویل: <کله چې ماشوم ژوندی ؤ ما روژه ونیوله او ژړل مې، ما فکر کاوه: کېدای شي چې څښتن په ما باندې رحم وکړي او ماشوم به ژوندی وساتي.
23. مګر اوس چې هغه مړ شوی دی، ولې روژه ونیسم؟ آیا زه کولی شم چې هغه بېرته راژوندی کړم؟ زه هغه ته ورتلونکی یم، مګر هغه به هیڅکله بېرته ماته رانه شي.>
24. وروسته بیا داود خپلې ښځې بتشبع ته تسلي ورکړه او د هغې سره څملاست. هغې زوی وزېږاوه او داود ورباندې سلیمان نوم کېښود. څښتن د هغه ماشوم سره مینه کوله
25. له دې کبله څښتن د ناتان نبي په وسیله پیغام ورولېږه ترڅو په هغه باندې د یدیدیا نوم کېږدي.
26. په دې ترڅ کې یوآب د عمونیانو په پایتخت ربه باندې جګړه وکړه او شاهي کلا یې ونیوله.
27. یوآب داود ته استازي ورولېږل ویې ویل: <د ربه په مقابل کې وجنګېدم او د اوبو زېرمه مې ونیوله.
28. نو اوس خپلې پاتې لښکرې راغونډې کړه، ښار محاصره او بیا یې فتح کړه. که نه، نو زه به ښار فتح کړم او زما په نوم به یاد شي.>
29. نو داود ټول پاتې لښکر راغونډ کړ او ربه ته لاړ، حمله یې ورباندې وکړه او هغه یې فتح کړه.
30. داود د عموني پادشاه د سر څخه د سرو زرو تاج واخیست چې قیمتي تیږه په کې وه او شاوخوا څلوردېرش کیلوګرامه وزن یې درلود. داود هغه تاج راواخیست او په خپل سر یې کېښود. همدارنګه هغه د هغه ښار څخه په زیاته اندازه غنیمت ونیوه.
31. د هغه ځای خلک یې راوویستل، هغوی یې په ارو، کلنګونو او تبرونو سره په سختو کارونو باندې وګمارل او مجبور یې کړل چې د خښتو په داشونو کې کار وکړي. هغه د عمون د ټولو ښارونو د خلکو سره همدغه شان عمل وکړ. وروسته بیا داود او د هغه ټول لښکر اورشلیم ته ستانه شول.
About دوهم سموئیل Chapter 12
Read دوهم سموئیل Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم سموئیل
Chapter: 12
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم سموئیل Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم سموئیل Chapter 12?
دوهم سموئیل Chapter 12 is part of the Book of دوهم سموئیل in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم سموئیل Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-سموئیل
- دوهم سموئیل Chapter 15
- دوهم سموئیل Chapter 8
- دوهم سموئیل Chapter 20
- دوهم سموئیل Chapter 19
- دوهم سموئیل Chapter 6
- دوهم سموئیل Chapter 17
- دوهم سموئیل Chapter 11
Explore More from زوړ عهد
- تثنیه Chapter 28
- هوشع Chapter 1
- حزقیال Chapter 5
- پیدایښت Chapter 29
- زبور Chapter 33
- خروج Chapter 1
- زبور Chapter 57