حزقیال Chapter 41

For English

Read حزقیال Chapter 41 Online

Read حزقیال Chapter 41 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

حزقیال 41

فصل 41

1. بيا هغه سړى زۀ د خُدائ د کور مقدس ځائ ته راوستلم او هغۀ د دروازو ستنې ناپ کړې، دواړو خواو ته د ستنو پلنوالے لس نيم فټه وو.

2. د داخلېدو لار اوولس نيم فټه پلنه وه، او د دواړو خوا دېوال ‎پاو کم نهۀ فټه اوږد وو. هغۀ بهرنے مقدس ځائ هم ناپ کړو، دا اويا فټه اوږد وو او پينځۀ دېرش فټه پلن وو.

3. بيا هغه دننه مقدس ځائ ته لاړو او د داخلېدو د لارې ستنې ‎يې ناپ کړې، او هره يوه درې نيم فټه پلنه وه. د داخلېدو لار لس نيم فټه پلنه وه، او د دواړو خواؤ دېوالونه ‎پاو باندې دولس فټه پلن وُو.

4. او هغۀ د دننه مقدس ځائ اوږدوالے ناپ کړو، هغه پينځۀ دېرش فټه وو، او د دې پلنوالے پينځۀ دېرش فټه وو. هغۀ ما ته ووئيل، ”دا د ټولو نه زيات مقدس ځائ دے.“

5. بيا هغۀ د خُدائ د کور دېوال ناپ کړو، هغه لس نيم فټه پلن وو. او د خُدائ د کور ګېرچاپېره هر طرف ته کوټه اووۀ فټه پلنه وه.

6. دا کوټې درې منزله وې، او په هر منزل کښې دېرش کوټې وې. د خُدائ د کور د دېوال ګېرچاپېره پايې وې د دې دپاره چې دا د دې کوټو دپاره ټيک وې. نو چې د دې کوټو تيرونه دېوال کښې دننه نۀ لګېدل.

7. د خُدائ د کور ګېرچاپېره د دوېم چت کوټې د اول چت نه غټې وې او د درېم چت کوټې د دوېم چت نه غټې وې. کومه ډانچه چې د خُدائ د کور ګېرچاپېره جوړه شوې وه د لاندې نه بره حالت کښې جوړه وه، نو هغه کوټې کولاو وې چې بره وې. د لاندې نه تر دريم چت پورې پوړۍ ختلې وې.

8. ما وليدل چې د خُدائ د کور نه ګېرچاپېره اوچته چونتره وه، چې د کوټو بنياد وو. د دې ناپ تول لس نيم فټه اوچت وو.

9. د هغه کوټو بهرنے دېوال پاو کم نهۀ فټه پلن وو. د کوټو په مينځ کښې هغه کولاو ځائ وو.

10. او د خُدائ د کور نه ګېرچاپېره د اِمامانو کوټې پينځۀ دېرش فټه پلنې وې.

11. د کولاو ځائ نه دې کوټو ته د ورننوتلو لارې ورغلې وې، يوه په شمال کښې او بله په جنوب کښې وه، او بنياد چې دا کولاو ځائ په خپلو کښې يو ځائ کوى پاو کم نهۀ فټه کولاو وو.

12. يو بل عمارت چې مخه يې د خُدائ د کور د دربار مغرب طرف ته وه هغه يو سل دوويشت نيم فټه کولاو او يو سل او اووۀ پنځوس نيم فټه اوږد وو، او د هغې دېوالونه پاو کم نهۀ فټه پلن وُو.

13. بيا هغۀ د خُدائ د کور ناپ وکړو، دا يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد وو، او د خُدائ د کور دربار او هغه عمارت چې د دې دېوالونو سره وو هغه هم يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد وو.

14. مشرق طرف ته د مالِک خُدائ د مقدس کور دربار د خُدائ د کور مخې سره يو سل او پينځۀ اويا فټه پلن وو.

15. بيا هغۀ د هغه عمارت اوږدوالے د دېوالونو سره ناپ کړو چې د خُدائ د کور دربار ته مخامخ وو، چې دا يو سل او پينځۀ اويا فټه وو.د مالِک خُدائ د کور ډيوډۍ، مقدس ځائ او د ټولو نه زيات مقدس ځائ،

16. او وړې کړکۍ او د دې دريواړو نه ګېرچاپېره هالونه د دې هر څۀ نه وروستو او د ډيوډۍ سره ټول په لرګى پټ وُو. فرش او دېوال، تر کړکيانو پورې او کړکۍ هم پټې وې.

17. د دروازو دپاسه کومه لار چې د مالِک خُدائ د کور دننه مقدس ځائ ته ورغلې وه او د هغې په دننه او بهر دېوالونو باندې هم

18. د وزرو والا د مخلوق او د کجورو د ونو تصويرونه جوړ شوى وُو. او د وزرو والا مخلوق او د کجورو ونې يو د بل پسې نقش شوى وُو، او د هر يو وزرو والا مخلوق دوه مخونه وُو.

19. انسانى مخ يې د کجورې يوې ونې طرف ته وو او د زمرى مخ يې د کجورې د بلې ونې طرف ته وو. دا تصويرونه ګېرچاپېره د خُدائ په کور کښې نقش شوى وُو.

20. د فرش نه تر د ننوتلو دروازې پورې پاس، او د بهرنى مقدس ځائ په دېوال باندې د وزرو والا د مخلوق او د کجورو د ونو تصويرونه جوړ شوى وُو.

21. د بهرنى مقدس ځائ د دروازو چوکاټونه مربع وُو او د ډېر زيات مقدس ځائ مخې ته هم د دې په شان وُو.

22. هلته د لرګى يوه قربان‌ګاه وه چې پاو باندې پينځۀ فټه اوچته او درې نيم فټه پلنه وه. د دې ګوټونه، د دې بېخ، او د دې اړخونه د لرګى نه جوړ شوى وُو. هغه سړى ما ته ووئيل، ”دا هغه مېز دے چې د مالِک خُدائ په وړاندې ولاړ دے.“

23. بهرنى دواړو مقدس ځايونو او ډېر زيات مقدس ځائ دوه دروازې وې.

24. هرې يوې دروازې دوه پلې لرلې او هرې يوې پلې ته دوه قبضې وې.

25. او د بهرنى مقدس ځائ په دروازو د وزرو والا مخلوق تصوير او د کجورو د ونې تصويرونه نقش وُو لکه څنګه چې په دېوالونو باندې نقش شوى وُو، او هلته د لرګو يو دالان د وړې کوټې مخې ته جوړ شوے وو.

26. د وړې کوټې په بهرنى دېوالونو باندې وړې کړکۍ وې چې په هره يوه باندې د کجورو ونې نقش شوې وې. د خُدائ د کور د وړو کوټو مخې کښې هم د لرګو دالانونه وُو.

About حزقیال Chapter 41

Read حزقیال Chapter 41 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: حزقیال
Chapter: 41
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading حزقیال Chapter 41 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is حزقیال Chapter 41?

حزقیال Chapter 41 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 41 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from حزقیال

  1. حزقیال Chapter 35
  2. حزقیال Chapter 3
  3. حزقیال Chapter 27
  4. حزقیال Chapter 40
  5. حزقیال Chapter 34
  6. حزقیال Chapter 10
  7. حزقیال Chapter 8

Explore More from زوړ عهد

  1. پیدایښت Chapter 4
  2. دوهم سموئیل Chapter 4
  3. ارمیا Chapter 49
  4. ارمیا Chapter 36
  5. پیدایښت Chapter 28
  6. دوهم پادشاهان Chapter 20
  7. ارمیا Chapter 37

Related Chapters & Readings

  1. یشوع Chapter 1
  2. پیدایښت Chapter 12
  3. شمېر Chapter 10
  4. واعظ Chapter 12
  5. غزل غزلونه Chapter 7
  6. اول یوحنا Chapter 4
  7. حزقیال Chapter 36
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *