اشعیا Chapter 11

For English

Read اشعیا Chapter 11 Online

Read اشعیا Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 11

فصل 11

1. د يَسى مونډ به راوټوکيږى، او د هغې د جرړو نه به څانګه راوخېژى.

2. د مالِک خُدائ روح به د هغۀ سره وى، او دا به د پوهې او حِکمت روح وى، د مشورې او د قوت روح، د عِلم او د مالِک خُدائ نه د يرې روح،

3. او هغۀ ته به د مالِک خُدائ په تابعدارۍ کښې خوشحالى ملاويږى. هغه به د خلقو په ظاهر صورت او د اورېدو په خبرو باندې عدالت نۀ کوى،

4. هغه به اِنصاف سره د غريبانانو عدالت کوى، او هغه به اِنصاف سره د بې‌اسرى خلقو فېصله کوى. د هغۀ د کلام زور سره به زمکه رپيږى او د هغۀ د خولې يو پوکے به بدعمله تباه کوى.

5. صداقت به د هغۀ ملاتړ وى او وفادارى به د هغۀ کمربند وى.

6. شرمخان او ګډې به په يو ځائ په سکون سره اوسيږى، او پړانګ به د چېلو د بچو سره ملاست وى. د غواګانو او زمرو بچى به په يو ځائ خوراک کوى، او يو وړوکے ماشوم به دا بوتلے راوستے شى.

7. غواګانې او مېلوګان به په يو ځائ خوراک کوى، او د هغوئ بچى به په يو ځائ په امن سره پراتۀ وى. او زمرے به د غوَيى په شان بوس خورى.

8. د پيو ماشوم به د مار سوړې سره لوبې کوى او لږ لوئ ماشوم به د زهرژن مار سوړه کښې لاس اچوى.

9. د خُدائ پاک په مقدس غر به هيڅ تباهى نۀ کيږى او نۀ به چا ته نقصان رسى، ځکه چې هغه مُلک به د مالِک خُدائ د عِلم نه داسې ډک وى لکه سمندرونه چې د اوبو نه ډک دى.

10. په هغه وخت به د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه د قومونو دپاره د يوې جنډې نښه وى. قومونه به د هغۀ نه رهنمائى غواړى، او د هغۀ د استوګنې ځائ به جلالى وى.

11. کله چې هغه ورځ راشى، نو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د خپل طاقت نه کار واخلى او خپل هغه خلق به خپلو کورونو ته راولى کوم چې په اسور، مِصر، فتروس، ايتهوپيا، عيلام، څپرکیل او د حمات په مُلکونو کښې او د سمندر په غاړو کښې پاتې شوى وُو.

12. مالِک خُدائ به د نښې دپاره يوه جنډا راواخلى چې قومونو ته وښائى چې هغه يو ځل بيا د اِسرائيل او د يهوداه خوارۀ وارۀ خلق راغونډوى او د دُنيا د څلورو واړو سرونو نه يې واپس راولى.

13. د اِسرائيل حسد به ختم شى او د يهوداه د دشمنانو نام و نشان به ختم شى. اِسرائيل به د يهوداه نه نور نفرت نۀ کوى او نۀ به يهوداه د اِسرائيل سره دشمنى کوى.

14. هغوئ به په يو ځائ د نمرپرېواتۀ طرف په فلستيانو باندې حمله وکړى او چې د نمرخاتۀ طرف ته کوم خلق اوسيږى نو هغوئ به لوټ کړى. هغوئ به د ادوم او موآب په خلقو باندې فتح حاصله کړى او د عمون خلق به د هغوئ تابعدار شى.

15. مالِک خُدائ به بحرِقُلزم اوچ کړى او هغه به خپل لاس د فرات سيند طرف ته اوچت کړى او يوه ګرمه هوا به راولېږى او د دې نه به اووۀ واړۀ نِهرونه جوړ کړى، چې هغوئ په اوچه زمکه په آسانۍ تېر شى.

16. هلته چې د هغۀ کوم خپل خلق يعنې بنى اِسرائيليان ژوندى پاتې وى نو د هغوئ دپاره به يو لوئ سړک وى چې د اسور نه به ووځى، هغسې لکه څنګه چې د هغوئ پلار نيکۀ دپاره يوه لار جوړه وه کله چې هغوئ د مِصر نه روان شول.

About اشعیا Chapter 11

Read اشعیا Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 11
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 11 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 11?

اشعیا Chapter 11 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 11 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 18
  4. اشعیا Chapter 51
  5. اشعیا Chapter 66
  6. اشعیا Chapter 29
  7. اشعیا Chapter 54

Explore More from زوړ عهد

  1. دوهم تواریخ Chapter 32
  2. ایوب Chapter 10
  3. خروج Chapter 40
  4. ارمیا Chapter 17
  5. ملاکي Chapter 4
  6. زبور Chapter 94
  7. زبور Chapter 108

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 115
  2. پیدایښت Chapter 33
  3. لاویان Chapter 4
  4. دوهم تواریخ Chapter 4
  5. مکاشفه Chapter 21
  6. زبور Chapter 17
  7. حزقیال Chapter 5
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *