Read روت Chapter 2 Online
Read روت Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of روت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of روت and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
روت 2
فصل 2
1. نعومي یو شتمن او مهم خپلوان درلود چې بوعز نومېده څوک چې د هغې د مېړه الیملک د کورنۍ څخه ؤ.
2. یوه ورځ روت نعومي ته وویل: <که ستا خوښه وي زه به پټیو ته لاړه شم او هغه وږي به راټول کړم چې د لوګرو څخه پاتې شوي دي. زه باور لرم داسې یو څوک به پیدا کړم چې ماته د دې کار د کولو اجازه راکړي.>نعومي ځواب ورکړ: <ځه لورې لاړه شه.>
3. نو روت پټیو ته لاړه، د لوګرو پسې روانه شوه او هغه وږي یې راټولول چې د دوی څخه به پاتې کېدل. د تصادف له مخې هغه د بوعز په پټیو کې وه.
4. څه وخت وروسته بوعز په خپله د بیت لحم نه راغی او لوګرو ته یې وویل: <څښتن مو مل شه!>هغوی ورته په ځواب کې وویل: <تا دې څښتن خوشاله کړي.>
5. بوعز د لوګرو د مشر څخه پوښتنه وکړه: <هغه ځوانه ښځه څوک ده؟>
6. سړي په ځواب کې وویل: <دا هغه موآبۍ ښځه ده څوک چې د نعومي سره د موآب نه راغلې ده.
7. هغې زما څخه اجازه وغوښتله چې لاړه شي او هغه وږي راټول کړي کوم چې د لوګرو څخه پاتې کیږي. او هغې پرته له یوې شېبې دمې څخه ټول سهار کار کړی دی.>
8. نو بیا بوعز روت ته ورغی او ویې ویل: <زه فکر کوم تاته به دا ډېره ښه وي چې د بل چا په پټیو کې وږي راټول نه کړې. ته همدلته د ښځو سره پاتې شه
9. او زما په پټو کې د لوګرو پسې وږي راټول کړه. ما سړیو ته امر کړی چې تا ونه ځوروي او هرکله چې تږې کېږې، د هغو منګیو څخه اوبه څښلی شې چې هغوی ډک کړي دي.>
10. روت ځمکې ته د درناوي سر ټیټ کړ او ویې ویل: <ته پوهېږې چې زه د بل هېواد څخه راغلې یم. ته ولې زما سره دومره نېکي کوې؟>
11. بوعز په ځواب کې وویل: <ما د ټولو هغو شیانو په هکله اورېدلي دي چې تا د خپلې خواښې دپاره د خپل مېړه د مرګ څخه وروسته ترسره کړي دي. زه پوهېږم چې څنګه تا خپله مور او پلار او خپل هېواد پرېښودل او څنګه ته راغلې ترڅو د داسې خلکو په منځ کې واوسېږې چې تا پخوا هیڅ نه پېژندل.
12. زه دعا کوم چې څښتن دې د دې کار دپاره تاته اجر درکړي. د اسراییلو څښتن خدای چې تا ورته پناه وروړې ده د دې کار پوره اجر درکړي.>
13. روت په ځواب کې وویل: <ښاغلیه دا ستا ډېره نېکي ده چې ته ما سره ډېره په مهربانۍ سره خبرې کوې او زما هرکلی کوې، زه حتیٰ ستا د یوې وینځې برابره هم نه یم.>
14. د ډوډۍ خوړلو په وخت کې بوعز روت ته وویل: <راځه مونږ سره ډوډۍ وخوره. لږه ډوډۍ واخله او په سرکه کې یې لنده کړه.> هغه د لوګرو سره کښېناستله او بوعز هغې ته وریتې شوې غلې دانې ورکړې، روت چې څومره غوښتل ویې خوړې او لږې ورڅخه پاتې هم شوې.
15. وروسته د هغې چې روت د وږو د راټولولو دپاره لاړه، بوعز خپلو سړیو ته وویل: <هغه پرېږدئ چې د ګېډیو څخه هم وږي واخلي.
16. د ګېډیو څخه هم یو څه وږي راوباسئ او ورته یې پرېږدئ او د هغې سره سختې خبرې مه کوئ!>
17. نو روت په پټیو کې تر ماښامه پورې کار وکړ. د وږو د ټکولو څخه وروسته هغه یوه لویه ټوکرۍ ډکه کړه.
18. هغې دا وږي ښار ته یوړل او خپلې خواښې ته یې وروښودل چې څومره یې راټول کړي وو. روت هغه ډوډۍ هم ورکړه کومه چې د غرمې نه پاتې شوې وه.
19. نعومي وویل: <تا نن چېرته او د چا په پټیو کې کار وکړ؟ خدای دې هغه سړي ته برکت ورکړي چې ستا سره یې ډېره ښه رویه وکړه!>بیا روت هغې ته وویل: <ما د یو سړي په پټیو کې کار وکړ چې بوعز نومېده.>
20. نعومي په ځواب کې وویل: <څښتن دې بوعز ته برکت ورکړي! څښتن تل د مړو او ژوندیو سره وفادار دی.> نعومي زیاته کړه: <بوعز زمونږ د هغې نژدې خپلوانو د ډلې څخه دی څوک چې زمونږ ساتنه کوي.>
21. روت هغې ته وویل: <بوعز حتیٰ ماته وویل چې د لو د پای پورې زما د لوګرو سره وږي راټولوه.>
22. نعومي په ځواب کې وویل: <زما لورې دا ښه خبره ده چې ته د هغو ښځو سره وږي راټول کړې څوک چې د بوعز په پټیو کې کار کوي، ځکه کېدای شي د بل چا په پټیو کې ستا سره بد سلوک وشي!>
23. نو بیا روت د کار کولو په وخت کې نورو ښځو سره نژدې اوسېده. روت تر هغه وخته پورې په پټو کې کار کاوه ترڅو چې ټولې اوربشې او غنم ورېبل شول. او په دې ټوله موده کې هغه د خپلې خواښې سره اوسېده.
About روت Chapter 2
Read روت Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of روت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: روت
Chapter: 2
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading روت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading روت Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is روت Chapter 2?
روت Chapter 2 is part of the Book of روت in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete روت Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from روت
Explore More from زوړ عهد
- اول سموئیل Chapter 12
- دانیال Chapter 8
- اشعیا Chapter 14
- میکاه Chapter 4
- اشعیا Chapter 20
- زبور Chapter 111
- اشعیا Chapter 24