یشوع Chapter 13

For English

Read یشوع Chapter 13 Online

Read یشوع Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یشوع and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

یشوع 13

فصل 13

1. کله چې یوشع زوړ شو، څښتن هغه ته وویل: <ته ډېر زوړ شوی یې، خو ډېره ځمکه لا پاتې ده چې باید ونیول شي.

2. دا هغه ځمکه ده چې پاتې ده: د فلسطینیانو او د جشوریانو ټوله سیمه،

3. همدارنګه د عویانو سیمه تر جنوب پورې (د شیحور څخه نیولې چې د مصر په پولې کې وه د عقرون تر پولې پورې چې په شمال کې وه، د کنعانیانو ځمکه ګڼل کېده. د فلسطین پادشاهان په غزه، اشدود، اشقلون، جت او عقرون کې اوسېدل)،

4. د کنعانیانو ټول هېواد او میعاره چې په صیدونیانو پورې اړه لري تر افیق پورې چې د اموریانو په پولې کې دی،

5. د جبلیانو ځمکه او ټول لبنان تر ختیځ پورې، له بعل جاد څخه نیولې چې د حرمون د غره جنوب خواته پروت دی د حمات تر غاښي پورې.

6. په دې کې د صیدونیانو چې د لبنان د غرونو او د مسرفوت مایم ترمنځ په غرنۍ سیمه کې اوسیږي ټوله سیمه شامله ده. زه به په خپله د اسراییلو له مخې څخه دا خلک لېرې کړم. څنګه چې ما په تا باندې امر کړی دی، ته باید دا ځمکه د اسراییلیانو په منځ کې ووېشې.

7. بیا دا ځمکه په هغو نهو قبیلو او د منسي په نیمې قبیلې ووېشه چې تر اوسه پورې ځمکه نه لري چې د هغوی ملکیت شي.>

8. موسیٰ لا پخوا د روبین او جاد قبیلو او د منسي بلې نیمې قبیلې ته هغه ځمکه ورکړې وه کومه چې د اردن د سیند په ختیځه غاړه باندې پرته وه.

9. دا سیمه د هغه ښار څخه چې د ارنون د درې په منځ کې ؤ او په هغې کې د عروعیر ښار چې د هغې درې په شمالي څنډه کې ؤ شامل ؤ، شمال خواته غزېدلې ده. په هغې کې د دیبون په شمال کې د میدبا لوړه جلګه شامله وه.

10. د هغوی سیمه د عمون تر پولې پورې رسېدله. همدارنګه په هغې کې هغه ټول ښارونه هم شامل وو چې د اموریانو پادشاه سیحون به ورباندې د حشبون له ښار څخه حکومت کاوه.

11. په هغې کې جلعاد، د جشور او معکې سیمې، د حرمون ټول غر او ټول باشان تر سلخه پورې شامل وو.

12. په هغې کې د عوج پادشاهي شامله وه. عوج د رفائیانو له جملې څخه یوازینی نفر ؤ چې ژوندی پاتې شوی ؤ او په عشتاروت او ادرعي کې یې پادشاهي کوله. موسیٰ دې خلکو ته ماتې ورکړې وه او هغوی یې شړلي وو.

13. خو بیاهم اسراییلیانو جشوریان او معکیان ونه شړل، نو هغوی تر نن ورځې پورې د اسراییلیانو په منځ کې اوسیږي.

14. موسیٰ د لاوي قبیلې ته هیڅ ځمکه نه وه ورکړې، ځکه چې د اسراییلو څښتن خدای هغوی ته ویلي وو: <تاسو به د ځمکې په ځای هغه قربانۍ ترلاسه کوئ کومې چې زما په قربانګاه باندې سوزول کیږي.>

15. موسیٰ د روبین په قبیله کې هرې یوې طایفې ته ځمکه ورکړه.

16. د هغوی ځمکه په جنوب کې په هغه ښارګوټي کې شروع کېدله چې د ارنون د درې په منځ کې ؤ. په هغې کې د عروعیر ښارګوټی چې د درې په شمالي څنډه کې ؤ، شامل ؤ او په شمال کې د میدبا د شاوخوا لوړې جلګې پورې رسېدله.

17. په دې کې حشبون او کوم ښارګوټي چې په لوړې جلګې باندې پراته وو یعنې دیبون، باموت بعل، بیت بعل معون،

18. یاهص، قدیموت، میفاعت،

19. قریتایم، سبمه، سارت شحر چې په دره کې په غونډۍ باندې ؤ،

20. بیت فغور، د پیسګاه د غره ډډې او بیت یشیموت ټول شامل وو.

21. هغه ټول ښارګوټي چې په لوړې جلګې باندې پراته وو او د سیحون ټوله پادشاهي (سیحون د اموریانو پادشاه ؤ او په حشبون کې یې حکومت کاوه) شامل وو. موسیٰ سیحون او د مدیانیانو مشرانو یعنې اوي، راقم، صور، حور او رابع ته ماتې ورکړې وه. دا مشران چې په هغه هېواد کې اوسېدل د سیحون سره ملګري شول.

22. په هغو خلکو کې چې د اسراییلیانو له خوا وژل شوي وو، بلعام د بعور زوی چې فال کتونکی ؤ هم شامل ؤ.

23. دا سیمه او د هغې ښارونه او کلي د روبین قبیلې ته د هغوی د ملکیت په توګه ورکړل شول او د اردن سیند د هغې لوېدیځه پوله وه.

24. همدارنګه موسیٰ د جاد په قبیله کې هرې یوې طایفې ته ځمکه ورکړه.

25. د هغوی په سیمه کې یعزیر، د جلعاد ټول ښارګوټي او د عمون نیمه ځمکه تر عروعیر پورې چې د ربه په ختیځ کې وه شامل وو.

26. د هغوی ځمکه د حشبون څخه نیولې تر رامت مصفه او بطونیم پورې او د محنایم څخه نیولې د دبیر تر سیمې پورې وه.

27. د اردن د درې په هغه سیمه کې چې جاد ته ورکړل شوې وه په هغې کې بیت هارام، بیت نمره، سوکوت او صافون یعنې د حشبون د پادشاه سیحون پخوانۍ پادشاهي شامله وه. د هغوی لوېدیځه پوله د اردن سیند ؤ او هغه په شمال کې د جلیل تر جهیل پورې رسېدله.

28. دا هغه سیمې او د هغو ښارګوټي او کلي وو چې د جاد قبیلې ته ورکړل شول.

29. موسیٰ د منسي په نیمه قبیله کې هرې یوې طایفې ته ځمکه ورکړه.

30. د هغوی سیمه تر محنایم پورې وه او په هغې کې د باشان پادشاه عوج ټوله پادشاهي او همدارنګه په باشان کې د یائیر ټول شپېته کلي شامل وو.

31. په دې کې نیم جلعاد، همدارنګه عشتاروت او ادرعي یعنې په باشان کې د عوج د پادشاهۍ شاهي ښارونه شامل وو. دا ټول هغو نیمو طایفو ته ورکړل شول چې له ماخیر یعنې د منسي د زوی څخه د اولادې په توګه پاتې وې.

32. په دې ډول موسیٰ د موآب ډاګونه چې د اردن د سیند په بله غاړه او د اریحا په ختیځ کې وو ووېشل.

33. خو موسیٰ د لاوي قبیلې ته هیڅ ځمکه ورنه کړه، ځکه چې څښتن وعده کړې وه چې هغه به همېشه د هغوی اړتیاوې پوره کوي.

About یشوع Chapter 13

Read یشوع Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: یشوع
Chapter: 13
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یشوع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading یشوع Chapter 13 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is یشوع Chapter 13?

یشوع Chapter 13 is part of the Book of یشوع in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete یشوع Chapter 13 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. اول پادشاهان Chapter 21
  7. لاویان Chapter 8

Explore More from یشوع

  1. یشوع Chapter 1
  2. یشوع Chapter 22
  3. یشوع Chapter 14
  4. یشوع Chapter 11
  5. یشوع Chapter 20
  6. یشوع Chapter 10
  7. یشوع Chapter 21

Related Chapters & Readings

  1. غزل غزلونه Chapter 8
  2. ایوب Chapter 15
  3. لاویان Chapter 26
  4. ایوب Chapter 4
  5. پیدایښت Chapter 47
  6. حزقیال Chapter 15
  7. زبور Chapter 118
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *