عاموس Chapter 4

For English

Read عاموس Chapter 4 Online

Read عاموس Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عاموس in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عاموس and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

عاموس 4

فصل 4

1. ”ما ته غوږ ونيسئ، د سامريه په غرونو اے د بسن څربه غواګانو، تاسو هغه ښځې يئ چې په غريبانانو ظلم کوئ او ضرورتمند د پښو لاندې کوئ، او څوک چې خپلو خاوندانو ته همېشه وائى چې، مونږ له د څښلو دپاره مے راوړئ.

2. قادر مطلق خُدائ په خپل پاکوالى قسم وکړو چې هغه وخت به يقيناً راشى چې تاسو ته به پوزو کښې کُنډې واچولے شى او په راښکلو به بوتلے شئ، تاسو هر يو کس به داسې راښکلے شئ لکه څنګه چې په کُنډه کښې کب راښکلے شى.

3. تاسو هر يو به په دېوالونو کښې د جوړو شوو لارو نه په زور وويستلے شئ، تاسو به بهر د حرمون شمال طرف ته وغورزولے شئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.

4. ”نو بيا خو لاړ شئ او په بيت‌ايل کښې بُتانو ته قربانۍ پېش کړئ. په جِلجال کښې نافرمانۍ جارى ساتئ. هر سحر قربانى کوئ، او په هره درېمه ورځ خپله لسمه حِصه راوړئ.

5. خمبيره روټۍ د شکرانې په طور پېش کړئ بيا په اوچت آواز د هغه قربانو اعلان وکړئ کومې چې تاسو په خپله خوښه کوئ. ځکه چې داسې کارونه کول تاسو بنى اِسرائيل ډېر خوښوئ،“ دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.

6. ”ما په هر ښار لوږه راوسته او په هر کلى مې قحط راوستو. خو بيا هم تاسو ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.

7. ”کله چې ستاسو فصل ته د باران سخت ضرورت وو نو ما د دې ورېدل بند کړل. ما په يو کلى باران وورولو خو په بل کلى مې ونۀ ورولو. په يو پټى باران وشو، خو بل پټے اوچ شو.

8. خلق د اوبو په لټون کښې کلى په کلى سرګردانه ګرځېدل، خو هلته هم د څښلو دپاره کافى اوبۀ نۀ وې. خو بيا هم تاسو ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.

9. ”ما ستاسو په فصلونو او د انګورو په باغونو تِليا او بيمارى راوسته. د قحطۍ مُلخانو ستاسو د اينځرو او د زيتُونو ونې وخوړلې. خو تاسو بيا هم ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.

10. ”ما په تاسو وباګانې راوستلې څنګه مې چې په مِصريانو رالېږلې وې. ما ستاسو زلمى په تُوره ووژل، او ستاسو ټول آسونه مې بوتلل. ما ستاسو په لښکر ګاه کښې ستاسو پوزې د مړو د بوئ نه ډکې کړې. خو تاسو بيا هم ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.

11. ”ما ستاسو څۀ خلق تباه کړل لکه څنګه چې مې د سدوم او عموره خلق تباه کړى وُو. تاسو د هغه نيم سوزېدونکى لرګى په شان وئ کوم چې د اور نه راښکلے شوے وى، خو تاسو بيا هم ما ته راونۀ ګرځېدئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.

12. ”نو اے بنى اِسرائيلو، تاسو به وګورئ چې زۀ درسره څۀ کوم، نو ځکه زۀ درسره داسې کوم، نو د خپل خُدائ پاک سره د ملاقات دپاره تيار شئ، اے بنى اِسرائيلو.“

13. ځکه چې مالِک خُدائ هم هغه دے چا چې غرونه پېدا کړى دى، او هوا يې پېدا کړې ده، او خپل خيالات بنى آدم ته څرګندوى. هغه د سحر رڼا په تيارۀ بدلوى او د زمکې په اوچتو ځايونو باندې ګرځى. د هغۀ نوم مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج دے.

About عاموس Chapter 4

Read عاموس Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عاموس in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: عاموس
Chapter: 4
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عاموس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading عاموس Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is عاموس Chapter 4?

عاموس Chapter 4 is part of the Book of عاموس in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete عاموس Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from عاموس

  1. عاموس Chapter 2
  2. عاموس Chapter 4
  3. عاموس Chapter 4
  4. عاموس Chapter 3
  5. عاموس Chapter 5
  6. عاموس Chapter 9
  7. عاموس Chapter 9

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 13
  2. زبور Chapter 149
  3. تثنیه Chapter 23
  4. اشعیا Chapter 54
  5. لوقا Chapter 15
  6. پیدایښت Chapter 24
  7. خروج Chapter 31
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *