Read شمېر Chapter 28 Online
Read شمېر Chapter 28 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
شمېر 28
فصل 28
1. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2. <دا حکم د اسراییلو قوم ته ورسوه او هغوی ته ووایه: ګورئ ماته به په ټاکلي وخت کې د نذرانو په خاطر هغه خواړه وړاندې کوئ چې په اور باندې تیاریږي. د داسې نذرانې بوی په ما باندې ښه لګیږي.
3. دا هغه نذرانې دي چې په اور باندې تیاریږي او باید څښتن ته د ورځنۍ سوزېدونکې نذرانې دپاره وړاندې شي: دوه یو کلن وري چې هیڅ عیب په کې نه وي.
4. یو وری به په سهار کې قرباني کیږي او بل په ماښام کې.
5. هر وری باید د یو کیلوګرام ښو اوړو سره چې یو لیتر د زیتونو سوچه تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي.
6. دا هغه ورځنۍ سوزېدونکې نذرانه ده چې د اول ځل دپاره د سینا د غره په څنګ کې څښتن ته د یوې خوشالوونکې خوشبویۍ په توګه وړاندې شوې وه.
7. په آخر کې د دغو دوو نذرانو سره یو یو لیتر د انګورو شربت د څښلو د نذرانې په توګه باید څښتن ته په قربانګاه باندې توی شي.
8. دوهم وری په ماښام کې د غلې دانې او څښلو د هماغه شان نذرانې سره تیار کړئ کوم چې تاسو یې په سهار کې تیاروئ. دا یوه داسې نذرانه ده چې په اور باندې تیاریږي او یو داسې بوی دی چې په څښتن باندې ښه لګیږي.
9. -
10. د هر سبت په ورځ باید تاسو د عادي ورځنیو نذرانو څخه علاوه دوه یو کلن وري وړاندې کړئ. په دغو وریو کې باید هیڅ عیب نه وي. هغه باید د څښلو د نذرانې او د دوو کیلوګرامه ښو اوړو سره چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي یعنې د غلې دانې د نذرانې سره یوځای وړاندې شي.
11. د هرې میاشتې په اوله ورځ دوه ځوان غوایان، یو پسه او اووه یو کلن وري چې په ټولو کې هیڅ عیب نه وي، څښتن ته د سوزېدونکې نذرانې دپاره وړاندې کړئ.
12. درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي باید د هر غویي سره د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي. دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د پسه سره وړاندې شي
13. او یو کیلوګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د هر وري سره وړاندې شي. دا د سوزېدونکې نذرانې دپاره دي، دا یوه داسې نذرانه ده چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي.
14. -
15. د هر غویي سره دوه لیتره، د پسه سره یونیم لیتر او د هر وري سره یو لیتر د انګورو شربت د څښلو د نذرانې په توګه وړاندې کړئ. په آخر کې باید یو وز د ګناه د نذرانې په توګه څښتن ته وړاندې کړئ. دا هغه سوزېدونکې نذرانې دي چې د ورځنیو عادي نذرانو څخه علاوه باید د هرې میاشتې په اوله ورځ وړاندې شي.
16. د هر کال د اولې میاشتې په څوارلسمه ورځ څښتن ته د احترام کولو په خاطر د فسحې اختر لمانځئ.
17. په پنځلسمه ورځ به د فطیرې ډوډۍ اختر وي چې یوه هفته به دوام ومومي. په دې دوران کې باید فطیره ډوډۍ وخوړل شي.
18. د دې اختر په اوله ورځ باید تاسو د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او په دې ورځ باید هیڅ ورځنی کار ونه کړئ.
19. څښتن ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه دوه ځوان غوایان، یو پسه او اووه یو کلن وري چې په ټولو کې هیڅ عیب نه وي وړاندې کړئ.
20. د هر غویي سره باید درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي. دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د پسه سره وړاندې شي
21. او یو کیلوګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د هر وري سره وړاندې شي.
22. همدارنګه یو وز د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کړئ او په دې ډول د قوم دپاره کفاره ادا کړئ.
23. دا دې د عادي سهارنۍ سوزېدونکې نذرانې څخه علاوه وړاندې شي.
24. په دې ډول د اوو ورځو دپاره هره ورځ د عادي سوزېدونکې نذرانې او د هغې د څښلو د نذرانې څخه علاوه د هغې نذرانې دپاره خواړه تیار کړئ چې په اور باندې تیاریږي. د هغې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
25. په اوومه ورځ د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او هیڅ ورځنی کار مه کوئ.
26. د لو کولو د اختر په اوله ورځ کله چې تاسو څښتن ته د نوې غلې دانې نذرانه وړاندې کوئ، باید د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او هیڅ ورځنی کار دې ونه کړای شي.
27. د دوه ځوانو غوایانو، یو پسه او اووه یو کلن وریو سوزېدونکې نذرانه چې ټول باید بې عیبه وي وړاندې کړئ. د هغې خوشبویي په څښتن باندې ښه لګیږي.
28. د هر غویي سره دې درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي او د هر پسه سره دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي
29. او یو کیلوګرام د هر وري سره.
30. همدارنګه یو وز د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کړئ او په دې ډول د قوم دپاره کفاره ادا کړئ.
31. دغه نذرانې او د څښلو نذرانه دې د ورځنۍ سوزېدونکې نذرانې او د غلې دانې د نذرانې څخه علاوه وړاندې شي. ګورئ چې په هغو ټولو حیواناتو کې باید هیڅ عیب نه وي.
About شمېر Chapter 28
Read شمېر Chapter 28 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: شمېر
Chapter: 28
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading شمېر Chapter 28 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is شمېر Chapter 28?
شمېر Chapter 28 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete شمېر Chapter 28 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- لاویان Chapter 8
- اول پادشاهان Chapter 21
Explore More from شمېر
- شمېر Chapter 26
- شمېر Chapter 20
- شمېر Chapter 5
- شمېر Chapter 6
- شمېر Chapter 9
- شمېر Chapter 2
- شمېر Chapter 19