ایوب Chapter 38

For English

Read ایوب Chapter 38 Online

Read ایوب Chapter 38 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ایوب 38

فصل 38

1. نو مالِک خُدائ د طوفان نه ايُوب له جواب ورکړو،

2. ”هغه څوک دے چې بغېر د څۀ پوهې نه زما د عقل په حقله تپوسونه کوى؟

3. نو اوس ټينګ شه، او زما د سوال جواب راکړه.

4. کله چې ما د زمکې بنياد کېښودو نو تۀ چرته وې؟ کۀ تا ته دومره پته وى نو ما ته ووايه.

5. چې دا به څومره غټ وى د دې پته چا لګولى ده؟ او په دې چا د ناپ کرښه راښکلې ده؟

6. د دې بنيادونه په څۀ باندې ودرېدل، او د دې د ګوټ کاڼے چا کېښودو؟

7. چې کله د سحر ستورو په يو ځائ سندرې وئيلې او ټولو فرښتو د خوشحالۍ نه چغې وهلې.

8. کله چې سمندر زمکې ته راخلاص شو، نو دا چا قابو کړو؟

9. کله چې ما وريځ د دې لِباس جوړ کړو، او دا ما په تکه توره تيارۀ کښې راونغښتلو،

10. او د دې دپاره مې حدونه جوړ کړل، او را ايسار مې کړو چې د حد نه وانۀ وړى،

11. او ورته مې ووئيل چې د دې نه وړاندې به نۀ راځې، او ستا زورَورې چپې دې دلته ايسارې شى.

12. تا کله حُکم کړے دے چې سحر دې شى، او نمر ته دې وئيلى دى چې د نمرخاتۀ طرف نه راوخېژى؟

13. تا سحر له حُکم ورکړے دے چې په زمکه خور شى، او چې د شپې بدعملى ختمه کړى؟

14. او بيا زمکه د رڼا د وجې صفا ښکارى، او رنګ يې د رنګدارو جامو په شان شى.

15. رڼا د بدعمله خلقو کارونه بندوى، او هغوئ نور ظلم زياتے نۀ شى کولے.

16. تا هغه چينې ليدلې دى چې سمندر ترې نه جوړيږى، يا تا د دې ډوبوالے معلوم کړے دے؟

17. د مرګ دروازه تا ته ښکاره شوې ده څۀ؟ يا تا د تکې تورې تيارې دروازې ليدلې دى څۀ؟

18. تۀ د دُنيا په لوئ والى پوهه شوے يې څۀ؟ کۀ د دې نه خبر يې نو ما ته ووايه.

19. رڼا د کوم ځائ نه راځى، او د تيارې ځائ چرته دے،

20. تۀ دا هر يو خپل خپل کور ته بوتلے شې څۀ؟ تا ته پته شته چې هغې ته کومه لار تلې ده؟

21. خو تۀ خو به د دې هر څۀ نه خبر يې کنه؟ ځکه چې د دې پېدا کېدو نه وړاندې تۀ موجود وې، او تۀ د ډېرې مودې يې.

22. تۀ د واورې ګودامونو ته ننوتلے يې څۀ، يا تا د ږلۍ ګودامونه ليدلى دى څۀ؟

23. هغه چې ما د مصيبت د وخت دپاره ساتلى دى، او د جنګ جګړې دپاره مې ساتلى دى؟

24. هغه ځائ ته تلے يې څۀ چرته چې نمر راخېژى، او د کوم ځائ نه چې د نمرخاتۀ هوا لګى؟

25. د دروند باران لارې چا جوړې کړې دى، او د تندر د برېښنا دپاره يې لار صفا کړې ده،

26. په هغه مُلک باندې څوک باران راولى چرته چې هيڅ څوک نۀ اوسيږى، په هغه صحرا باندې، چې هغه د بنيادمو نه خالى وى،

27. چې هغه تږې او اوچه زمکه اوبۀ کړى، او چې په هغه زمکه باندې واښۀ راشنۀ کړى؟

28. ولې د باران پلار شته څۀ، يا پرخه چا پېدا کړې ده؟

29. د واورې مور څوک ده؟ او د آسمان يخ له ژوند څوک ورکوى،

30. کومه چې اوبۀ د کاڼى په شان سختې کړى، او د سمندر مخ کلک کړى؟

31. تۀ عقدِ ثُريا ستورو ته لار ښودلے شې، يا جبار ستورے په مينځ بېلولے شې څۀ؟

32. ولې تۀ منطقتُ البُروج ستورو ته خپل موسمونه ښودلے شې، يا تۀ بناتُ النعش ستورى ته سره د هغې د بچو لار ښودلے شې؟

33. تۀ د آسمان په قانون پوهېږې څۀ؟ يا تۀ د هغوئ قانون په زمکه باندې قائمولے شې څۀ؟

34. ولې تۀ خپل آواز وريځو ته رسولے شې څۀ، د دې دپاره چې باران ووروى؟

35. تۀ برېښنا ځلولے شې څۀ؟ يا دا پخپله مرضۍ باندې راغورزولے شې څۀ؟

36. خبره په زړۀ کښې چا اچولې ده، او دماغو له پوهه چا ورکړې ده؟

37. داسې هوښيار شته چې وريځې وشمېرى؟ يا د آسمان نه باران ورولے شى داسې لکه چې د منګى نه اوبۀ توئ کړے شى،

38. په هغه اوچه زمکه باندې چې د خاورې نه يې لوټې جوړې شوې وى؟

39. ولې تۀ د ازمرى دپاره ښکار کولے شې، او د وړو زمرو لوږه پوره کولے شې،

40. کله چې هغه په خپلو غارونو کښې پټ وى، يا په بوټو کښې د ښکار په اِنتظار ناست وى؟

41. کارغانو دپاره د خوراک بندوبست څوک کوى، کله چې د هغوئ بچى خُدائ پاک ته ژړا کوى، او د خوراک د نشتوالى په وجه سرګردانه ګرځى؟

About ایوب Chapter 38

Read ایوب Chapter 38 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ایوب
Chapter: 38
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ایوب Chapter 38 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ایوب Chapter 38?

ایوب Chapter 38 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ایوب Chapter 38 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ایوب

  1. ایوب Chapter 19
  2. ایوب Chapter 41
  3. ایوب Chapter 11
  4. ایوب Chapter 1
  5. ایوب Chapter 39
  6. ایوب Chapter 17
  7. ایوب Chapter 12

Explore More from زوړ عهد

  1. یشوع Chapter 21
  2. دوهم سموئیل Chapter 6
  3. لاویان Chapter 27
  4. شمېر Chapter 3
  5. ارمیا Chapter 23
  6. قاضیان Chapter 20
  7. زکریا Chapter 10

Related Chapters & Readings

  1. غلاطیانو ته Chapter 1
  2. واعظ Chapter 6
  3. اول سموئیل Chapter 6
  4. شمېر Chapter 9
  5. زبور Chapter 27
  6. ارمیا Chapter 23
  7. زبور Chapter 34
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *