روت Chapter 3

For English

Read روت Chapter 3 Online

Read روت Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of روت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of روت and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

روت 3

فصل 3

1. څه موده وروسته نعومي روت ته وویل: <ای زما لورې زه باید ستا دپاره مېړه پیدا کړم، هغه به تاته کور درکړي او په تا به پام کوي.

2. ته پوهېږې چې بوعز زمونږ خپلوان دی او تا وږي د هغو ښځو سره راټول کړي څوک چې د هغه دپاره کار کوي. ګوره، نن شپه به هغه په درمند باندې اوربشې بادوي.

3. اوس ولامبه او لږ عطر په ځان واچوه، بیا خپلې ښې جامې واغونده او درمند ته لاړه شه. خو ترڅو پورې چې هغه د خوراک او څښاک څخه وزګار نه وي، خپل ځان مه ورښکاره کوه.

4. وګوره چې هغه چېرته څملي، بیا کله چې هغه ویده شي، پښې یې لوڅې کړه او د هغه پښو سره پرېوزه. بیا به هغه تاته ووایي چې څه وکړه.>

5. روت په ځواب کې وویل: <څه چې ته وایې هماغسې به وکړم.>

6. نو روت درمند ته لاړه او هماغسې یې وکړل څرنګه چې خواښې یې ورته ویلي وو.

7. وروسته له خوړلو او څښلو نه بوعز د خوشالۍ احساس کاوه، هغه لاړ او د غلو دانو د ډېرۍ تر څنګ ویده شو. روت غلې غلې ورنژدې شوه، هغې د بوعز پښې لوڅې کړې او د هغه پښو سره پرېوته.

8. د نیمې شپې په شاوخوا کې، بوعز ناڅاپه راویښ شو او ډېر حیران شو چې خپلو پښو سره یې ښځه ولیده.

9. هغه پوښتنه وکړه: <ته څوک یې؟>هغې په ځواب کې وویل: <ښاغلیه زه روت یم ستا د پښو خاورې. ته زما هغه خپلوان یې چې په ما پام وکړې، نو ته ما سره واده وکړه.>

10. بوعز په ځواب کې وویل: <څښتن دې تاته برکت درکړي! ته اوس د خپلې خواښې سره د ټولې مرستې څخه هم لا زیاته وفاداري ښایې. تا کولی شول چې د ځان دپاره دې یو ځوان شتمن یا غریب سړی لټولای وای، خو تا داسې ونه کړل.

11. اوس فکر مه کوه، زه به همداسې وکړم څنګه چې ته غواړې. په ښار کې ټول ستا درناوی کوي.

12. دا رښتیا ده چې زه ستا نژدې خپلوان یم چې باید درباندې پام وکړم. خو بل څوک هم شته چې هغه ستا ډېر نژدې خپلوان دی.

13. تر سهار کېدو پورې دلته پاتې شه، بیا به زه ځان پوه کړم که چېرې هغه راضي شي چې ستا مسئولیت په غاړه اخلي او که نه. که هغه راضي نه شو، نو زه په ژوندي خدای قسم خورم چې زه به په خپله ستا مسئولیت په غاړه واخلم. اوس څمله تر سهار پورې پاتې شه.>

14. روت بیا پرېوته، خو هغه د رڼا کېدو نه مخکې راویښه شوه، ځکه بوعز نه غوښتل چې بل څوک پوه شي چې روت هلته وه.

15. بیا بوعز ورته وویل: <خپله چپنه خوره کړه> او هغه پکښې تقریباً شل کیلوګرامه غلې دانې ورواچولې او د هغې په اوږه باندې یې کېښودله.روت بېرته ښار ته راغله

16. او چې کله کور ته راورسېده نو خواښې ورڅخه پوښتنه وکړه چې <لورې، څه وشو؟>روت ورته ټول هغه څه وویل چې بوعز د هغې دپاره کړي وو.

17. هغې زیاته کړه: <بوعز ماته وویل چې زه باید تاته تش لاس رانه شم نو همدا ؤ چې ماته یې دا ټولې اوربشې راکړې.>

18. نعومي روت ته وویل: <زما لورې اوس صبر کوه ترڅو معلومه شي چې څه پېښیږي. بوعز به نن تر هغې ارام ونه کړي ترڅو یې چې دا موضوع نه وي حل کړې.>

About روت Chapter 3

Read روت Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of روت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: روت
Chapter: 3
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading روت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading روت Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is روت Chapter 3?

روت Chapter 3 is part of the Book of روت in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete روت Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from روت

  1. روت Chapter 1
  2. روت Chapter 4
  3. روت Chapter 3
  4. روت Chapter 2
  5. روت Chapter 1
  6. روت Chapter 1
  7. روت Chapter 2

Explore More from زوړ عهد

  1. دانیال Chapter 5
  2. دوهم تواریخ Chapter 28
  3. اشعیا Chapter 25
  4. قاضیان Chapter 15
  5. اول تواریخ Chapter 11
  6. زبور Chapter 4
  7. شمېر Chapter 12

Related Chapters & Readings

  1. شمېر Chapter 28
  2. قاضیان Chapter 2
  3. ایوب Chapter 29
  4. پیدایښت Chapter 5
  5. اول قرنتیانو ته Chapter 5
  6. اشعیا Chapter 54
  7. اول پادشاهان Chapter 3
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *