Read زکریا Chapter 3 Online
Read زکریا Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زکریا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of زکریا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
زکریا 3
فصل 3
1. بيا هغۀ ما ته يشوَع مشر اِمام وښودلو چې د مالِک خُدائ د فرښتې په وړاندې ولاړ وو، او اِلزام لګوونکے يعنې شېطان د هغۀ په ښى طرف ولاړ وو چې په هغۀ اِلزام ولګوى.
2. مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا رټى، شېطانه. هغه مالِک خُدائ، چا چې يروشلم غوره کړے دے، هغه تا رټى. آيا دا سړے هغه سوزېدونکې لرګى په شان نۀ دے چې د اور نه راښکلے شوے وى؟“
3. اوس يشوَع په ګنده جامو کښې د فرښتې په مخکښې ولاړ وو.
4. فرښتې هغوئ ته وفرمائيل څوک چې د هغۀ د وړاندې ولاړ وُو، ”د دۀ نه ګنده جامې وباسئ.“ بيا هغې يشوَع ته وفرمائيل، ”وګوره، ما ستا ګناهونه لرې کړل، او زۀ به تا ته ښائسته جامې درواغوندم.“
5. بيا ما ووئيل، ”هغوئ دې د هغۀ په سر باندې يو پاک پټکے کېږدى،“ او هغوئ ورته پاک پټکے په سر کېښودو او ښکلې نوې جامې يې ورواغوستلې کله چې لا د مالِک خُدائ فرښته د هغۀ سره هلته ولاړه وه.
6. د مالِک خُدائ فرښتې يشوَع له په کلکه وفرمائيل،
7. ”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، کۀ تۀ زما په لار روان يې او زما قانون منې، نو تۀ به زما د کور حکمرانى کوې او زما د دربار اختيار به درسره وى، او زۀ به تا له د دوئ په مينځ کښې ځائ درکړم څوک چې دلته ولاړ دى.
8. واوره، اے مشر اِمامه يشوَع او نور اِمامان چې ستا په وړاندې ناست دى، تاسو د راتلونکى ښۀ وخت نښه يئ، زۀ به خپل خِدمت کوونکے راولم چې څانګه بللے شى.
9. وګورئ، هغه قيمتى کاڼے چې ما د يشوَع په وړاندې اېښے دے. د هغه کاڼى اووۀ مخونه دى، او زۀ به په دې نقش وليکم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، او زۀ به د دې مُلک ګناهونه په يوه ورځ کښې ختم کړم.
10. په هغه ورځ به تاسو هر يو کس خپل ګاونډى راوغواړئ چې خپل د انګورو او اينځر د ونې لاندې کښېنئ، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.“
About زکریا Chapter 3
Read زکریا Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زکریا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: زکریا
Chapter: 3
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading زکریا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading زکریا Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is زکریا Chapter 3?
زکریا Chapter 3 is part of the Book of زکریا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete زکریا Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زکریا
- زکریا Chapter 1
- زکریا Chapter 2
- زکریا Chapter 10
- زکریا Chapter 9
- زکریا Chapter 4
- زکریا Chapter 14
- زکریا Chapter 7
Explore More from زوړ عهد
- خروج Chapter 11
- زبور Chapter 113
- متلونه Chapter 19
- اشعیا Chapter 52
- پیدایښت Chapter 42
- اشعیا Chapter 41
- قاضیان Chapter 20