دانیال Chapter 12

For English

Read دانیال Chapter 12 Online

Read دانیال Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دانیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دانیال and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دانیال 12

فصل 12

1. په هغه وخت کښې به ميکائيل، د فرښتو لوئ سردار څوک چې ستا د قوم حفاظت کوى، راوچت شى. هغه به داسې د مصيبت وخت وى چې داسې به د قومونو د پېدايښت نه تر دې وخت پورې نۀ وى شوے. خو په هغه وخت کښې به ستا د قوم نه هغوئ بچ شى، د چا نوم چې د خُدائ پاک په کِتاب کښې ليکلے شوے وى.

2. نو بيا به هغه ګڼ خلق څوک چې په خاورو کښې پراتۀ دى راپاڅى، څوک به د ابدى ژوند دپاره، او څوک د رسوائى او ابدى شرم دپاره.

3. څوک چې هوښيار دى د نمر د شغلو په شان به ځليږى، او هغوئ څوک چې ډېرو خلقو ته د صداقت لارښودنه کوى، هغوئ به لکه د ستورو په شان د تل دپاره ځليږى.

4. خو تۀ اے دانياله، دا کلام بند کړه او تر آخرى زمانې پورې پرې مهر ولګوه. ډېر خلق به اخوا ديخوا ګرځى چې خپل عِلم کښې اضافه وکړى.“

5. بيا ما دانيال وکتل چې زما په وړاندې دوه نور سړى ولاړ وُو، يو د سيند په دې غاړه او بل پورې غاړه ولاړ وو.

6. په هغوئ کښې يو د هغه سړى نه تپوس وکړو چې د کتان جامې يې اغوستې وې، او څوک چې د اوبو په غاړه ولاړ وو، ”نو دا حېرانېدونکې خبرې به نور په څومره وخت کښې پوره شى؟“

7. د کتان د جامو والا سړى څوک چې د اوبو دپاسه وو هغۀ خپل دواړه لاسونه آسمان ته اوچت کړل او ما واورېدل چې هغۀ د ژوندى خُدائ پاک په نوم قسم وخوړو او وې فرمائيل، ”دا به د درې نيمو کالو پورې وى. کله چې په مقدسو خلقو ظلم ختم شى نو بيا به دا هر څۀ سر ته ورسيږى.“

8. ما دا هر څۀ واورېدل، خو پوهه پرې نۀ شوم. نو ما ترې تپوس وکړو، ”زما مالِکه، د دې ټولو خبرو به څۀ اَنجام وى؟“

9. نو هغۀ جواب راکړو، ”اے دانياله، په خپله لار په آرام سره لاړ شه، ځکه چې تر آخره وخته پورې به کلام بند شى او مهر به پرې لګېدلے وى.

10. ډېر به پاک، بې‌داغه او صفا کړے شى، خو بدعمله به بدعمله پاتې شى. يو بدعمله به پرې هم پوهه نۀ شى، خو هغوئ څوک چې هوښيار دى، هغوئ به پرې پوهه شى.

11. د کوم وخت نه چې د روزانه قربانۍ ختمې شوې دى او د تباهۍ ناپاکه بُت اېښودے شوے دے، د هغې نه به دولس سوه او نوى ورځې تېرې شى.

12. بختور دى هغوئ څوک چې ديارلس سوه او پينځۀ دېرش ورځو ختمېدو پورې صبر وکړى.

13. ترڅو چې ستا تعلق دے په خپله لار تر آخره لاړ شه. تۀ به وفات شې، نو تۀ به په آخرى ورځو کښې بيا راژوندے شې د دې دپاره چې خپل ميراث درته مِلاو شى.“

About دانیال Chapter 12

Read دانیال Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دانیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دانیال
Chapter: 12
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دانیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دانیال Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دانیال Chapter 12?

دانیال Chapter 12 is part of the Book of دانیال in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دانیال Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دانیال

  1. دانیال Chapter 10
  2. دانیال Chapter 11
  3. دانیال Chapter 8
  4. دانیال Chapter 3
  5. دانیال Chapter 1
  6. دانیال Chapter 5
  7. دانیال Chapter 9

Explore More from زوړ عهد

  1. اشعیا Chapter 52
  2. ارمیا Chapter 10
  3. اول پادشاهان Chapter 13
  4. حزقیال Chapter 6
  5. متلونه Chapter 22
  6. زبور Chapter 7
  7. اول تواریخ Chapter 21

Related Chapters & Readings

  1. یشوع Chapter 17
  2. خروج Chapter 21
  3. اول پطروس Chapter 3
  4. غزل غزلونه Chapter 2
  5. شمېر Chapter 23
  6. زبور Chapter 22
  7. اشعیا Chapter 50
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *