Read اول سموئیل Chapter 27 Online
Read اول سموئیل Chapter 27 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول سموئیل 27
فصل 27
1. خو داود د خپل ځان سره فکر وکړ: <یوه ورځ به شائول ما ووژني، زما دپاره ترټولو ښه خبره دا ده چې د فلسطینیانو خاورې ته وتښتم. نو شائول به په اسراییلو کې زما د لټون څخه لاس واخلي او زه به د هغه له لاسه خلاص شم.>
2. نو داود د خپلو شپږسوه نفرو سره د اسراییلو د سرحد څخه تېر شو او د جت پادشاه آخیش ته چې د معوک زوی ؤ ورغی.
3. داود او د هغه نفر په جت کې د آخیش سره ځای په ځای شول. د هر سړي سره خپله کورنۍ وه. همدارنګه د داود سره خپلې دوه ښځې یعنې یزرعیلي اخینوعم او د نابال کونډه ابیجایل کرملي وې.
4. کله چې شائول واورېدل چې داود جت ته تښتېدلی دی، هغه د داود د لټولو هڅه پرېښوده.
5. داود آخیش ته وویل: <که زما څخه خوشاله یئ ماته یو وړوکی ښار راکړئ چې په کې واوسېږم. باداره! زما دپاره دا لازمه نه ده چې ستاسو سره په پایتخت کې واوسېږم.>
6. نو آخیش په هغه ورځ داود ته د صقلغ ښار ورکړ او له دې کبله د صقلغ ښار تر نن ورځې پورې د یهودا د پادشاهانو دی.
7. داود یو کال او څلور میاشتې د فلسطینیانو په خاوره کې ژوند وکړ.
8. په دې دوران کې به داود او د هغه نفرو په جشوریانو، جرزیانو او عمالیقیانو باندې حملې کولې. دغه قومونه د ډېرې اوږدې مودې راپدېخوا په هغه خاوره کې چې د شور څخه تر مصر پورې رسېده اوسېدل.
9. کله به چې داود په یوې سیمې باندې حمله کوله نو یو سړی یا ښځه به یې هم ژوندی نه پرېښود. همدارنګه د هغوی پسونه، غوایان، خره، اوښان او حتیٰ کالي به یې اخیستل. بیا به بېرته آخیش ته راستنېده.
10. کله به چې آخیش پوښتنه کوله: <دا ځل دې په کوم ځای باندې یرغل کړی دی؟> داود به ورته ویل: <زه د یهودا جنوبي برخې ته> یا <د یرحمئیل سیمې ته> یا <هغې سیمې ته تللی وم چې قینیان په کې اوسیږي.>
11. داود به هر یو سړی او ښځه وژل، ترڅو چې هیڅوک ونه شي کولای بېرته جت ته لاړ شي او خبر ورکړي چې داود او د هغه سړیو په رښتیا سره څه کړي دي. تر هغه وخته پورې چې داود په فلسطین کې اوسېده همداسې به یې کول.
12. آخیش په داود باندې باور کاوه او د ځان سره به یې ویل: <د هغه خپل قوم اسراییل د هغه څخه دومره زیاته کرکه کوي، چې هغه به ټول عمر زما خدمت کوي.>
About اول سموئیل Chapter 27
Read اول سموئیل Chapter 27 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول سموئیل
Chapter: 27
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول سموئیل Chapter 27 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول سموئیل Chapter 27?
اول سموئیل Chapter 27 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 27 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-سموئیل
- اول سموئیل Chapter 10
- اول سموئیل Chapter 26
- اول سموئیل Chapter 6
- اول سموئیل Chapter 24
- اول سموئیل Chapter 13
- اول سموئیل Chapter 4
- اول سموئیل Chapter 3
Explore More from زوړ عهد
- خروج Chapter 5
- ایوب Chapter 2
- هوشع Chapter 5
- تثنیه Chapter 14
- زبور Chapter 8
- ایوب Chapter 13
- دوهم سموئیل Chapter 24