Read اول سموئیل Chapter 7 Online
Read اول سموئیل Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول سموئیل 7
فصل 7
1. نو د قریه یعاریم خلکو د څښتن د لوظ صندوق راواخیست او هغه یې د ابیناداب کور ته چې د یوې غونډۍ د پاسه ؤ یووړ. د هغه زوی العازار یې وقف کړ چې د څښتن د لوظ صندوق وساتي.
2. د څښتن د لوظ صندوق د اوږدې مودې دپاره یعنې څه ناڅه شل کاله په قریه یعاریم کې پاتې شو. په دې موده کې ټولو اسراییلو ویر وکړ او د څښتن په لټون کې شول.
3. سموئیل د اسراییلو قوم ته وویل: <که چېرې تاسو د زړه له کومي څښتن ته راګرځئ، نو تاسو باید پردي خدایان او د عشتاروت بتان له خپلو ځانونو څخه لېرې کړئ. خپل ځانونه په بشپړه توګه څښتن ته وقف کړئ او یوازې د هغه عبادت وکړئ، نو هغه به تاسو د فلسطینیانو څخه وژغوري.>
4. نو اسراییلو د بعل او عشتاروت بتان لېرې کړل او یوازې د څښتن عبادت یې کاوه.
5. بیا سموئیل ټول اسراییلیان راوغوښتل چې په مصفه کې سره راټول شي، ورته ویې ویل: <زه به څښتن ته ستاسو دپاره دعا وکړم.>
6. کله چې هغوی په مصفه کې سره راغونډ شول، له کوهي څخه یې اوبه راوویستلې او د څښتن په وړاندې یې د نذرانې په توګه توی کړې. هغه ورځ یې روژه ونیوله او هلته یې دا اقرار وکړ: <مونږ د څښتن په وړاندې ګناه کړې ده.>سموئیل د اسراییلو مشر ؤ او خپل کار به یې په مصفه کې کاوه.
7. کله چې فلسطینیانو واورېدل چې اسراییلیان په مصفه کې سره راغونډ شوي دي، د فلسطنیانو پنځه پادشاهان د خپلو نفرو سره روان شول چې په هغوی باندې حمله وکړي. څنګه چې اسراییلو دا واورېدل نو ووېرېدل.
8. هغوی سموئیل ته وویل: <زمونږ دپاره زمونږ څښتن خدای ته زاري کول مه پرېږده چې مونږ د فلسطینیانو څخه وژغوري.>
9. نو سموئیل یو شیدې رودونکی وری واخیست او هغه ټول یې د سوزېدونکې نذرانې په توګه څښتن ته وړاندې کړ. هغه د اسراییلیانو دپاره څښتن ته فریاد وکړ او څښتن د هغه فریاد واورېد.
10. په هغه شیبه کې چې سموئیل سوزېدونکې نذرانه قرباني کوله، فلسطینیان د جګړې دپاره اسراییلو ته رانژدې شول، مګر په هغه ورځ څښتن په فلسطینیانو باندې د اسمان څخه تندر راوغورزاوه. هغوی بېخي وارخطا شول او له وېرې وتښتېدل.
11. اسراییلیان د مصفې څخه ووتل او تر بیت کار پورې په فلسطینیانو پسې شول او په لاره کې یې هغوی ووژل.
12. په هغه وخت کې سموئیل یوه تیږه واخیسته او هغه یې د مصفې او شن ترمنځ ودروله. هغه یې <د مرستې د تیږې> په نوم یاده کړه او ویې ویل: <تر اوسه پورې څښتن زمونږ سره مرسته کړې ده.>
13. نو فلسطینیانو ډېره بده ماته وخوړله، تر ډېر وخته پورې یې بیا په اسراییلو باندې حمله ونه کړه. ترڅو چې سموئیل ژوندی ؤ، د څښتن لاس د هغوی په ضد اوچت ؤ.
14. د عقرون څخه تر جت پورې ټول هغه ښارونه چې فلسطنیانو د اسراییلو څخه نیولي وو بېرته اسراییلو ته ورکړل شول. اسراییلو د دغو ښارونو نژدې سیمې هم د فلسطینیانو څخه ازادې کړې. د اسراییلو او اموریانو ترمنځ هم سوله وشوه.
15. سموئیل د خپل ژوند تر پایه پورې د اسراییلو مشر ؤ.
16. هغه به هر کال په بیت ئیل، جلجال او مصفې باندې ګرځېده او په دې ځایونو کې به یې شخړې حل کولې.
17. بیا به هغه بېرته رامه ته ستنېده، ځکه چې هلته د هغه کور ؤ او په دې ځای کې هم هغه د قاضي په توګه خدمت کاوه. په رامه کې یې د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ.
About اول سموئیل Chapter 7
Read اول سموئیل Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول سموئیل
Chapter: 7
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول سموئیل Chapter 7 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول سموئیل Chapter 7?
اول سموئیل Chapter 7 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 7 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-سموئیل
- اول سموئیل Chapter 26
- اول سموئیل Chapter 10
- اول سموئیل Chapter 6
- اول سموئیل Chapter 24
- اول سموئیل Chapter 19
- اول سموئیل Chapter 13
- اول سموئیل Chapter 4
Explore More from زوړ عهد
- ناحوم Chapter 3
- اول پادشاهان Chapter 6
- متلونه Chapter 9
- واعظ Chapter 8
- دوهم پادشاهان Chapter 17
- دوهم پادشاهان Chapter 15
- متلونه Chapter 29