اول سموئیل Chapter 8

For English

Read اول سموئیل Chapter 8 Online

Read اول سموئیل Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول سموئیل 8

فصل 8

1. کله چې سموئیل زوړ شو خپل زامن یې د قاضیانو په توګه د اسراییلو دپاره وټاکل.

2. د هغه د مشر زوی نوم یوئیل او د کشر زوی نوم ابیاه ؤ. هغوی په بئرشبع کې قاضیان وو.

3. خو هغوی د خپل پلار په لار روان نه وو. د هغوی شوق صرف پیسې پیدا کول ؤ، نو رشوت به یې اخیست او انصاف به یې تر پښو لاندې کاوه.

4. نو د اسراییلو ټول سپین ږیري سره راغونډ شول او رامې ته لاړل، ترڅو د سموئیل سره وګوري.

5. سموئیل ته یې وویل: <ګوره، ته زوړ شوی یې او ستا زامن ستا په لاره نه ځي. اوس زمونږ دپاره پادشاه وټاکه چې په مونږ باندې حکومت وکړي ترڅو مونږ هم د نورو ټولو قومونو په شان پادشاه ولرو.>

6. سموئیل د هغوی په دې غوښتنه خوشاله نه ؤ. نو هغه څښتن ته دعا وکړه.

7. څښتن هغه ته وویل: <سموئیله! هرڅه چې قوم در نه غواړي هماغسې وکړه. هغوی ته نه یې رد کړی، بلکه زه یې د خپل پادشاه په توګه رد کړی یم.

8. د هغه وخت څخه چې ما دوی د مصر څخه راوویستل، زه یې پرېښودم او د نورو خدایانو عبادت یې وکړ. هغوی اوس ستا سره هغه کار کوي کوم چې هغوی تل زما سره کړی دی.

9. نو بیا څه چې هغوی در نه غواړي هماغسې وکړه، مګر هغوی ته په کلکه خبرداری ورکړه او ورته وښایه چې پادشاهان به د دوی سره څنګه رویه کوي.>

10. سموئیل د څښتن ټولې خبرې هغه خلکو ته بیان کړې چې د هغه څخه یې د پادشاه غوښتنه کړې وه.

11. سموئیل څرګنده کړه: <ستاسو پادشاه به ستاسو سره داسې رویه وکړي: هغه به ستاسو زامن واخلي او د هغو څخه به عسکر جوړ کړي. ځینې به یې په جنګي ګاډیو کې خدمت کوي، نور به د هغه سپاره عسکر وي او ځینې به د هغه د ګاډیو په مخکې ځغلي.

12. ځینې به د زر کسیزه ډلې او ځینې به د پنځوس کسیزه ډلې قوماندانان وټاکي. ستاسو زامن به د پادشاه ځمکه قلبه کوي، د هغه حاصلات به راغونډوي او د وسلې او د جنګي ګاډیو دپاره به سامان جوړوي.

13. هغه به ستاسو لورګانې بوځي او هغه ته به عطر جوړوي، پخلی به ورته کوي او ډوډۍ به ورته پخوي.

14. هغه به ستاسو څخه ډېر ښه پټي او د انګورو او زیتونو باغونه واخلي او خپلو افسرانو ته به یې ورکړي.

15. هغه به ستاسو د غلو دانو او انګورو لسمه برخه واخلي او خپلو درباریانو او افسرانو ته به یې ورکړي.

16. هغه به ستاسو څخه غلامان، وینځې او ستاسو ډېرې ښې پادې او خره د خپل کار دپاره واخلي.

17. هغه به ستاسو د رمو څخه لسمه برخه اخلي او تاسو په خپله به د هغه غلامان شئ.

18. هغه ورځ به راشي کله چې تاسو د خپل پادشاه له لاسه چې د خپل ځان دپاره مو غوره کړی دی سخت شکایتونه وکړئ. خو څښتن به ستاسو شکایتونو ته غوږ ونه نیسي.>

19. مګر قوم د سموئیل د خبرو د اورېدلو څخه انکار وکړ او ویې ویل: <نه! مونږ پادشاه غواړو.

20. مونږ هیله لرو چې د نورو ټولو قومونو په شان شو. پادشاه به په مونږ باندې حکومت وکړي او په جګړې کې به زمونږ لارښوونه کوي.>

21. سموئیل د هغوی خبرې واورېدلې، بیا یې دا هرڅه څښتن ته وړاندې کړل.

22. څښتن ځواب ورکړ: <څه چې دوی غواړي هغه وکړه، ورته یو پادشاه وټاکه.> بیا سموئیل د اسراییلو قوم ته وویل: <هر یو دې خپل کور ته لاړ شي.>

About اول سموئیل Chapter 8

Read اول سموئیل Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول سموئیل
Chapter: 8
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول سموئیل Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول سموئیل Chapter 8?

اول سموئیل Chapter 8 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-سموئیل

  1. اول سموئیل Chapter 10
  2. اول سموئیل Chapter 26
  3. اول سموئیل Chapter 6
  4. اول سموئیل Chapter 24
  5. اول سموئیل Chapter 13
  6. اول سموئیل Chapter 4
  7. اول سموئیل Chapter 3

Explore More from زوړ عهد

  1. تثنیه Chapter 25
  2. پیدایښت Chapter 18
  3. پیدایښت Chapter 7
  4. خروج Chapter 10
  5. ایوب Chapter 24
  6. اول تواریخ Chapter 29
  7. لاویان Chapter 10

Related Chapters & Readings

  1. اول تواریخ Chapter 1
  2. ایوب Chapter 9
  3. اشعیا Chapter 37
  4. دوهم پادشاهان Chapter 18
  5. زبور Chapter 112
  6. طیطوس Chapter 2
  7. مکاشفه Chapter 3
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *