Read دوهم تواریخ Chapter 12 Online
Read دوهم تواریخ Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم تواریخ 12
فصل 12
1. څنګه چې رحبعام د خپلې پاچاهۍ واک تر لاسه کړ او قوي شو، هغه او د هغه ټول قوم د څښتن د شریعت لاره پرېښودله.
2. نو د رحبعام د پاچاهۍ په پنځم کال څښتن هغوی ته د بې وفایۍ په خاطر سزا ورکړه. هغه د مصر پاچا شیشق ته اجازه ورکړه چې په اورشلیم باندې حمله وکړي.
3. شیشق د خپلو یو زرو او دوه سوو جنګي ګاډیو او شپېتو زرو اس سوارانو او د لیبیایي، شکیم او ایتوپیایي د بې شمېرو عسکرو په مرسته حمله وکړه.
4. هغه په یهودا کې قوي ښارونه ونیول او تر اورشلیمه پورې یې پرمختګ وکړ.
5. شمعیه نبي رحبعام پاچا او د یهودا هغو مشرانو ته ورغی چې د شیشق څخه د تېښتې له امله په اورشلیم کې راغونډ شوي وو. شمعیه هغوی ته وویل: «ستاسو دپاره څښتن دا پیغام لري: ‹تاسو زه پرېښودم، نو زه هم اوس تاسو شیشق ته پرېږدم.›»
6. پاچا او مشرانو خپله ګناه ومنله او ویې ویل: «څښتن عادل دی.»
7. کله چې څښتن دا ولیدل، شمعیه ته یې وویل: «له دې امله چې هغوی اوس خپله ګناه ومنله، زه به هغوی ټول تباه نه کړم. نو کله چې شیشق حمله وکړي، زه به یو شمېر کسان وژغورم. زما غضب به د شیشق په وسیله په اورشلیم باندې نازل نه شي.
8. خو هغوی به د شیشق رعیت شي، ترڅو وپوهیږي چې زما د خدمت کولو او د نړۍ د حاکمانو د خدمت کولو ترمنځ څومره فرق دی.»
9. شیشق پاچا په اورشلیم باندې برید وکړ او هغه د څښتن د کور او د شاهي ماڼۍ ټولې خزانې د ځان سره یوړلې. برسېره پر دې هغه سپرونه چې سلیمان د سرو زرو څخه جوړ کړي وو، هم یووړل.
10. نو رحبعام د هغو په ځای برنجي سپرونه جوړ کړل او هغه یې د هغو ساتونکو قوماندانانو ته وسپارل چې د شاهي ماڼۍ په دروازه کې یې پهره کوله.
11. هرکله به چې پاچا د څښتن کور ته ورتللو، نو د ساتونکو ګارډ به سپرونه وړل او وروسته به یې بېرته د پهره دارانو کوټې ته راوړل.
12. څرنګه چې رحبعام خپله ګناه ومنله، نو د څښتن د غضب نه یې خلاصون پیدا کړ او په پوره توګه له منځه لاړ نه شو او په یهودا کې څه ناڅه نېک کارونه کېدل.
13. رحبعام پاچا په اورشلیم کې خپل ځان ټینګ کړ او پاچاهي یې وکړه. هغه د یو څلوېښت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې اوولس کاله پاچاهي وکړه. اورشلیم هغه ښار ؤ چې څښتن هغه د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه د خپل عبادت دپاره غوره کړی ؤ. د رحبعام د مور نوم نعمه وه چې د عمون د هېواد څخه وه.
14. هغه بد کارونه کول، ځکه چې هغه کوښښ نه کاوه د څښتن رضا معلومه کړي.
15. رحبعام چې د خپلې پاچاهۍ په وخت نور هرڅه وکړل د هغه د کورنۍ د نسب نامې په شمول د دوو نبیانو یعنې د شمعیه او د عیدو په تاریخ کې لیکل شوي دي. په دې ټوله موده کې د رحبعام او یروبعام ترمنځ جګړه وه.
16. رحبعام مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. د رحبعام زوی ابیا د هغه په ځای پاچا شو.
About دوهم تواریخ Chapter 12
Read دوهم تواریخ Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم تواریخ
Chapter: 12
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم تواریخ Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم تواریخ Chapter 12?
دوهم تواریخ Chapter 12 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم تواریخ
- دوهم تواریخ Chapter 14
- دوهم تواریخ Chapter 2
- دوهم تواریخ Chapter 10
- دوهم تواریخ Chapter 19
- دوهم تواریخ Chapter 18
- دوهم تواریخ Chapter 15
- دوهم تواریخ Chapter 11
Explore More from زوړ عهد
- قاضیان Chapter 6
- عاموس Chapter 1
- ارمیا Chapter 17
- زکریا Chapter 6
- مرثیې Chapter 5
- زبور Chapter 2
- قاضیان Chapter 12