اول سموئیل Chapter 12

For English

Read اول سموئیل Chapter 12 Online

Read اول سموئیل Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول سموئیل 12

فصل 12

1. سموئیل ټولو اسراییلو ته وویل: <هرڅه چې تاسو زما څخه وغوښتل ما هغه سرته ورسول او تاسو ته مې یو پادشاه وټاکه.

2. تاسو اوس د خپل مشر په توګه یو پادشاه لرئ. زه زوړ او سپین ږیری شوی یم او دا دی زما زامن ستاسو سره دي. زه د خپلې ځوانۍ څخه تر نن ورځې پورې ستاسو مشر وم.

3. زه حاضر یم، که چېرې ما کوم غلط کار کړی وي ماته د څښتن او د هغه غوره شوي پادشاه په مخ کې دا حقیقت ووایئ. آیا ما د چا څخه غویی یا خر اخیستی دی؟ آیا ما له چا سره ټګي کړې ده یا په چا باندې مې ظلم کړی دی؟ آیا ما د چا څخه رشوت اخیستی دی؟ که چېرې ما داسې کوم کار کړی وي، نو څه چې ما اخیستي وي هغه به بېرته ورکړم.>

4. قوم ځواب ورکړ: <نه! تا نه زمونږ سره ټګي کړې ده او نه دې په مونږ باندې ظلم کړی دی. د هیچا څخه دې څه نه دي اخیستي.>

5. سموئیل ځواب ورکړ: <څښتن او د هغه ټاکل شوی پادشاه نن شاهدان دي چې تاسو خلک پوه شوئ چې زه په بشپړه توګه بې ګناه یم.>هغوی ځواب ورکړ: <هو، څښتن زمونږ شاهد دی.>

6. سموئیل زیاته کړه: <دا څښتن ؤ چې موسیٰ او هارون یې وټاکل او ستاسو نیکونه یې له مصر څخه راوویستل.

7. اوس په خپل ځای باندې ودرېږئ. زه غواړم چې تاسو د خدای په وړاندې د شواهدو سره حاضر کړم او تاسو ته هغه ښېګڼې در په یاد کړم چې خدای د ستاسو او ستاسو د نیکونو د ژغورلو دپاره کړې دي.

8. کله چې یعقوب او د هغه کورنۍ مصر ته لاړل او مصریانو په هغو باندې ظلم کاوه، ستاسو نیکونو د مرستې دپاره څښتن ته فریاد وکړ. نو هغه موسیٰ او هارون ورواستول او ستاسو نیکونه یې له مصر څخه راوویستل او هغوی یې په دې خاوره کې ځای په ځای کړل.

9. مګر خلکو خپل څښتن خدای هېر کړ. نو هغه دوی فلسطینیانو، د موآب پادشاه او د حاصور د ښار د لښکر قوماندان سیسرا ته په لاس ورکړل او هغوی ورسره جنګ وکړ.

10. نو هغوی د مرستې دپاره څښتن ته فریاد وکړ او ویې ویل: مونږ ګناه کړې ده ځکه چې ای څښتنه، ستا څخه مونږ مخ اړولی دی او د بعل او عشتاروت د بتانو عبادت مو کړی دی. مونږ د خپلو دښمنانو څخه وژغوره نو مونږ به ستا عبادت وکړو!

11. بیا څښتن جدعون، باراق، یفتاح او په آخره کې یې زه راواستولم. تاسو یې د خپلو شاوخوا دښمنانو له لاسه وژغورلئ ترڅو په امن کې واوسېږئ.

12. خو کله چې تاسو ولیدل چې د عمون پادشاه ناحاش په تاسو باندې حمله کوي، تاسو ماته وویل: مونږ پادشاه غواړو چې په مونږ باندې حکومت وکړي. که څه هم څښتن ستاسو پادشاه ؤ خو هغه مو رد کړ.

13. اوس دا دی هغه پادشاه چې تاسو غوره کړی دی او غوښتی مو دی. وګورئ، څښتن تاسو ته پادشاه ټاکلی دی ترڅو په تاسو باندې حکومت وکړي.

14. که چېرې د خپل څښتن خدای درناوی وکړئ، د هغه خدمت وکړئ، هغه ته غوږ ونیسئ او د هغه حکمونو ته غاړه کېږدئ او که چېرې تاسو او ستاسو پادشاه د هغه پیروي وکړئ نو ستاسو هرڅه به ښه وي.

15. مګر که تاسو څښتن ته غوږ ونه نیسئ او د هغه د حکمونو څخه سرغړونه وکړئ هغه به ستاسو او ستاسو د پادشاه په ضد شي.

16. نو اوس په خپل ځای باندې ودرېږئ. تاسو به د څښتن هغه لوی کار ووینئ چې ستاسو په مخ کې به یې وکړي.

17. تاسو پوهېږئ چې د دې موسم په دوران کې چې د غنمو د لو وخت دی باران نه وریږي. زه به دعا وکړم چې څښتن تندر او باران راولېږي. څه وخت چې داسې وشي تاسو به پوه شئ چې د پادشاه په غوښتلو سره مو د څښتن په وړاندې لویه ګناه کړې ده.>

18. بیا سموئیل دعا وکړه او په هماغه ورځ څښتن تندر او باران راولیږه. نو ټول قوم د څښتن او سموئیل څخه ډېر ووېرېد

19. او هغوی سموئیل ته وویل: <ښاغلیه! مهرباني وکړه زمونږ په خاطر خپل څښتن خدای ته دعا وکړه چې مونږ مړه نه شو. اوس مونږ پوه شو چې مونږ په خپلو نورو ټولو ګناهونو برسېره د پادشاه په غوښتلو سره بله ګناه هم وکړه.>

20. سموئیل ځواب ورکړ: <مه وېرېږئ. که څه هم تاسو ډېر بد کار کړی دی، خو د څښتن څخه مخ مه اړوئ، بلکه د زړه له کومي د هغه خدمت وکړئ.

21. په خوشې بتانو پسې مه ګرځئ هغه تاسو ته ګټه نه رسوي او تاسو ژغورلی نه شي، ځکه چې هغه بې فایدې دي.

22. څښتن به د خپل لوی نوم په خاطر خپل قوم پرېنږدي، ځکه چې د هغه رضا وه چې ستاسو څخه خپل خاص قوم جوړ کړي.

23. باقي پاتې شوه زما خبره، څښتن دې داسې ونه کړي چې زه د هغه په وړاندې ګناه وکړم او ستاسو دپاره نوره دعا ونه کړم بلکه زه به تاسو ته سمه او ښه لاره دروښایم.

24. یوازې د څښتن څخه ووېرېږئ او په وفادارۍ سره د زړه له کومي د هغه خدمت وکړئ. د هغو لویو کارونو په باره کې فکر وکړئ چې ستاسو دپاره یې کړي دي.

25. مګر که چېرې تاسو خپلو بدو کارونو ته دوام ورکړئ تاسو به د خپل پادشاه سره له منځه لاړ شئ.>

About اول سموئیل Chapter 12

Read اول سموئیل Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول سموئیل
Chapter: 12
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول سموئیل Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول سموئیل Chapter 12?

اول سموئیل Chapter 12 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-سموئیل

  1. اول سموئیل Chapter 26
  2. اول سموئیل Chapter 10
  3. اول سموئیل Chapter 6
  4. اول سموئیل Chapter 24
  5. اول سموئیل Chapter 19
  6. اول سموئیل Chapter 13
  7. اول سموئیل Chapter 4

Explore More from زوړ عهد

  1. یشوع Chapter 9
  2. صفنیا Chapter 2
  3. اشعیا Chapter 52
  4. دانیال Chapter 4
  5. ارمیا Chapter 15
  6. خروج Chapter 40
  7. عاموس Chapter 2

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 33
  2. اعمال رسولان Chapter 27
  3. ملاکي Chapter 2
  4. غزل غزلونه Chapter 7
  5. شمېر Chapter 8
  6. واعظ Chapter 3
  7. زبور Chapter 63
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *