Read ارمیا Chapter 42 Online
Read ارمیا Chapter 42 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ارمیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ارمیا 42
فصل 42
1. نو بيا د فوج ټول جنګى مشران، يوحانان د قريح زوئ او يزنياه د هوسعياه زوئ، او د وړو نه تر لويو پورې ټول خلق
2. يرمياه نبى ته راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ ستا مِنت کوُو چې زمونږ دپاره د مالِک خُدائ ستا مقدس خُدائ نه دُعا وغواړه، کوم چې پاتې شوى کسان يُو. لکه څنګه چې تۀ وينې چې د مخکښې په مقابل کښې اوس مونږ ډېر لږ يُو.
3. زمونږ دپاره دُعا وکړه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته لارښودنه وکړى چې څۀ وکړُو او چرته لاړ شُو.“
4. يرمياه هغوئ ته په جواب کښې وفرمائيل چې، ”صحيح ده، زۀ به مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته هم هغه شان دُعا وکړم لکه څنګه چې تاسو ما ته خواست وکړو، او زۀ به هر هغه څۀ تاسو ته ووايم چې هغه څۀ ما ته وفرمائى. زۀ به ستاسو نه هيڅ څيز هم نۀ پټوم.“
5. بيا هغوئ يرمياه ته ووئيل، ”نو بيا دې مالِک خُدائ په مونږ په دې خبره رښتينے او وفادار ګواه وى کۀ چرې مونږ ستا په هغه ټولو خبرو عمل ونۀ کړو کومې چې مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک زمونږ دپاره تا ته فرمائيلى دى چې تۀ يې مونږ ته بيان کړې.
6. کۀ هغه کلام زمونږ خوښ شى او کۀ خوښ نۀ شى، مونږ به د مالِک خُدائ د کلام پيروى کوُو چا ته چې تۀ مونږ د خپل خواست دپاره لېږې. ځکه کۀ چرې مونږ د هغۀ د کلام پيروى وکړُو، نو هر څۀ به زمونږ دپاره د خير وى.“
7. لس ورځې وروستو د مالِک خُدائ کلام په يرمياه نازل شو.
8. نو بيا هغۀ يوحنان د قريح زوئ او نورو فوجى آفسرانو ته، او ټولو خلقو لويو او وړو ته آواز وکړو،
9. هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو زۀ مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته د خپل درخواست سره ولېږلم، هغه داسې فرمائى چې،
10. کۀ تاسو په دې مُلک کښې پاتې شئ، نو زۀ به تاسو بيا آباد کړم او نۀ به مو خرابوم، زۀ به تاسو وکرم او تاسو به د بېخ نه نۀ وباسم. زۀ ستاسو په هغه افت کوم چې ما په تاسو نازل کړے دے پښېمانه يم.
11. مالِک خُدائ فرمائى چې، د څپرکیل بادشاه نه نور مۀ يرېږئ. ځکه چې زۀ تاسو سره يم او د هغۀ نه به مو بچ کړم او د هغۀ د لاس نه به خلاصون درکړم.
12. زۀ به په تاسو دا رحم وکړم چې هغه به درباندې مهربانه کړم، نو بيا به هغه تاسو ته په خپل مُلک کښې د پاتې کېدو اجازت درکړى.
13. خو کۀ چرې تاسو د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د دې پېغام نه اِنکار وکړئ، او کۀ چرې تاسو ووايئ چې، نه، مونږ به دلته نۀ پاتې کيږُو،
14. خو د دې په ځائ به مِصر ته لاړ شُو، چرته چې به مونږ د جنګونو، د جنګ د بيګل آوازونو او قحط نه آزاد شُو،
15. نو بيا تاسو د مالِک خُدائ پېغام د يهوداه پاتې خلقو ته واوروئ. مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، کۀ چرې تاسو دا ضرور غوره کړئ چې مِصر ته لاړ شئ او هلته پاتې شئ
16. د کوم جنګ او قحط نه چې تاسو يرېږئ نو هم هغه به تاسو راګېر کړى، او تاسو به هلته مړۀ شئ.
17. نو په حقيقت کښې چې څوک هم په تلو کلک ولاړ وى او هلته د اوسېدو اراده لرى نو هغه به په جنګ، قحط او په وبا مړ شى. په تاسو کښې به يو کس هم د هغه افت نه ونۀ تښتى کوم چې زۀ په تاسو باندې هلته راولم.
18. مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، لکه څنګه چې زما قهر او غضب د يروشلم په خلقو نازل شوے وو، نو کۀ تاسو مِصر ته لاړئ نو زما غضب به په تاسو هم نازل شى. نو ستاسو نوم به د تل دپاره د لعنت، يرې او مسخرې په توګه اخستلے کيږى او خپل مُلک به دوباره ونۀ وينئ.
19. اے د يهوداه ژوندى پاتې شوى خلقو، مالِک خُدائ تاسو ته فرمائيلى دى چې مِصر ته مۀ ځئ. زۀ چې دا خبردارے نن تاسو ته درکوم دا مۀ هېروئ.
20. ځکه تاسو چې کله زۀ مالِک خُدائ ته د خواست کولو دپاره ولېږلم نو تاسو غټه غلطى وکړه، ځکه چې تاسو ووئيل، د څۀ چې مالِک خُدائ مونږ ته حکم کړے دے هغه مونږ ته ووايه، مونږ به په هغې باندې پوره عمل کوُو.
21. خو ما تاسو ته نن د هغۀ حکم واورولو، خو تاسو تر اوسه پورې د مالِک خُدائ د هغه پېغام پيروى نۀ کوئ د کوم دپاره چې تاسو زۀ استولے وم.
22. نو اوس په دې خبره باندې يقين ساتئ چې، تاسو چې کوم ځائ ته تلل او اوسېدل غواړئ نو تاسو به هلته په جنګ، قحط او وبا مړۀ شئ.“
About ارمیا Chapter 42
Read ارمیا Chapter 42 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ارمیا
Chapter: 42
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ارمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ارمیا Chapter 42 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ارمیا Chapter 42?
ارمیا Chapter 42 is part of the Book of ارمیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ارمیا Chapter 42 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from ارمیا
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- ارمیا Chapter 5
- ارمیا Chapter 27
- ارمیا Chapter 44
- ارمیا Chapter 35
- ارمیا Chapter 16
Explore More from زوړ عهد
- اول تواریخ Chapter 1
- پیدایښت Chapter 40
- لاویان Chapter 7
- استر Chapter 1
- دوهم سموئیل Chapter 2
- حجی Chapter 2
- حزقیال Chapter 34