اول سموئیل Chapter 17

For English

Read اول سموئیل Chapter 17 Online

Read اول سموئیل Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول سموئیل 17

فصل 17

1. فلسطینیانو خپلې لښکرې د جنګ دپاره د یهودا په سوکوه کې راټولې کړې. د سوکوه او عزیقې ترمنځ یې په افس دمیم کې خېمې ودرولې.

2. شائول او اسراییلیان سره راغونډ شول، د ایله په دره کې یې خېمې ودرولې او د فلسطینیانو په مقابل کې یې خپلې جنګي کرښې جوړې کړې.

3. په یوه غونډۍ باندې فلسطینیان او په بله غونډۍ باندې اسراییلیان ودرېدل او د هغوی په منځ کې دره وه.

4. د جت د ښار څخه یو اتل چې جلیات نومېده د فلسطینانو د کمپ څخه د اسراییلیانو د مقابلې دپاره راووت. د هغه قد نژدې درې متره ؤ.

5. هغه برنجي زغرې اغوستې وې چې اووه پنځوس کیلوګرامه وزن یې درلود او برنجي خولۍ یې په سر وه.

6. د هغه پښې هم د برنجي زغرو په وسیله خوندي وې او د ولو په منځ یې برنجي توره ځوړنده وه.

7. د هغه نېزه د اوبدلو د کارګاه د میلې په شان پنډه وه او د هغې څوکه چې د اوسپنې وه اووه کیلوګرامه وزن درلود. یو عسکر د ده په مخکې روان ؤ او د هغه سپر یې یووړ.

8. جلیات ودرېد او په اسراییلو باندې یې غږ وکړ ویې ویل: <تاسو دلته څه کوئ؟ ولې د جګړې دپاره په قطار ولاړ یاست؟ زه فلسطینی یم او تاسو د شائول غلامان یاست! د خپلو نفرو څخه یو تن غوره کړئ چې دلته راشي او زما سره وجنګیږي.

9. که چېرې هغه وکولی شي چې زما سره وجنګیږي او ما ووژني، نو مونږ به ستاسو غلامان شو. مګر که چېرې زه په هغه باندې غالب شوم او هغه ووژنم نو تاسو به زمونږ غلامان شئ او زمونږ خدمت به کوئ.

10. نن زه اسراییلیان جګړې ته رابولم، زه تاسو دې ته هڅوم چې یو نفر غوره کړئ چې زما سره جګړه وکړي!>

11. کله چې شائول او د اسراییلو لښکر د جلیات دا خبرې واورېدلې هغوی بې زړه شول او ډېر ووېرېدل.

12. داود د یهودا د بیت لحم د افراتي یسي زوی ؤ. یسي اته زامن درلودل او هغه د شائول د پادشاهۍ په وخت کې ډېر زوړ شوی ؤ.

13. د هغه درې مشران زامن د شائول سره جنګ ته تللي ‎وو، مشر یې الیاب، بل یې ابیناداب او دریم یې شمه ؤ.

14. داود د یسي په زامنو کې تر ټولو کشر زوی ؤ. درې مشران ورونه یې د شائول سره پاتې کېدل.

15. خو کله کله به داود د شائول څخه بیت لحم ته ستنېده چې د خپل پلار پسونه وڅروي.

16. تر څلوېښت ورځو پورې به جلیات هر سهار او ماښام مخکې کېده او خپله بلنه به یې ورکوله.

17. یوه ورځ یسي داود ته وویل: <لس کیلوګرامه نینې شوې غلې دانې او لس ډوډۍ واخله او په بیړه یې خپلو ورونو ته د شائول قرارګاه ته یوسه.

18. لس کلچې پنیر د هغوی قوماندان ته یوسه، وګوره چې ستا ورونه څنګه دي او بېرته د هغوی څخه یوه نښه راوړه.>

19. شائول د خپلو ټولو عسکرو سره او هم د داود ورونه د ایله په دره کې وو او د فلسطینیانو سره جنګېدل.

20. داود سهار وختي پاڅېد او یو نفر یې د پسونو د ساتنې دپاره د مسئول په توګه پرېښود. داود ډوډۍ واخیسته او څنګه چې یسي هغه ته ویلي وو هغه لاړ. دی هغه وخت قرارګاه ته ورسېد چې اسراییل خپلې جنګي کرښې ته وتل او د جګړې نارې یې وهلې.

21. د اسراییلیانو او فلسطینیانو لښکرې د جګړې دپاره یو بل ته مخامخ ځای په ځای شوې.

22. داود خپل شیان د لوازمو ساتونکي ته پرېښودل، د جګړې کرښې ته یې ورمنډه کړه او د خپلو ورونو د احوال پوښتنه یې وکړه.

23. په داسې حال کې چې داود د هغوی سره خبرې کولې، فلسطینی اتل جلیات چې د جت څخه ؤ د خپلو کرښو څخه راووت. د مخکې په شان یې جګړې ته د رابللو چیغې ووهلې او داود هغه واورېدلې.

24. کله چې اسراییلیانو جلیات ولید، هغوی ټول له ډېرې وېرې د هغه څخه وتښتېدل.

25. اسراییلو به ویل: <تاسو وینئ چې دا سړی څنګه راوزي چې اسراییل د جګړې دپاره راوپاروي؟ هغه څوک چې دا سړی ووژني شائول پادشاه به ورته ډېره شتمني ورکړي. هغه به هم خپله یوه لور هغه ته په نکاح کړي او د هغه د پلار کورنۍ به د مالیې ورکولو څخه معاف کړي.>

26. داود د هغو نفرو څخه پوښتنه وکړه چې د ده سره نژدې ولاړ وو: <څوک چې دغه فلسطینی ووژني او اسراییل د دې رسوایۍ څخه خلاص کړي څه به تر لاسه کړي؟ آخر دا کافر فلسطینی څوک دی چې د ژوندي خدای لښکرې جګړې ته راپاروي؟>

27. دوی تکرار کړل چې شائول د هغه چا دپاره چې جلیات ووژني څنګه انعام ایښی دی.

28. کله چې د داود مشر ورور الیاب د هغو خلکو سره د داود خبرې واورېدې، هغه په داود باندې له قهره سور شو او ویې ویل: <دلته څه کوې؟ څوک په دښته کې ستا د هغه څو پسونو ساتنه کوي؟ زه د ستا د زړه په مغرورۍ او بد نیت باندې پوهېږم، ته یوازې د جګړې د تماشې دپاره راغلی یې.>

29. داود وویل: <اوس ما څه کړي دي؟ آیا د خبرو کولو حق هم نه لرم؟>

30. بیا هغه بل سړي ته مخ ورواړاوه او د هغه څخه یې هم هماغه پوښتنه وکړه. هر وخت چې هغه پوښتنه کوله نو هماغه ځواب به یې ترلاسه کاوه.

31. ځینو خلکو د داود خبرې واورېدې او هغوی شائول خبر کړ او هغه یې راوغوښت.

32. داود شائول ته وویل: <اعلیحضرته، هیڅوک باید د دې فلسطیني څخه ونه وېریږي! ستاسو غلام به لاړ شي او د هغه سره به وجنګیږي.>

33. شائول ځواب ورکړ: <ته به د هغه سره څنګه وجنګېږې؟ ته یو بې تجربې ځوان یې او هغه د ځوانۍ څخه یو جنګیالی دی.>

34. مګر داود شائول ته وویل: <ستاسو غلام د خپل پلار د پسونو ساتنه کوي. کله چې زمری یا ایږه راځي او د رمې څخه وری تښتوي،

35. زه د هغه پسې ورځم، هغه وهم او وری د هغه د خولې څخه خلاصوم. که چېرې هغه وحشي حیوان په ما باندې راوګرځي، هغه له ستوني نیسم او تر مرګه یې وهم.

36. ما زمري او ایږې دواړه وژلي دي او د دې کافر فلسطیني سره به چې د ژوندي خدای لښکرې جګړې ته راپاروي هماغه شان عمل وکړم.

37. هغه څښتن چې زه یې د زمریو او ایږو د منګلو څخه ژغورلی یم هغه به مې د دې فلسطیني له لاسه هم وژغوري.>شائول ومنله او داود ته یې وویل: <لاړ شه او څښتن دې ستا سره مل وي.>

38. بیا شائول داود ته خپل جنګي کالي ورواغوستل. خپلې زغرې یې د هغه په تن کړې او برنجي خولۍ یې ورپه سر کړه.

39. داود د شائول توره په جنګي کالیو باندې وتړله او د روانېدو کوښښ یې وکړ، خو هغه نه شو تللی، ځکه چې دی د هغو سره عادت نه ؤ. هغه شائول ته وویل: <زه د دې کالیو سره عادت نه یم او په دې کې نه شم جنګېدلی.> نو ټول یې وویستل.

40. بیا هغه خپله امسا په لاس کې واخیسته، د ویالې څخه یې پنځه ښویه تیږې د خپل ځان دپاره غوره کړې او هغه یې د خپل شپونتوب په کڅوړه کې کېښودلې. مچنوغزه یې په لاس کې وه او هغه فلسطیني ته ورنژدې شو.

41. په همدې وخت کې هغه فلسطینی چې سپر وړونکی یې ترې مخکې ؤ راروان ؤ. هغه داود ته ورنژدې کېده.

42. هغه داود ته په ځیر وکتل او ویې لیدل چې هغه یو ښایسته او روغ رمت ځوان دی نو هغه ورته سپک ښکاره شو.

43. هغه داود ته وویل: <دا ډانګ د څه دپاره دی؟ آیا ته فکر کوې چې زه سپی یم؟> هغه د خپلو خدایانو په نامه په داود باندې لعنت ووایه.

44. هغه داود ته وویل: <راشه! زه به ستا غوښې په مرغانو او په ځناورو باندې وخورم!>

45. داود جلیات ته ځواب ورکړ: <ته زما په مقابل کې د تورې، نېزې او خنجر سره راځې. خو زه ستا په مقابل کې د مطلق قادر څښتن، یعنې د اسراییلو د لښکرو د خدای په نوم چې تا جګړې ته راپارولې دي درځم.

46. دا هغه ورځ ده چې څښتن به تا ماته تسلیم کړي او زه به تا ووژنم او ستا سر به پرې کړم. زه به د فلسطینیانو د عسکرو مړي مرغانو او ځناورو ته واچوم چې ویې خوري. نو ټوله نړۍ به په دې پوه شي چې د اسراییلو خدای شته.

47. هرڅوک به دلته وګوري چې څښتن د خپل قوم د ژغورلو دپاره تورو یا نېزو ته اړتیا نه لري. دا د څښتن جنګ دی او هغه به تاسې ټول مونږ ته راتسلیم کړي.>

48. یو ځل بیا جلیات د داود خواته ورنژدې کېده او داود د هغه د مقابلې دپاره په چټکۍ سره د جګړې د کرښې په لور ورمنډه کړه.

49. داود خپل لاس خپلې کڅوړې ته وراوږد کړ، یوه تیږه یې راوویسته، په مچنوغزې باندې یې ګوزاره کړه او جلیات یې په تندي باندې وویشت. تیږه د هغه په تندي کې ورننوتله او هغه پړمخې په ځمکه باندې پرېوت.

50. نو داود بې له تورې جلیات ته ماتې ورکړه او د مچنوغزې او تیږې په وسیله یې هغه وواژه.

51. داود منډه کړه او د جلیات سرته ودرېد، د هغه توره یې د هغه د پوښ څخه راوویستله، هغه یې وواژه او سر یې ورڅخه پرې کړ.کله چې فلسطینیانو ولیدل چې د دوی اتل مړ شو دوی وتښتېدل.

52. د اسراییلو او یهودا خلکو چیغې وهلې او مخ په وړاندې یې منډې کړې. فلسطینیان یې د جت او د عقرون تر دروازو پورې تعقیب کړل او د هغوی مړي د شعرایم په لاره کې د جت او عقرون پورې پراته وو.

53. کله چې اسراییلیان د فلسطینیانو د تعقیبولو څخه راستانه شول، د هغوی قرارګاه یې لوټه کړه.

54. داود د جلیات سر راواخیست او اورشلیم ته یې یووړ، مګر د هغه وسلې یې په خپله خېمه کې کېښودلې.

55. کله چې شائول ولیدل چې داود د جلیات سره د جنګ دپاره وروزي هغه د خپلو لښکرو د قوماندان ابنیر څخه پوښتنه وکړه: <ای ابنیره، هغه د چا زوی دی؟>ابنیر ځواب ورکړ: <اعلیحضرته! زه ستا په سر قسم خورم چې زه نه پوهېږم.>

56. پادشاه وویل: <دا معلومه کړه چې دا ځوان د چا زوی دی.>

57. نو څنګه چې داود د جلیات د وژلو څخه راستون شو، ابنیر هغه شائول ته راوست. داود لا د جلیات سر په لاس کې نیولی ؤ.

58. شائول د هغه څخه پوښتنه وکړه: <ای ځوانه، ته د چا زوی یې؟>داود ځواب ورکړ: <زه ستاسو د خدمتګار یسي بیت لحمي زوی یم.>

About اول سموئیل Chapter 17

Read اول سموئیل Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول سموئیل
Chapter: 17
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول سموئیل Chapter 17 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول سموئیل Chapter 17?

اول سموئیل Chapter 17 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 17 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-سموئیل

  1. اول سموئیل Chapter 10
  2. اول سموئیل Chapter 26
  3. اول سموئیل Chapter 6
  4. اول سموئیل Chapter 24
  5. اول سموئیل Chapter 13
  6. اول سموئیل Chapter 4
  7. اول سموئیل Chapter 3

Explore More from زوړ عهد

  1. یشوع Chapter 9
  2. زبور Chapter 99
  3. متلونه Chapter 18
  4. زبور Chapter 32
  5. زبور Chapter 1
  6. اول پادشاهان Chapter 15
  7. شمېر Chapter 4

Related Chapters & Readings

  1. متلونه Chapter 27
  2. خروج Chapter 32
  3. زکریا Chapter 4
  4. یشوع Chapter 6
  5. ارمیا Chapter 14
  6. عزرا Chapter 5
  7. افسیانو ته Chapter 6
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *