دوهم سموئیل Chapter 1

For English

Read دوهم سموئیل Chapter 1 Online

Read دوهم سموئیل Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

دوهم سموئیل 1

فصل 1

1. د شائول د مړینې څخه وروسته، داود عمالیقیانو ته د ماتې ورکولو څخه راستون شو او دوه ورځې په صقلغ کې پاتې شو.

2. په دریمه ورځ د شائول د کمپ څخه یو ځوان سړی چې کالي یې شلېدلي او په سر باندې یې خاورې شیندلې راغی. کله چې هغه داود ته ورغی نو هغه ته د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت.

3. داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: <له کومه ځایه راغلې؟>هغه ځواب ورکړ: <زه د اسراییلو د اردو څخه راتښتېدلی یم.>

4. داود پوښتنه وکړه: <ماته ووایه چې په جګړه کې څه پېښ شول؟>هغه وویل: <اسراییلیان له جګړې څخه تښتېدلي دي، د هغوی څخه یو زیات شمېر ووژل شول. شائول او د هغه زوی یوناتان هم ووژل شول.>

5. نو داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: <ته څنګه پوه شوې چې شائول او یوناتان مړه دي؟>

6. هغه ځوان ځواب ورکړ: <د تصادف له مخې زه د جلبوع په غره کې وم او ما ولیدل چې شائول په خپلې نېزې باندې تکیه کړې وه او د دښمن جنګي ګاډۍ او سپاره عسکر هغه ته نژدې کېدل.

7. په دې وخت کې هغه مخ راواړاوه، زه یې ولیدلم او ماته یې نارې کړې. ما ځواب ورکړ: امر وکړئ، ښاغلیه!

8. هغه زما څخه پوښتنه وکړه: ته څوک یې؟ ما ځواب ورکړ: زه یو عمالیقی یم.

9. هغه له ما څخه هیله وکړه او وویل: راشه ما ووژنه او د دې رنځ نه مې خلاص کړه، سره له دې چې ډېر سخت درد لرم لا هم ژوندی یم.

10. نو زه ورغلم او هغه مې وواژه، ځکه زه پوهېدم چې هغه سخت ژوبل دی او په هر صورت هغه مړ کیږي. وروسته مې د هغه د سر څخه تاج او د مټ څخه کړۍ راواخیستل او تاسو ته مې ای باداره راوړل.>

11. نو داود او د هغه ټولو نفرو له غمه خپل کالي وشلول.

12. هغوی د شائول، یوناتان او د څښتن د قوم یعنې د اسراییلو دپاره یې ویر وکړ، ویې ژړل او تر ماښامه پورې یې روژه ونیوله، ځکه چې په جګړه کې ډېر زیات نفر وژل شوي وو.

13. داود د هغه ځوان څخه چې ده ته یې خبر راوړی ؤ پوښتنه وکړه: <ته د کوم ځای یې؟>هغه ځواب ورکړ: <زما پلار عمالیقی دی خو مونږ ستاسو په هېواد کې اوسېږو.>

14. داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: <تا څنګه دا جرأت کړی دی چې د څښتن غوره شوی پادشاه ووژنې؟>

15. وروسته بیا داود د خپلو نفرو څخه یو تن راوغوښت او ورته ویې ویل: <هغه ووژنه!> نو هغه یې وواهه او مړ شو.

16. داود هغه عمالیقي ته وویل: <ستا وینه دې ستا په خپله غاړه وي. تا په خپله ژبه اقرار وکړ چې د څښتن غوره شوی پادشاه دې وواژه.>د شائول او یوناتان دپاره د داود د ویر سندره

17. داود د شائول او د هغه د زوی یوناتان دپاره دغه د ویر سندره وویله

18. او امر یې وکړ چې د یهودا خلکو ته دې دغه د ویر سندره ورزده کړای شي چې د لیندې د ویر په نوم یادیږي. (دا سندره د یاشر په کتاب کې لیکل شوې ده.) سندره داسې ده:

19. <د اسراییلو په غونډیو باندې زمونږ مشران له منځه لاړل!هغه زړور څنګه راپرېوتل!

20. په جت کې دا اعلان مه کوئد اشقلون په کوڅو کې دا مه خپروئداسې نه چې د فلسطینیانو ښځې خوشاله شيداسې نه چې د کافرانو لورګانې خوشاله شي

21. ای د جلبوع غرونوپه تاسو دې پرخه یا باران ونه اوریږيستاسو پټي دې غلې دانې ونه کړيځکه چې هلته د زړور جنګیالي سپر ناولی شوی دید شائول سپر به نور په تېلو غوړ نه شي

22. د یوناتان لینده وژونکې وهد شائول توره وه بې رحمهزورور یې مړه کول، دښمنان به یې وژل

23. شائول او یوناتان وو څومره ښکلي څومره ګران!ژوند او مرګ کې هم یوځای ووچابک له عقابانوقوي وو له زمریانو

24. ای د اسراییل ښځو شائول دپاره وژاړئ!هغه تاسو ته کالي ښکلي سره دراغوستلاو هغه یې د سرو زرو په ګاڼو سینګارول

25. څنګه مړه دا جنګیالي شولهغوی د جنګ په ترڅ کې ووژل شولیوناتان مړ پروت په غونډیو کې دی

26. یوناتانه زما وروره، ستا دپاره زه غمجن یمته په ما باندې ډېر ګران وېعجیبه ستا محبت ؤ زما دپارهؤ محبت دې ډېر ژور تر محبت د ښځو

27. څنګه جنګیالي راپرېوتلي ديد هغوی وسلې له منځه تللي دي>

About دوهم سموئیل Chapter 1

Read دوهم سموئیل Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم سموئیل
Chapter: 1
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم سموئیل Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم سموئیل Chapter 1?

دوهم سموئیل Chapter 1 is part of the Book of دوهم سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم سموئیل Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم-سموئیل

  1. دوهم سموئیل Chapter 15
  2. دوهم سموئیل Chapter 8
  3. دوهم سموئیل Chapter 20
  4. دوهم سموئیل Chapter 19
  5. دوهم سموئیل Chapter 6
  6. دوهم سموئیل Chapter 17
  7. دوهم سموئیل Chapter 11

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 34
  2. هوشع Chapter 4
  3. استر Chapter 9
  4. زبور Chapter 53
  5. متلونه Chapter 13
  6. عزرا Chapter 4
  7. قاضیان Chapter 12

Related Chapters & Readings

  1. ارمیا Chapter 32
  2. کولسیانو ته Chapter 4
  3. دوهم تواریخ Chapter 1
  4. اول قرنتیانو ته Chapter 4
  5. ارمیا Chapter 11
  6. اعمال رسولان Chapter 17
  7. اعمال رسولان Chapter 20
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *